Skip to Main Navigation
publication 2018 مارچ 6

د نا امنیو سربیره، پرمختګ : په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې ښه والی

Image

په کندهار ولایت کې د ډاکتر ادام خان روغتیایي کلنیک

د رومي مشورتي شرکت / نړیوال بانک


په تیرو ۱۵ کلونو کې  د نا امنیو سربېره، د افغانستان دولت د روغتیا په سکتور کې یو شمیر د پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې، په تیره بیا د ښځو او ماشومانو د روغتیا او سلامتیا په برخه کې درلودلی . د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه  پرمختګ ته لاسرسۍ د یو شمیر نوښټونو او د دولت او نادولتي موسسو ترمنځ د یو مشارکتي ماډل پربنسټ ترلاسه شوي دي.

د "د نا امنیو سربیره، پرمختګ : په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې  ښه والی " رپوټ موندنې دا جوتوي چې د روغتیا په سکتور کې پرمختګونه په حقیقت کې د هیواد په ټولو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا او د میندو او ماشومانو لپاره د یو خوندي او پياوړي سیستم په رامنځته کولو پورې تړاو لري. دغه پرمختګونه  د امنو ولایتونو په پرتله په نا امنو سیمو کې ډیر په سترګو کیږي:

  •   تر ۵ کلنۍ ټیټ عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچه په هر ۱۰۰۰ ژوندیو ولادتونو کې، له ۱۳۷ پيښو څخه ۹۱ پيښو ټیټوالی موندلی، چې د مړینې دغه کچه ۳۴ سلنه کمښټ څرګندوي.
  •  د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو په بهیر کې د خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو د قد ټیټوالی، هرکال ۲ سلنه کمښټ لرلی، چې په دې برخه کې ترلاسه شوی پرمختګ د نورو هیوادونو د شمیرو په پرتله چې د نړیوال منځني حد له مخې په کال کې ۱.۳ سلنه دی، د ښکاره پرمختګ ښکارندوی دی.
  • در ۲۰۰۳ څخه نیولې تر ۲۰۱۰ کاله پورې د هیواد په یو شمیر مهمو سیمو کې چې هلته د امنیتي ګواښونو کچه پراخه وه، د روغتیا په سکتور کې د امنو سیمو په پرتله ډېر پرمختګ سوی دی.  وه . په دغو سیمو کې د روغتیايي ماهرینو له خوا د درملنه کیدونکو امیندوارو میندو شمیر ۳.۵ سلنه زیاتوالی موندلی دی او همداشان په هر کال کې د درملو په مټنه د امیندواری  څخه مخنیوی او د روغتیايي کارکوونکو په مرستې د ماشومانو زېږون، ۲ سلنه زیاتوالی موندلی دی.  که څه هم په عمومي ټوګه د میندو د روغتیا په برخه پرختګ لیدل کېږي خو د دغې پرمختګ کچه د ۲۰۱۰ زېږدیز کال راهیڅې پڅ شوی دی.

د یو نوښتګر سیستم پلي کول د افغانستان د روغتیا د سکتور د بریالیتوب یو له کلیدی لاملونو څخه ببل کېږي.

  • دولت د روغتیايي خدماتو لپاره مالي مرستې برابروي، په داسې حال کې چې نادولتي موسسې (NGOs) په لیرې پرتو او نا کراره سیمو کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو په لومړۍ لیکه کې دي. اوسمهال د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو 72 سلني موسسې افغانی موسسې دي.
  • همدارنګه د افغانستان دولت خپل څارنیز او لارښودونکې دنده  په یو شمیر کلیدي برخو، لکه د تخصص او ړونتیا له مخې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د ظرفیتونو او وړتیاوو پيژندل او برابرول، د درملو د ویش او برابرولو لپاره د یو قانوني چوکاټ رامنځته کول، د روغتیا په برخه کې د ملي کمپاینونو په لاره اچولو او د مالي مرستو برابرولو کې ترسره کوي.
  • د روغتیا په سکتور کې د ښځینه ماهرینو شمیر مخ په زیاتیدو دی. په دې توګه په کلیوالي سیمو کې د ښځو لپاره کاري فرصتونو ته لاسرسۍ زیات شوی او په پایله کې د هیواد په کچه روغتیايي سیستم پياوړي کیږي.

بشپړ رپوټ