ځانګړې کیسه کې

په افغانستان کې د نړیوال بانک د بیا همکاریو د پیل د پنځلسمې کالیزې نمانځنه

2017 می 15


Image

نړیوال بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پر ۱۹۷۹ میلادی کال د پخواني شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته و ځندول. ددې ادارې فعالیتونه د ۲۰۰۲ میلادي کال د می په میاشت کې د افغانانو له ضروري اړتیاوو څخه د ملاتړ او ددې هېواد له دولت سره ددې هېواد اتباعوته د خدمتونو د برابرولو له پاره د پیاوړو او ځواب ویونکو بنسټونو د رامینځته کولو په منظور بیاپیل شول.



Image

لاسته راوړنه # لمړی

۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ ( د ۲۰۰۲ کال می)، د نړیوال بانک د رییس جیمز دی ولفنسون لخوا د نړیوال بانک ګروپ دفتر په پلازمینې کابل کې په رسمې توګه بیا پرانیستل شو. له هغه مهاله وروسته، نړیوال بانک په دوام داره بڼه د افغانستان د دولت له هڅو څخه د یو شمیر ادارو د بنسټونو په جوړښټ، د عادلانه خدمتونو برابرولو  او تر ټولو مهمه د خصوصي سکتور لپاره د یو پياوړي چاپيریال په رامنځته کولو کې، هر اړخیز ملاتړ ترسره کړی دی. موږ باور لرو چې دا تر ټولو هغه بنستيزې برخې دي چې  په افغانستان کې د اوږد مهاله اقتصادي ودې او سوکالۍ  ګرځي. 

د زیاتو معلوماتو له پاره دې پاڼې ته مراجعه وکړئ.

Image

لاسته راوړنه # دویم

د افغانستان د بیارغونې صندوق د نړیوالی ټولنی او دولت ترمینځ د ګډون د یو میکانیزم په توګه ددې هېواد د پرمختیایي هلو ځلو د اغیزمنتیا د ښه والي په منظور رامینځته شوی دی. دغه صندوق د ملي لومړیتوب لرونکي پروګرامونه، د دولت د پروګرامونو عملیاتي لګښتونو او د پالیسۍ د اصلاحاتو او سمون اجندا د ټاکلیو هدفونو له لاسته راوړنو څخه د ملاتړ له پاره د سولې او پرمختیا په ملي چوکاټ کې تمویلوي.

د زیاتو معلوماتو له پاره دې پاڼې ته مراجعه وکړئ.  

Image

لاسته راوړنه # دریم

نړیوال بانک د ګمرکونو د بیړنۍ عصري کولو او د سوداګرۍ د آسانتیاوو پروژې له لیارې د افغانستان دولت سره مرسته وکړه، چې په ټولو ګمرکونو کې د عصري کولولړۍ په تطبیق سره له ګمرکونو څخه د کره معلوماتو د راټولولو په موخه، د اسیکوډا اتومات سیستم فعال شي. اسیکوډا د ګمرکي عوایدو په ټولولو، د ترانسپورتي لګښټونو په کمښت، د سوداګرۍ آسانتیا، د فساد لږوالي او د ګمرکي پړاوونو په ساده کولو کې مهمه ونډه درلودلې ده. 

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # څلورم 

په ۲۰۰۱ کال کې نجونو نشو کولای، چې ښوونځي ته ولاړې شې، خوهغه مهال یوازې شاوخوا یو میلیون نارینه زده کوونکي ښوونځیو ته تلل. اوس مهال د افغانستان تر ټولو ستره لاسته راوړنه پوهنه او معارف بلل کیږي. په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمیر له یو میلیون تنو څخه په ۲۰۰۲ کې، اوس مهال ۸،۷ میلیونو ته په ۲۰۱۶ کال کې زیاتوالی موندلی، چې له دې شمیر څخه ۳۹ سلنه یی نجونې دي. 

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # پنځم 

آیا تاسو پوهیدلئ چې نړیوال بانک د ترانسپورت د بیارغونې پروژې له لیارې په ۲۰۰۳ کال کې په بیړنۍ توګه د سالنګ د لویې لارې له بیارغونې څخه ملاتړ وکړ؟ د سالنګ لویه لار، چې شمالي‌ ولایتونه د هیواد له نورو سیمو سره نښلوي ، په ۱۹۶۴ میلادي کال کې جوړه شوه، چې په دې کې سالنګ د تونل اوږد والۍ ۲،۶۷ کیلومتره دی. د نړیوال بانک په ملاتړ د هندوکش غرونو د مواصلاتي سړک د پروژې موخه دا ده، چې د هندوکش غرونو په اوږدو کې د ترانسپورتي اړیکو او آسانتیاوو په برخه کې ښه والی رامنځته شي.

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # شپږم

"د نرسنګ په څانګه کې زده کړې، زما تر ټولو ستره هیله ده. ما له دغه پروګرام څخه ډیر څه زده کړي دي او اوس غواړم چې په یو روغتیايي مرکز کې دنده ترسره کړم ، ترڅو په دې توګه خپل هیواد ته د خدمت جوګه شم."

