col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-8
col-lg-8
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-7
col-lg-7
  • add-style
  • font-medium
  • lp-body-content

واشنګټن، د ۱۳۹۹ کال د وري ۱۵ – نن د نړیوال بانک د مدیره پلاويلخوا د سل اعشاریه څلور میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت وړیا مالي‌ مرسته د کووید-۱۹ (کرونا) ویروس په وړاندې د بیړني غبرګون او د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړي‌ کولو پروژې د تمویللپاره تصویب شوه. په نظر کې ده چې دغه مالي‌ مرسته به د کووید-۱۹ (کرونا) د نوي ویروس په وړاندې د اغېزمنو اقدامونو د ترسره کولو او په افغانستان کې د نوموړي‌ ویروس د خپرېدو له امله د ګواښونو په کمولو، د روغتیايي نظام د لا پیاوړي‌ کولو او له دې پدیدې سره د مقابلې په برخه کې مصرف شي.

دغه بېړنۍ مالي مرسته به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو بهیر لا پیاوړی کړي او په دې توګه به هڅه وشي څو په افغانستان کې د کووید-۱۹ ویروس د خپرېدو کچه پڅه شي او د تقاضا د زیاتوالي په صورت کې به خلکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي. دغه مالي مرسته به په ویروس اخته کسانو ته د غوره روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر پياوړی کړي، او له خطر سره د مخامخ افغانانو، ډاکټرانو او ټولو روغتیايي کارکوونکیو، روغتونونو، لابراتوارونو او په ملي روغتیايي ادارو کې د اړتیاوو د ملاتړ لپاره به مصرف شي. دغه پروژه به همدارنګه مرسته وکړي‌ څو په افغانستان کې د کووید-۱۹ (کرونا) د نوي‌ ویروس د پراخې شیوع او خپرېدو د احتمالي زیاتوالي په مهال د اړتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي‌ او د عامه پوهاوي په وده کې به هم اغېزمنه ونډه ترسره کړي.

د دې مالي مرستې څخه ۱۹،۴ میلیون ډالره یې د کووید-۱۹ (کرونا) ویروس په وړاندې د نړیوال بانک د اضطراري مرستو له ټولګې او ۸۱ میلیون ډالره یې د نړیوالي پراختیا ادارې لخوا چې له خورا بېوزله هیوادونو سره د نړیوال بانک ګروپ مرسته کوونکې څانګه ده، چمتو شوي‌ دی. ټاکل شوې چې دغه پروژه به د عامې روغتیا وزارت لخوا د ملګرو ملتونو سازمان له بېلابېلو ادارو او د صحتمندي پروژې تر چتر لاندې غیر دولتي موسسو سره په ګډه همغږۍ، تطبیق شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر رییس، هنري کرالي د دغې بیړنۍ مالي‌ مرستې د اعلان په اړه وايي: "نړیوال بانک ژمن دی څو په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شي او له ټولو هغه هڅو څخه چې په دې هېواد کې کووید-۱۹ (کرونا) ویروس سره د مقابلې په خاطر ترسره کېږي، ملاتړ وکړي. د اوسنۍ اضطراري مالي‌ مرستې په برابرولو سره تمه کېږي چې د افغانستان روغتیايي سیستم لا پیاوړی شي او په دې توګه د کووید-۱۹ ویروس له چټکې شیوع څخه مخنیوی وشي او خلکو ته ضروري صحي خدمات په وخت سره وړاندې شي. نړیوال بانک متعهد دی چې د افغانستان دولت او نورو پراختیايي همکارانو سره په ګډه همکارۍ د دغې حیاتي پروژې د موثر تطبیق لپاره اړین تدابیر عملي‌ کړي ترڅو د کووید-۱۹ (کرونا) منفي اغېزې په ټول هېواد کې راکمې کړ".

د کوید-۱۹ ویروس سره در نړیوال بانک مبارزه

د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د نړیوال بانک ګروپ لخوا د کرونا ویروس ( کووید -۱۹) په وړاندې د غبرګون د پیاوړتیا او مقابلې لپاره د وړیا مالي مرستې یوه بسته تصویب شوې چې له دې لارې به د کرونا ویروس د خپرېدو او شیوع د مخنیوي او د اخته ناروغانو د درملنې او ښه کېدو لپاره پراخ او دوام داره تدابیر عملي شي. په دغه بیړني ملاتړ کې مالي مرستې، د پالیسیو په جوړولو کې سلا مشورې او تخنیکي مرستې شاملې دي چې د دې ټول نیوونکې ناروغۍ د روغتیايي او اقتصادي اغېزو سره د مقابلې لپاره به په یو شمېر هیوادونو کې ولږول شي. همدارنګه د خصوصي شرکتونو د پانګونې او کاري فرصتونو د ملاتړ او ساتنې لپاره د نړیوالې مالي ادارې لخوا چې د نړیوال بانک د خصوصي‌ پراختیا څانګه بلل کېږي، د ۸ میلیارد امریکایي ډالره مالي مرستې د سپارلو ژمنه شوې ده. په ورته وخت کې د نړۍ په زیانمنونکو هېوادونو کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د بیا رغونې او پراختیا نړیوال بانک او د نړیوالې پراختیا ادارې ( د نړۍ له بې وزله هېوادونو سره د نړیوال بانک مرسته کوونکې څانګې) لخوا هم د ۶ میلیارد امریکايي ډالرو مرستې اعلام شوی ده. په دې دلیل چې د کرونا ویروس د شیوع له امله د نړۍ په کچه ډیر شمېر هېوادونه زیاتو مالي مرستو ته اړتیا لري، نړیوال بانک د راتلونکو ۱۵ میاشتو په بهیر کې په مجموعي توګه ۱۶۰ میلیارد ډالره مالي مرسته له بېوزلو خلکو او د سوداګرۍ او پانګونې څخه د ملاتړ لپاره او په مجموع کې د دغو هېوادونو د اقتصاد د ملاتړ لپاره برابروي.

Contacts

په واشنګتن کې:

ekaraban@worldbank.org
په واشنګتن کې:

په کابل کې:

infoafghanistan@worldbank.org
په کابل کې:

About The World Bank

The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.

col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
  • add-style

اړوند

lp-heading-bottom-medium

OMBC

Online Media Briefing Center (OMBC) news for accredited journalists
Sign In
https://media.worldbank.org/
Register
https://media.worldbank.org/user/register
secondary
white-btn