Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2021 فبروري 16

په کليوالي سیمو کې د غذايي خوندیتوب ښه کولو او وچکالۍ او کرونا د اغېزو کمولو لپاره نوې مالي مرسته منظوره شوه

واشنګټن، د دلوې ۲۸ مه،‌ ۱۳۹۹— د نړیوال بانک اجرائيوي بورډ نن له وچکالۍ او کوويډ-۱۹ ځپلو افغانانو سره د منظمو او نقدي مرستو او د دوی د خوړو او غذایی خوندیتوب د پياوړتیا په موخه د نړيوالې پراختيا ادارې ۹۷.۵ ډالره وړیا مرسته منظوره کړه.‌ له دې مالي مرستې څخه به د وچکالۍ د بېړنۍ خبرونې او ځواب ورکونې سیستم په جوړولو کې هم ګټه واخیستل شي.

دا وړيا مالي مرسته به د وچکالۍ د بېړنۍ خبرونې، بېړني لګښت او بېړني ځواب (انعطاف) پروژه تمويل کړي. دا پروژه به د منظمو بشري مرستو هڅې پياوړي کړي او په ۷۸ ولسواليو کې به ۲.۲ میلیونو وګړو ته چې وچکالۍ او لوږې ځپلي نقدې مرستې او د کار په بدل کې پیسې ورسوي. دا پروژه به د مستحقو کورنيو د تقويې لپاره دوی ته منظمې مالي مرستې برابرې کړي،‌ او د هېواد په ګوټ ګوټ کې به تر وچکالۍ وړاندې او وروسته د مرستو کچه لوړه بوزي. دا به افغان حکومت هم د دې جوګه کړي چې د هوا حالاتو، اوبو او اقلیم په اړه مهم معلوماتي خدمات وړاندې کړي، خلک وار له مخه له طبیعي پېښو خبر کړي او په کلیوالي کچه د ناورينونو پر وړاندې چمتووالی پياوړی کړي.

د نړيوالې پراختيا ادارې دا وړيا مرسته د افغانستان د بيارغونې صندوق له ۱۱۵ میلیونه ډالرو، د نړيوال ګواښ د تمويل صندوق له ۸ میلیونه ډالرو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د آسيا د انعطاف د څو اړخيز وجهی صندوق له ۲ میلیونه ډالرو وړيا مرستې سره يوځای لګول کېږي.

"افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقليم بدلون او طبيعي ناورینونو ډېر ځپلی او لا يې تر ګواښ لاندی دی، او د دې ننګونو پر وړاندې د ځواب د يوه کمزوري سیستم شتون يې حالت نور هم زیانمنونکی کړی دی،" دا خبره په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هېنري کرالي وکړه، او زیاته یې کړه: "دا نوې مالي مرسته به افغان دولت ته د دې وړتيا ورکړي چې د وچکالۍ اغېزې چې میلیونونه افغانان يې بېځايه او بېوزلۍ ته ورټېله کړي، راکمې کړي. له افغانو کلیوالي کورنيو سره د دې پروژې په مرسته به په ټول هیواد کې د بېوزلۍ کچه راټيټه او اقتصادي وضعيت بېرته ورغول شي."

افغانستان د سختو او تکرارېدونکو وچکاليو تر ګواښ لاندی دی، چې پدې هېواد کې اقتصادي وده او ثبات ټکنی کوي. طبيعي ناورینونه د کليوالي افغانانو د بېځايه کېدنې، بېوزلۍ او لوږې سبب شوي، چې د کوويډ-۱۹ خپرېدو دا حالت نور هم خراب کړی. کلیوالي کورنۍ چې د غلې له پلوه په للمي او وچکالۍ ځپلو سیمو کې پر کرنې تکيه دي تر نورو ډېرې د خوړو د کموالی او لوږې تر ګواښ لاندې دي.

د شخړو، تاوتریخوالي او نازک حالت په اړه د نړیوال بانک گروپ له ستراتېژۍ سره سم، هغه پانگونې چې په دې پروژه کې شاملې دي، په دې لټه کې به وي چې د نازک حالت د اساسي علتونو په سپړلو سره، دا عوامل را کم کړي او همدرانگه د هغو بنسټونو د تقویې هڅه به وکړي چې له نازک حالت څخه د هېواد د را ایستلو لپاره ضروري دي.

دا پروژه به د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت لخوا پلې شي او په مرسته به يې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د بېړنيو فعالیتونو ملي مرکز پياوړي شي. د دې ترڅنګ به د طبیعې پېښو د خطرونو د مدیريت لپاره د منابعو يو مرکز هم د وزارت په چوکاټ کې پرانیستل شي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2021

اړیکه

په واشنګتن کې:
ین دوینګون
ydoignon@worldbank.org
Api
Api