col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-8
col-lg-8
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-7
col-lg-7
  • add-style
  • font-medium
  • lp-body-content

واشنګټن، د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ ۲۲مه– د نړیوال بانک مدیره پلاوي د نړیوالې پراختیا ادارې لپاره، چې د نړۍ له ترټولو بېوزله هیوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو د چمتو کولو څانګه ده، نن له افغانستان سره د ۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بلاعوضه مالي مرستو دوې بستې تصویب کړې.دا مرسته د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق د ۳۹۳ میلیون ډالري بستې یوه برخه رانغاړي چې د کوویډ-۱۹ د منفي اغېزو د کموالي، او پاکو اوبوته د لاسرسي، حفظ الصحې او عامه خدمتونو د پیاوړتیا په موخه به مصرف شي.

د کوویډ-۱۹ ویروس خپرېدل په افغانستان کې د جدي اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوې دي. په داسې حال کې چې د افغانستان خلک د دغه ویروس له خپرېدو او جګړې سره په دوامداره توګه مخ دي، ډېری کورنۍ چې پر ورځنۍ ګټه (ورځنيو کارونو) تکیه کوي د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې او روغتیايي خدمتونو ته لږ یا هیڅ لاسرسی نه لري.

د نړیوال بانک دغه ۸۵ میلیونه ډالره مرسته د افغانستان د بیارغونې صندوق د تازه مرستو د بستو یوه برخه ده چې نړیوال بانک یې د ۳۴ هیوادونو او نړیوالو مرستندویه ادارو په استازیتوب مدیریت پر غاړه لري. د مالي مرستو ددغو بستو جزییات په لاندي توګه دي:

  • ۵۰ میلیونه ډالره مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې او په افغانستان کې د جوړښتي مرستو د چمتو کولو د پروژې لپاره. ددغې مالي مرستې ټولټال ارزښت، د افغانستان د بیارغونې د صندوق ۱۵۰ میلیونه ډالره مرستې په شمول، ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دغه پروژه به په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې له خلکو سره مرسته وکړي چې د څښاک اوبو ته لاسرسی ومومي، او د اوبورسونې کیفیت لوړ شي. پر دې سربېره به دغه پروژه د افغانستان د اوبو رسونې او ښاري کانالیزاسیون شرکت د ظرفیت د پیاوړتیا لامل شي، او په دې توګه به دا دولتي شرکت وکولای شي چې پایښت لرونکي خدمتونه وړاندي کړي او د کرونا د منفي اغېزو د مدیریت په ملي هلو- ځلو کې ونډه واخلي.
  • ۳۵ میلیونه ډالره بلاعوضه مالي مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا د افغانستان د ولسي تړون د ملي پروګرام لپاره. د دغې مالي مرستې ټولټال ارزښت ۱۹۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې ۱۵۸ یې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له خوا ورکول کېږي. د دغې پروژې موخه بنسټیزو جوړښتونو ته د خلکو لاسرسی، بېړنۍ مرستې، او د کلیو او ښارونو وګړو ته د سیمه یزو پراختیايي شوراګانو د پیاوړتیا له لارې د ټولنیزو خدمتونو وړاندي کول ده. د دې تازه مرستې په مټ به د افغانستان ولسي تړون پروژه د دغه هیواد ۱۰ نور ښارونه د خپلو خدمتونو تر پوښښ لاندي راولي. یاده پروژه به همداشان په زیانمنو شویو سیمو کې د کوويډ-۱۹ د کړکېچ پر وړاندي د مبارزې په برخه کې خپلو چارو ته دوام ورکړي او کوچیانو ته به اړینې مرستې چمتو کړي. د دې ترڅنګ به د ولسي تړون ملي پروګرام د خپلو سیمه یزو پروژو له لارې کاري فرصتونه رامنځته کړي، او د جنسیتي برابرۍ د ودې او پیاوړتیا فعالیت ته به دوام ورکوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر هینري کرالي وايي: "پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی د کرونا پر وړاندي د مبارزې په برخه کې له بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي. تمه کېږي چې په افغانستان کې د پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیز ملاتړ پروژې لخوا به دا نوې مالي مرسته افغانانو ته د بنسټیزو روغتیايي مرستو او، اوبو ته د لاسرسي په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي. پر دې سربېره د افغانستان د ولسي تړون پروژې لپاره به دغه اضافي مالي مرسته بنسټیزو خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي په برخه کې د یاد پروګرام د وروستیو کلونو د پام وړ لاسته راوړنې ځواکمنې کړي".

