Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2021 مارچ 18

په افغانستان کې د کووید-۱۹ واکسین د تیارولو لپاره نوې مالي مرسته

دغه ۱۱۳ میلیونه ډالره مالي مرسته به د افغانستان له ۱۷ فیصده زیاتو اوسېدونکو ته د واکسین د تطبیق زمینه مساعده کړي

واشنګټن، ۱۳۹۹ د کب ۲۸مه ــ ن دغه نوې مالي مرسته به د افغانستان د دولت د واکسین ملي پروګرام؛ روغتیایي خدمتونو ته د خلکو چټک او مساوي لاسرسی او واکسیناسیون پیاوړی کړي. 

دغه بلاعوضه مالي مرسته چې مجموعي ارزښت یې ۱۱۳ میلیونو ډالرو ته رسېږي، له کووید-۱۹ سره د چټکې مقابلې او د افغانستان د روغتیایي سېسټم د چمتووالي پروژې له لوري به مصرف شي. د دې مالي مرستې په واسطه به د افغانستان تر ۱۷ فیصده زیات خلک د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړي. همدارنګه به دغه مرسته افغانستان سره د اړینو روغتیایي خدماتو په ښه‌ والي او د کووید-۱۹ وایرس له منفی اغېزو د وتو لپاره مرسته وکړي.

افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هېنري کرالي په دې اړه وایی:" نړیوال بانک د افغانستان د دولت له نورو پرمختیایي شریکانو سره یوځای د کووید-۱۹ وایرس په وړاندې د اغېزمنې مقابلې، د ټېسټونو او درملنې ظرفیت د لوړاوي او د افغانستان د عامې روغتیا سېسټم د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه همکاري کړې ده. اوس دغه مالي مرسته، د افغانستان میلیونونه اوسېدونکو ته په موقع او مساوي ډول د کووید-۱۹ واکسین رسولو په برخه کې یو مهم ګام حسابېږي".

د کووید-۱۹ واکسین د تیارولو په برخه کې د افغانستان دولت د پروګرام په ټولیزه توګه له COVAX سره یو هوکړه لیک ده چې پر اساس به یې د افغانستان ۲۰ فیصده وګړو ته د کووید-۱۹ واکسین چمتو شي. د ۲۰۲۰ د اپرېل په ۲مه د ۱۰۰،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت تصویب شوه. دې پروګرام په افغانستان کې د کووید-۱۹ د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره د اغېزمنو اقداماتو او پرېکړو او د دې هېواد د روغتیایي سېسټم د تقویې په موخه خپل فعالیت پیل کړ. سربېره پر دې نړیوال بانک له افغانستان دولت او نورو پرمختیایي شریکانو سره د دې ملي پروګرام د پیاوړتیا لپاره ځینې اقدامات لکه د ارتباطاتو د څانګې تقویه، د نورو واکسیناتورانو استخدام، د شفافیت ښه ‌والی، د څارنې تقویه او واکسین ته د کلیوالو سیمو د لاسرسي په برخه کې ترسره کړي دي.

د افغانستان لپاره د ۱۱۳ میلیون ډالرو مالي مرسته یوه له هغو دریو پروژو ده چې لومړي پړاو کې په جنوبي اسیا کې د کووید-۱۹ واکسین د چمتو کولو هڅو د ملاتړ لپاره تصویبېږي. همدارنګه نن د نړیوال بانک مدیره هیئت د بنګله‌دېش لپاره د نړیوالې پراختیایي ادارې ۵۰۰ میلیونه ډالره او د نیپال لپاره ۷۵ میلیون ډالره مالي مرسته تصویب کړه. پر مالي ملاتړ سربېره نړیوال بانک د جنوبي اسیا هېوادونو لپاره د واکسیناسیون د منصفانه او مساویانه اجرا په موخه تخنیکي او روزنیز ورکشاپونه هم جوړوي.

نړیوال بانک په پرمختیایي هېوادنو کې د مالي او علمي برخو یو له تر ټولو لویو مرسته کوونکو منابعو حسابېږي. دغه بانک پرمختیایي هېوادونو کې د کووېډ-۱۹ د روغتیایي، ټولنیزو او اقتصادي اغېزو په وړاندې د هر اړخیزو او چټکو اقداماتو د تر لاس لاندې نیولو په حال کې دی. یو له دغو اقداماتو له کم او منځني عاید لرونکو هېوادونو سره د ۱۲ میلیارده ډالرو مرسته ده. دغه مرستې د واکسین د پېر او وېش، د کووېډ-۱۹ د ټېسټونو، د کووېډ-۱۹ وسایلو او درملنې او همدارنګه د واکسیناسیون اړوند سېسټمونو د پیاوړتیا لپاره کېږي. دغه مرستې  د نړیوال بانک  ګروپ له خوا کووید-۱۹سره د مقابلې د لوی پروګرام یوه برخه ده چې تر سلو زیاتو هېوادونو کې د روغتیایي سېسټمونو د تقوییې، د بېوزلو کورنیو ملاتړ او زیانمنو خلکو سره د ملاتړو شرایطو د ایجاد په مټ د معیشت او کسب و کار په ساتنه کې مرسته کوي.  

 


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2021

اړیکه

په واشنګتن کې:
ین دوینګون
ydoignon@worldbank.org
Api
Api