Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2020 اګست 4

له افغانستان سره نوې وړيا مالي مرستې به پر بې وزلو کورنيو د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ اغېزې کمې او غذايي خوندیتوب پياوړی کړی

  واشنګټن، د ۱۳۹۹ کال د زمري ۱۴ مه— نن د نړیوال بانک اجرایوي ډلې له نړيوالې پراختيا ادارې څخه د ۲۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د دوه بېلو وړيا مالي مرستو ټولګه منظوره کړه. دا مرستې به په افغانستان کې پر بې وزلو کورنيو د کوويډ-۱۹ وبا اقتصادي اغېزې کمې کړي، د مهمو خوراکي توکو د رسولو چارې به ګړندۍ کړي او کروندګرو ته به بېړنۍ مرستې ورسوي.

په دې مالي ټولګه کې لاندې شاملې دي:

  • پر افغان کورنيو او ټولنې د کوويډ - ۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژې د تمويل لپاره ۲۸۰ میلیونه امريکايي ډالر وړيا مرسته. د دې مالي مرستې ۱۵۵ میلیونه ډالر د نړیوالې پراختيا ادارې، چې د نړۍ د خورا بېوزله هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مالي مرستو صندوق دی، او پاتې ۱۲۵ میلیونه ډالر د افغانستان د بیارغونې صندوق، چې نړيوال بانک يې د ۳۴ بسپنه ورکوونکيو په استازۍ د چارو مديريت کوي، لخوا برابرېږي. دا پروژه به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان کورنيو ته مرستې ورسوي. پر افغان کورنيو او ټولنې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژه به د ولسي تړون د ملي پروګرام تر چتر لاندې د يوې ورته پروژې هڅې پياوړې کړي. تمه ده چې دواړه پروژې به په ګډه د هېواد ۹۰ سلنه اړې او بې وزلې کورنۍ د ”ملي دسترخوان“ پروګرام په چوکاټ کې تر پوښښ لاندې ونيسي، او شاوخوا ۴.۱ میلیونه هغه کورنۍ چې ورځنی عايد يې دوه ډالر او يا تر هغې ښکته دی ګټمنې کړي.
  • د کرنې او خوراکي توکو رسولو بېړنۍ پروژې د تمويل لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالر وړیا مرسته. د دې مالي مرستې ۵۵ ميليونه ډالر د نړيوالې پراختيا ادارې او پاتې ۴۵ ميليونه ډالر د افغانستان د بيارغونې صندوق لخوا برابرېږي. د دې پروژې موخه د خوراکي توکو د محلي توليد زياتول او د مهمو سوداګريزو خوراکي توکو، لکه د غنمو چې د ۷۰ سلنه افغانانانو اساسي خواړه جوړوي، د رسولو کچه لوړول دي، چې په مرسته به يې د خوړو خوندیتوب پياوړی شي. همدا راز به دا پروژه په کلیوالو سیمو کې د زېربناوو، ‌لکه اوبولګولو سیستمونو، د جوړولو له لارې خلکو ته د لنډمهالو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي. په کلیوالو سیمو کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د مخنيوي هڅو کرنه ټکنۍ کړې، چې له امله يې کروندګرو پخپل وخت خپلې ځمکې ونشوای کرلې. دا په داسې حال کې ده چې په ښاري سيمو کې د خوړو نرخونه د خوراکي موادو په رسونه کې د بېړني کمښت له امله په لوړېدو دي.

