Skip to Main Navigation
publication 2019 اګست 1

د افغانستان د ځايي معلوماتو ډېټابېس

Image

رومی سلا ورکونکې شرکت / نړیوال بانک



د نړیوال بانک ګروپ د نړیوالې بیوزلۍ او نابرابرۍ د برخې لخوا د افغانستان لپاره د ځایي معلوماتو یو ډېټابېس جوړ شوی، چې له معتبرو سرچينو او معلومات څخه په ګټه اخیستنې یې د ولایت او ولسوالۍ په کچه یو شمېر نقشې نندارې ته چمتو کړي دي. د دغه ډېټابېس د مطالبو په جوړښت کې له ځایي معلوماتو لکه د بېلابېلو سروې ګانو موندنې، جغرافیایي ځانګړنې او دولتي منابعو څخه ارقام او معلومات راټول شوي‌ او توحید شوي‌ دي.

د افغانستان غرنیزه جفرافیه او په دې هیوا کې د څو پرله پسې کلونو جګړو او ناخوالو له امله په کلیوالي سیمو کې خلکو ته خورا زیات زیانونه اوښتي‌ دي او ژوند شرایط پکې سخت شوي‌ دي. د افغانستان د ځایي معلوماتو ډېټابېس ګټه اخيستونکو ته دا امکان برابروي، چې د ولایت او ولسوالۍ په کچه ډاډمن او کره معلوماتو ته لاسرسي ومومي او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د نابرابرۍ بهیر ته په کتلو سره پراختیايی پروګرامونه طرح او له تطبیقي بهیر څخه یی هراړخیزه څارنه ترسره کړی.

د ځايي معلوماتو په دغه ډېټابېس کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه بېلابېلی نقشې او نندارې چمتو شوي‌ دي. د ولایت په کچه نقشې  د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د ډېټا او معلوماتو پر بنسټ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د جغرافیايي مشخصاتو پربنسټ د ۱۷۰ ټولنیزو او اقتصادي شاخصونو لپاره یو جامع انځور وړاندې کوي. په همدې توګه د ولسوالۍ په کچه ټولې هغه نقشې چې دې ډیټابېس کې چمتو شوي د افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې ۵۳ شاخصونه یې تر خپلې مطالعې لاندې نیولي. پر دې سربېره، له زماني تسلسل سره ولایتي نقشې، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۶ زېږدیز کلونو پورې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له پاره د ټولنیز او اقتصادي شاخصونو د پرتلې وړ بهیر برابروي.

د ځايي معلوماتو ډېټابېس په جوړښت کې له بېلابېلو عامه او اختصاصي منابعو څخه ګټه اخیستل شوې ده. په تیره بیا په افغانستان کې د ژوند وضعیت تر ټولو نوې سروې  (ALCS)، جغرافیايي ارقام او معلومات لکه Open Street Map او  NASA؛ او همدارنګه د Uppsala  له پوهنتون څخه د منازعاتو د برخې معلومات او ملګرو ملتونو سازمان له سرچینو څخه راغونډ شوي دي

د شاخصونو په اړه د ارزښت تخمین او محاسبه کې د نړیوال بانک کارکوونکو له عامه او پېرودل شویو سرچینو څخه استفاده کړې ده. له دې سره سره، هڅه شوې څو د دولتي ادارو رسمي معلومات او ارقام د دې نقشو او موندنو په تدوین کې منعکس شي. خو په ورته مهال دا احتمال هم شته چې له عینې ډيټا او معلوماتو څخه بېلابېل تعریفونه او فرضیې وړاندې شوي وي او په نسبي توګه ځينې توپیرونه په معلوماتو کې تر سترګو شي. په همدې ملحوظ ټولې منابع، معلومات او ډیټا چې د هر شاخص او نقشې په تعریف او تحلیل کې استفاده شوي، ورسره مل یې منبع او اړوند ډيټا هم ذکر شوي دي. د دې شاخصونو د جوړښت لپاره د پروګرامونو په اړه جزییات او همدا رنګه د بېلابیلو تعریفونو په اړه معلومات د تقاضا په صورت کې متقاضیانو ته په واک کې ورکول کېږي.

د ځايي معلوماتو ډېټابېس درې برخې لري:

۱)  د ولایت په کچه د نقشو نندارې، ۲۰۱۶ کال

۲)  د ولسوالی په کچه د نقشو نندارې، ۲۰۱۶ کال

۳)  له زماني تسلسل سره د ولایت په کچه د نقشو نندارې، ۲۰۰۷ – ۲۰۱۶ کلونه

هغه شاخصونه چې د ځايي معلوماتو ډېټابېس جوړوي د نفوس، فقر او نابرابرۍ، کرنه، غذایي خونديتوب، د کار بازار، زیربناوو او خدماتو ته لاسرسی، لوی اقتصاد، امنیتي ناخوالي او د مهاجرت په اړه معلومات پکې شاملېږي.

د ولایت او ولسوالۍ په کچه تعاملي نندارې او نقشې د افغانستان دولت، پراختیايي همکارانو او تحقیقي بنسټونو له پاره د ټولنیزو او اقتصادي شاخصونو په هکله ارزښتمن معلومات او منابع برابروي. د دې ډیتابېس له لارې ټول بنسټونه، موسسې او پالیسي‌ جوړونکې مراجع په ډیره آسانتیا سره کولۍ شي څو د افغانستان د اقتصادي پراختیا په وړاندې ټولې ستونزې او خنډونه وڅېړي او معلومات یې ترلاسه کړي. دا ډیتابېس په خورا آسانه توګه د معلوماتو او ارقامو په شریک کولو او او خپریدو کې ګټه اخیستونکو ته امکانات برابروي او په دې توګه پالیسي جوړونکو ادارو ته دا زمینه برابروي چې د اقتصادي پرمختګ او ودې لپاره اړین تدابیر طرح او مطلوب اقدامونه عملي‌ کړي.