د افغانستان د پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیز ملاتړ پروژه به په دې هېواد کې د اوبو رسونې او ښاري کانالیزاسیون د شرکت له خوا پلې شي. دغه پروژه به په کابل، کندهار، او هرات ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپراوي په ترڅ کې د اوبو رسونې د پروژو په پیاوړتیا کې د افغانستان له دولت سره مرسته وکړي. همداشان دا پروژه د دې لامل کېږي چې د افغانستان د اوبو رسونې او ښاري کانالیزاسیون شرکت وکولای شي په اوږدمهال کې د اوبو رسونې د خدمتونو په برخه کې خپله وړتیا او کړنې غښتلي کړي. له بله پلوه دغه پروژه به د افغانستان په سترو ښارونو کې د اوبو رسونې د اوږدمهالو ننګونو د تشخیص او د هغوی ته د حل لارو چارو په برخه کې هم مرسته وکړي. د دغې پروژې یوه عمده برخه په کندهار کې د اوبو رسونې د بنسټ جوړونې په برخه کې له پانګه اچونې سره تړاو لري، تر څو وکولای شي چې هلته تر ځمکې لاندي اوبو د را ایستلو لړۍ بنده شي او د روغتیا له پلوه ډاډمنو او مناسبو اوبو ته د خلکو لاسرسی تضمین شي. د افغانستان د پاکو اوبو، حفظ الصحې او بنسټیز ملاتړ پروژه له هغو لومړنیو پروژو څخه یوه ده چې ټاکل شوې ده په راتلونکو ۱۲ کلونو کې د روغتیا له پلوه ډاډمنو اوبو ته د افغانانو د لاسرسي د ودې په موخه پلي شي.

د افغانستان د ولسي تړون ملي پروګرام د بېلابېلو وزارتونو ترمنځ یو له هغو پروګرامونو څخه دی چې د بنسټیزو خدمتونو د ملاتړ په موخه سیمه یزو پراختیايي شوراګانو ته مالي مرستې چمتو کوي. دغه مرستې د هغو حد اقل مرستو د بستو یوه برخه ده چې دولت ژمن دی څو د افغانستان خلکو ته یې وړاندي کړي. د ولسي تړون پروژه د ولسي تړون د ملي پروګرام د لومړي پړاو ملاتړ کوي چې ده چې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې یې خپلې رسمي چارې او فعالیتونه په پراخه توګه پیل کړل. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالو سیمو کې د ولسي تړون د پروګرام پلي کونکی دی، په داسي حال کې چې د سیمه یزو ارګانونو خپلواکه اداره په هرات، جلال آباد، کندهار او مزارشریف کې ددغه پروګرام د تطبیق مسوولیت پر غاړه لري.

- - - - - - - - - - - - - - - - - - - - - - -

د کرونا پر وړاندي د نړیوال بانک ګروپ د غبرګون پروګرام: د نړیوال بانک ګروپ چې له مخ پر ودې هیوادونو سره د مرستې او خبراوي په برخه کې د نړیوالو مرستو د مالي‌ منابعو یوه تر ټولو ستره سرچینه ده، له مخ پر ودې هیوادونو سره د کوويډ-۱۹ پر وړاندي د مبارزې په برخه کې د هغوی د پلانونو له پیاوړتیا سره د مرستې په موخه د پراخو او چټکو چارو د ترسره کېدو هوډ لري. نړیوال بانک د عامې روغتیا په برخه کې د هڅو او ابتکاراتو ننګه کوي، زیانمنېدونکو سیمو ته د روغتیايي تجهیزاتو او سرچینو د رسېدو په برخه کې ډاډ ترلاسه کوي، او د کرونا وبا په ترڅ کې له خصوصي سکټور سره د کسب و کارونو او دندو د دوام او خوندیتوب په برخه کې مرسته او کار کوي. نړیوال بانک به له ۱۰۰ څخه په ډېرو هیوادونو کې له بېوزلو او زیانمنېدونکو وګړو سره د مرستې، د کسب و کارونو د ملاتړ، او د اقتصادي ودې د بهیر د پیاوړتیا په موخه حداکثر ۱۶۰ میلیارډه ډالره مالي مرسته د ۱۵ میاشتو په ترڅ کې یادو هیوادونو ته واستوي. په دغو مرستو کې به ۵۰ میلیارډه ډالر د نړیوالې پراختیا ادارې له تازه سرچینو څخه وي چې د بلاعوضه مرستو او سترو پورونو له لارې به چمتو کړل شي.

Contacts

ین دوینګنن

ydoignon@worldbank.org
په واشنګتن کې:

په کابل کې:

infoafghanistan@worldbank.org
په کابل کې:

About The World Bank

The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.

col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
  • add-style

اړوند

lp-heading-bottom-medium

OMBC

Online Media Briefing Center (OMBC) news for accredited journalists
Sign In
https://media.worldbank.org/
Register
https://media.worldbank.org/user/register
secondary
white-btn