”د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له امله د میلیونونو افغان کورنيو ژوند ډېر خراب شوی دی،“ د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس هنري کرالي وويل. هغه زياته کړه، ”دغه مالي مرستې به افغان دولت د دې جوګه کړي چې د ډېری افغان کورنيو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او دا باوري کړي چې افغان کروندګر د خوراکي توکو توليدولو ته په داسې حال کې ادامه ورکړي چې واردات او صادرات له جدي ګواښ سره مخ دي.‌ له دې سره به اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي او د کليوالي سيمو خلکو ته به کاري زمينې برابرې شي.“

پر افغان کورنيو او ټولنې د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژه به د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت، د سیمییزو ارګانونو خپلواکې اداره او کابل ښاروالي په ګډه پلې کوي. د دې پروژې له لارې به کليوالي پراختيايي شوراګانو ته وړيا مالي مرستې برابرېږي چې پخپلو سيمو کې پرې اړو کورنيو ته خواړه او د روغتيا ساتنې کڅوړې وپېرې. دا شوراګانې به له محلي عمده او پرچون پلورونکو د خوراکي توکو او روغتیايي کڅوړې په پېرلو کوچني ځايي کاروبارونه پياوړې کړي. دغه نوې مالي مرسته به له افغان دولت سره مرسته وکړي چې د ولسي تړون د ملي پروګرام تر چتر لاندې د کليوالي پراختیايي شوراګانو له لارې ټولنیز خدمتونه وغځوي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې به پر کورنيو د دې وبا بېړنۍ اغېزې راکمې کړي.

د کرنې او خوراکي توکو رسولو  پروزه به، چې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت لخوا پلې کېږي، د غنمو تخم د بېړني وېش لړۍ پیل کړي، او کوچنيو او منځنيو کاروبارونو ته به تخنيکي مرستې برابرې کړي چې د خوراکي توکو رسولو پر وړاندې خنډونه هوار کړي. دا پروژه به په کلیوالو سیمو  کې خلکو ته د کار لنډمهاله فرصتونه هم برابر کړي، چې دا به د کوويډ-۱۹ خيريه هڅې پياوړې کړي.

د ولسي تړون د ملي پروګرام موخه د پياوړو شويو کليوالي/ښاري پراختيايي‌ شوراګانو له لارې د کليوالي او ښاري سيمو د بنسټيزو زېربناوو  جوړول او خلکو ته د ټولنيزو خدمتونو رسول دي. د ولسي تړون پروګرام يوه بين الوزارتي هڅه ده چې کليوالي/ښاري پراختيايي شوراګانو ته د لومړنيو خدمتونو د ملاتړ لپاره وړيا مالي مرستې برابروي. په کليوالي سيمو کې د دې پروګرام د پلي کولو مسووليت د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت پر غاړه دی، او په څلورو لويو ښارونو: جلال اباد، کندهار، مزارشریف او هرات کې دا پروګرام د سیمییزو ارګانونو خپلواکه اداره پر مخ بيايي.

د کوويډ-۱۹ پر وړاندې د نړيوال بانک ځواب: نړیوال بانک، چې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي ملاتړ او معلوماتو يوه ستره سرچینه ده، پراخ او ګړندي ګامونه اخلي چې د دې وبا پر وړاندې د مخ پر ودې هېوادونو غبرګون پياوړی کړي. نړیوال بانک د عامې روغتيا د هڅو ملاتړ کوي، د مهمو وسايلو او تجهیزاتو رسونه باوري کوي او له خصوصي سکتور سره مرسته کوي چې خپل فعاليتونه جاري وساتي او دندې خوندي کړي. نړيوال بانک په پام کې لري چې د ۱۵ میاشتو په بهير کې کې د نړۍ له ۱۰۰ زياتو هېوادونو ته ۱۶۰ میلیارده ډالر مالي مرسته ورسوي چې خپل بېوزله او زیانمنونکي خلک وژغوري، کاروبارونه پياوړي کړي، او خپل اقتصادونه بېرته وغوړوي. په دې مرستو کې د نړيوالې پراختيا ادارې ۵۰ ميليارده ډالر نوې مرستې، چې د وړيا مالي مرستو او ارزانه پورونو په بڼه ورکول کېږي، شاملې دي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2020

اړیکه

په واشنګتن کې:
دیانا چنگ
dchung1@worldbank.org
Api
Api