پریسا، د کابل د فرزې ولسوالۍ اوسیدونکی د نرسنګ د څانګې یوه زده کوونکې او د  صحت پروګرام یوه ګډونواله

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # اوم 

"پخوا به مو کله چې له بازار څخه خپل کور ته سودا راوړله، نو ډیرو ستونزو په زغملو سره به مو هغه کور ته لېږدوله. خو اوس موټر زموږ د کور تر دروازې راځي."

حسین ابراهیمی، د دایکنډی ولایت د میشي پایان کلي‌ یو تن اوسیدونکی او د افغانستان د کلیوالي لارو جوړونې له ملي پروژې څخه، یو تن ګټه اخیستونکی  

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # اتم 

سیمه ییزې پرمختیايي شورا ګانې په کلیوالي‌ سیمو کې د دموکراسۍ بنسټ ایښودنکي بلل کیږي. هغه مهال چې د کلي په کچه یو تصمیم نیول کیږي، نو ټول اوسیدونکي په هغه کې ځانونه شریک بولي."

علي جان، په دایکنډې ولایت کې د سیمه ییزې پرمختیايي شورا یو تن غړی، د ملي پیوستون پروګرام

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # نهم

"د زده ګړې پروګرامونو د اتحادیې د سوداګریزو فعالیتونو په اغیزمنتیا او کیفیت باندې، خورا مثبت اغیز درلودلی، او اوس مهال د اتحادیې د غړو په ژوند کې ستر بدلون رامنځته شوی دی."

محبوبه ابراهیمي، په بلخ ولایت کې د ښځو د روښانه راتلونکې اتحادیې، یوه غړې او د افغانستان د کلیوالي صنایعو د ودې پروګرام څخه، یوه ګټه اخیستونکې.

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # لسم

آیا تاسو پوهیدۍ چې نړیوال بانک د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د پراختیا پروژې له لیارې د معلوماتي تکنالوژۍ کورني شرکتونو ته یو شمېر روزنیزه آسانتیاوې چمتو کړي، ترڅو د خپلو ماهرو او مسلکي کارکوونکو په واسطه د معلوماتي تکنالوژۍ صنعت ته پراختیا ورکړي او د دغه سکتوراغیزمنتیا ته ده وده ورکړي؟

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # یوولسم

"وروسته له دې د مالدارې له لارې کولۍ شم ښه ژوند ولرم، او لږ تر لږه خپل اولادونه ښوونځي ته ولیږم."

زینب، د بلخ ولایت په شمال کې د قزل آباد کلي اوسیدونکې او مالي خدمتونو ته د لاسرسي پروژې اړوند، خورا بېوزلو وګړو ته د مرستې پروګرام، یوه ګټه اخیستونکې.

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # دولسم 

"مخکې له هغه چې زموږ د کلي د اوبو لګولو کانال بیاورغول شي، زموږ په کروندو باندې د اوس شان شین څادر خور نه و، ځکه چې د اوبو د نشتون له امله موږ نشو کولای، چې په خپلو ځمکو باندې څه وکرو."

حاجی عبدالرحیم؛ د هرات ولایت نقره کلي یو تن اوسېدونکی او د اوبو د بیارغونې او پراختیا پروژې څخه، ګته اخیستونکی.

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # دیارلسم 

"قیر شوې او پاکې کوڅې د دې لامل شوي، چې خلک نه یوازې خپلې روغتیا او سلامتیا ته، بلکه د ژوندانه چاپيریال ساتنې له پاره هم زیاته پاملرنه وکړي."

خیر محمد، د کابل ښار د خواجه بغرا سیمې یو تن اوسېدونکی او د کابل ښاروالۍ د پراختیا پروژې څخه، ګټه اخیستونکی. 

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # څوارلسم 

"د ممیزو له نویو خونو څخه په ګټه اخیستنې سره، د ممیزو په رنګ او کیفیت کې ستر بدلون رامنځته شوی، په انګورو باندې لږه خاوره کښېني او یوه زیاته اندازه انګور په لږ وخت کې په ممیزو بدلیږي."

علاوالدین، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د ننګ آباد کلي یو تن اوسېدونکې او د بڼوالۍ او مالدارۍ له پروژې څخه، ګټه اخیستونکی. 

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

Image

لاسته راوړنه # پنځلسم  

"زموږ اقتصادي حالت ښه والی موندلی.  زموږ په دسترخوان باندې په پوره اندازه د خوراک لپاره څه شته او نور د چا مرستې ته اړتیا نلرو. "

محمد یاسین، د هرات ولایت د کشک باد صبا کلي یو تن کرودنګر او په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې څخه، ګټه اخیستونکی.

ددې پروژې په اړه زیات معلومات په دې پاڼه تر لاسه کړئ.

 


Api
Api

Welcome