col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-8
col-lg-8
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-7
col-lg-7
  • add-style
  • font-medium
  • lp-body-content

واشنګټن، د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۲- نړیوال بانک نن لومړنیو او ثانوي زده‌کړو ته د افغان ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسري د زیاتوالي لپاره ۲۵ میلیونه ډالره اضافي مالي مرسته تصویب کړه. دغه بلا عوضه نوې مالي مرسته چې له زده‌کړو سره د همکارۍ د نړیوال پروګرام له لارې کېږي، له اقراء پروژې سره به د سلو نویو ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړي. همدا رنګه دغه مرسته به د زده‌کړو د سطحې د لوړوالي، ښوونې او روزنې ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسرسي د زیاتوالي، د ښوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د ملاتړ او په سیمه‌ییزه کچه د پوهنیزو پروګرامونو د کیفیت د لوړاوي لپاره ولګېږي.

له اقراء پروژې نه نړیواله پراختیا اداره، چې له خورا بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک ګروپ د مالي مرستو د تیارولو یوه څانګه ده، ملاتړ کوي. همدا ډول له دې پروژې سره د افغانستان د بیا رغونې صندوق او د زده‌کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام، چې مخ په ودې هېوادونو کې د تعلیمي سېسټمونو د پیاوړتیا څو اړخیز پروګرام دی، مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک دفتر رییس، هېنري کرالي په دې اړه وایي:” افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د زده‌کړو د سطحې د لوړوالي په برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي، سره له دې په دې هېواد کې ۳،۵ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي او د افغانستان په سطحه نیمایي ښوونځي مناسب تعلیمي بنسټونه نه لري. دغه بلاعوضه مالي مرسته به له افغان دولت سره مرسته وکړي چې د ښونې او روزنې یو مطلوب محیط رامنځته کړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې زیات ماشومان ښوونځي کې شامل کړي”.

د زده‌کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام اجرایوی مشره، آلیس البرایت وايي:” د نجونو په پوهنې پانګونه یو خورا اغېزمن ګام دئ چې یو هېواد یې ترسره کولی شي. د نجونو لپاره د زده‌کړو د دې لامل کېږي څو اقتصاد وده وکړي، د ماشومانو د مرګ او مړینې پېښې مهار شي او د هغوی د تعذیې په برخه کې‌ ښه والی راشي”. نوموړې د خپلو په دوام زیاتوي:” د زده‌کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام ژمن دئ څو په خورا زیانمنونکو سیمو کې د میلیونونو نجونو او هلکانو لپاره ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره کړی او په دې برخه خپلو مرستو ته دوام ورکړی”.

افغانستان په تېره یوه لسیزه کې، زده‌کړو ته د لاسرسي د زیاتوالي په برخه کې پیاوړي ګامونه اخیستي دي، خو اوس هم داسې یو هېواد دی چې زیات شمېر له زده‌کړو محروم ماشومان لري. نړیوال بانک او ټول پرمختیایي شریکان ژمن دي چې افغان دولت سره زده‌کړو ته د لاسرسي د زیاتوالي او د کیفیت د ښه‌والي په برخه کې همکاري وکړي.

د زده‌کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام په هکله

د زده‌کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام د نړۍ لخوا د تعلیمي بحران د پای ته رسولو لپاره یو ګډ تعهد او ژمنه بلل کېږي. موږ بېلابېل پراختیايي شریکان او وجهي صندوقونو سره کار کوو څو د نړۍ ۹۰ بې وزله او اړمنو هېوادونو سره د پوهنې سیستم په بنسټیز تحول کې مرسته وکړو، ترڅو هر نجنئ او هلک وشي کولای لوړ کیفیت لرونکو روزنیزو فرصتونو ته په لاسرسي‌ سره خپل بالقوه ظرفیتونو ته وده ورکړي او د خپلو هېوادونو په بیا رغولو او پرمختګ کې خپله وجیبه ترسره کړي.

Contacts

یین داینگون

ydoignon@worldbank.org
په واشنګتن کې:

تامارا کمار

tkummer@globalpartnership.org
+33 7 82 26 07 18

په کابل کې:

infoafghanistan@worldbank.org
په کابل کې:

About The World Bank

The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.

col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
  • add-style

اړوند

lp-heading-bottom-medium

OMBC

Online Media Briefing Center (OMBC) news for accredited journalists
Sign In
https://media.worldbank.org/
Register
https://media.worldbank.org/user/register
secondary
white-btn