Skip to Main Navigation
ویډیو2018 اکتوبر 17

څنګه په افغانستان کې د تیر یوه لسیزی د لاسته راوړنې او تللې فرصتونو څخه زدکړو

څرنګه چې د اکتوبر ۱۷ د فقر د ختمېدو د ورځې له نړیوالې ورځې سره سمون لري، نو غوره به وي چې په تېره لسیزه کې د افغانستان اقتصادي ودې بهیر ته یوه ځغلنده کتنه ولرو. له ۲۰۰۱ زېږدیز کاله تر ۲۰۱۴ کاله پورې افغانستان د پام وړ اقتصادي وده تجربه کړه. خو هغه مهال چې د امنیتي اوضاع د زیات خرابوالي او د اقتصادي فعالیتونو د رُکود له امله په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان اقتصادي وده په چټکۍ سره را ټیټه شوه، د خلکو عواید، اقتصادی فعالیتونو او د کارموندنې فرصتونو کچې هم خورا راټیټه شوه، چې دغه کمښټ په تیره بیا هغو کسانو تجربه کړ، چې د یوې لسیزې څخه راپدېخوا يي ډېر عواید ترلاسه کول. خو له بده مرغه نن د هر دوه افغانانو ترمینځ، یو تن یې د فقر د کرښي لاندې ژوند کوي. اړتیا لیدل کېږي چې نوې اقتصادي وده د ټولو خلکو په ژوند اغیز وکړي او په یو شمېر مهمو سکتورونو کې د انډولیزه او عادلانه پانګه اچونې له لارې خلکو ته د کارموندنې او زیاتو عوایدو د ترلاسه کولو آسانتیاوې برابرې کړي.