Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2021 دسمبر 10

په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۲۸۰ میلیون ډالرو د انتقال په هکله د افغانستان د بیارغونې صندوق د تمویلوونکو د پریکړې په اړه خبري اعلامیه

د ۲۰۲۱ کال د دسامبر ۱۰مه: نن د افغانستان د بیارغونې صندوق پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۱ د ډسمبر تر پایه پورې دې د افغانستان د بیارغونې صندوق ۲۸۰ میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) او د نړۍ خوراکي سازمان ته انتقال کړي. دغه پرېکړه، په دې کړکیچنو شرایطو کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د افغانستان د بیارغونې صندوق له پاتې برخې پیسو څخه د مجددې استفادې په لاره کې لومړی ګام دی.

یونیسف او د نړۍ خوراکي سازمان په افغانستان کې حضور لري او د دغه مالي مرستې د استفادې لپاره لوجستیکي ظرفیت لري. دغه دواړه سازمانونه به دا پیسې د خپلو شتو پروګرامونو د مالي تشې د ډکولو لپاره وکاروي چې صحي او خوراکي خدمتونه له خپلو پالیسیو او پروسیجرونو سره سم، نېغ په نېغه د افغانستان وګړو ته ورسوي.

یونیسف به ۱۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي چې د نړیوال روغتیايي سازمان په ملتیا په صحتمندي پروګرام او د روغتیا په برخه کې د فعالو عرضه کوونکو بنسټونو له لارې به اساسي صحي خدمتونه افغانانو ته برابر کړي. د نړۍ خوراکي سازمان به ۱۸۰ میلیونه ډالر د دې لپاره ترلاسه کړي چې په هېواد کې د غذايي خوندیتوب ترڅنګ د خوراکي توکو په برابرولو کې آسانتیاوې برابرې کړي. د افغانستان د بیارغونې صندوق دغه پیسې به یونیسف په دې قادر کړي چې ۱۲.۵ میلیونه وګړو ته اساسي صحي خدمتونه برابر او یو میلیون کسانو ته واکسین تطبیق کړي. همدارنګه، د نړۍ خوراکي سازمان به وتوانېږي چې ۲.۷ میلیونه وګړو ته خوراکي مرستې او ۸۴۰ زره میندو او ماشومانو ته د سالمې تغذي مرستې برابرې کړي.

د نړیوال بانک مدیره پلاوي په تېره اونۍ کې یې له دغې تګلارې ملاتړ وکړ. نړیوال بانک به د افغانستان د بیارغونې صندوق له مرسته کوونکو سره کار وکړي څو د نوموړي صندوق لا زیاتې مالي مرستې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره آزادې کړي.

.


اړیکه

دیوید تایس
(202) 458-8626
dtheis@worldbank.org
Api
Api