Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه2022 مارچ 1

نړیوال بانک د افغانستان د خلکو د ملاتړ په موخه یوه پراخه شوې تګلاره اعلام کړه

واشنگتن، د ۲۰۲۲ کال د مارچ لومړۍ نېټه – د افغانستان د بيارغوني صندوق د تمويل كونكو او نړیوالې ټولنې د غوښتنې پربنسټ، نن د نړیوال بانک د اجرايي مدیرانو پلاوي داسې یو پراخ شوی تګلوری تصویب کړ چې له مخې به یې د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه تر ۱ میلیارد ډالرو پورې پیسې پرته له دې چې د طالبانو موقته اداره پرې کنټرول ولري، د درېمګړو ادارو لکه د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالو غیردولتي بنسټونو ته په واک کې ورکړل شي.

دا تګلاره په داسې حال کې تصویب شوه چې له دې وړاندې د تېر کال د ډسمبر په ۱۵ هم د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه ۲۸۰ میلیون ډالره په همدې بڼه لېږدول شوي وو چې ۱۰۰ میلیونه ډالر یې یونیسف او ۱۸۰ میلیونه نور یې نړیوال خوراکي سازمان ته ورکړل شوي وو چې د ژمي د میاشتو د سختو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې په بشري مرستو ولګوي.

د دغې پراخه شوې تګلارې د تصویب موخه د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو دوام، د زیانمنونکو افغانانو حفاظت او د بشري پانګې د ملاتړ لپاره د اقتصادي او اړینو ټولنیزو خدماتو ترسره کول ګڼل کېږي. تمه کېږي چې د دغې مرستې په تطبیق سره به په راتلونکي کې بشري مرستو ته د افغانستان اړتیا تر یوه بریده راکمه شي. د افغانستان د بیارغونې صندوق ژمنه لري څو خپل کار د نړیوالو تمویلونکو شریکانو او نړیوال بانک سره د چارو د یوه همغږي کوونکي او مشاورتي میکانیزم په حیث وغځوي.

په لومړي ګام کې به د افغانستان د بیارغونې صندوق د نړیوالو تمویلوونکو له خوا څلورو پروژو ته د اختصاص شوې ۶۰۰ میلیونه ډالرو مرستې په اړه پرېکړه کوي چې دغه پروژې به د زده‌کړې، روغتیا، کرنې او همدارنګه د وګړو د معیشت په برخه کې بېړني ضرورتونه رفع کوي. د یادو پروژو پراخ تمرکز به د دې ټکي پر یقیني کېدو باندې وي چې ښځې او نجونې دې په دې مرستو کې شاملې وي او ګټه ورنه پورته کړي.

نړیوال بانک به په راتلونکو اونیو کې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له تمویلوونکو او ګڼ اړخیزو شریکانو سره له نژدې کار وکړي چې د دغو پروژو طرحه او د مالي تخصیص پړاونه یې بشپړ شي. د نړیوال بانک عملیاتي پالیسۍ به د دغو پروژو په چوکاټ کې پر ټولو قراردادونو عملي کېږي او دغه بانک به د دې پروژو په طراحۍ او څارنه کې په فعاله توګه دخیل پاتې شي.

د ۶۰۰ میلیونه ډالرو دغه لومړنی مبلغ به د ۲۰۲۲ کال په بهیر کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د افغانستان د بیارغونې د صندوق له لا نورو مالي مرستو سره مل وي، البته که شرایط ورته اجازه ورکړي او د افغانستان د بیارغونې د صندوق تمویلوونکي پرېکړه وکړي. دغه مرحله‌يي تګلاره داسې طراحي شوې ده چې انعطاف به مني او د تطابق او جوړجاړۍ وړتیا به لري او دغه خبره به هم مني چې په ساحه کې به وضعیت بدلېدونکی پاتې کېږي.

د افغانستان د بیارغونې د صندوق تمویلوونکي به د بشرپالنې مرستی د تبادلې هغه چارچوب چې د ملګرو ملتونو او د نړیوال بانک ګروپ لخوا په ګډه طرحه شوي دي، د دې صندوق د مرستو په لګولو کې په پام کې نیسي. دغه طرحه به تر هغه مهاله پورې چې کومه دایمي حل لاره پیدا کېږي، د پیسو د ورکړې د آسانتیا لپاره د لنډمهال قرارداد په توګه کارول کېږي.

همدارنګه د دغې تګلارې په ړنا کې نړیوال بانک به د افغانستان د اقتصادي څارنې د پراختیا په برخه کې او همدارنګه په مالي سکتور، خصوصي سکتور، بېوزلۍ او داسې نورو برخو کې به خپل نور تحلیلي فعالیتونه د «افغانستان راتلونکي» په نوم وغځوي چې له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار وکړي او د افغانستان له وګړو سره د مرستو ملاتړ وکړي.

د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2022

اړیکه

واشنگتن دی سی
ایلینا کاربان

Blogs

    loader image

WHAT'S NEW

    loader image