Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2020 جنوري 16

د جنوبي آسیا لپاره د نړيوال بانک مرستیال له افغانستان څخه د ليدنې پر مهال له دې هېواد سره د نړيوال بانک د مرستو پر دوام ټینګار وکړ


د سلواغې ۲۴مه نېټه؛ ۱۳۹۸ لمریز کال – هارتویک شېفر، د جنوبي آسیا لپاره د نړيوال بانک مرستیال افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر نن پای ته ورساوه. افغانستان ته د نوموړي سفر موخه د دې هېواد د اقتصادي وضعيت په اړه بحث او خبرې اترې او د پراختيايي پروژو په پلي کولو کې د پرمختګ څرنګوالی او همدارنګه د اقتصادي ځان بساينې پر لور له دغه هيواد څخه د نړيوال بانک پر ملاتړ ټينګار، بلل شوی دی.

د جنوبي آسیا له پاره د نړيوال بانک مرستیال د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهور رییس محمد اشرف غني، اجراييه رییس ښاغلي عبدالله عبدالله، د ماليې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي همايون قيومي او په افغانستان کې د پراختيايي او نړيوالې ټولنې استازو سره لیدلي او خبرې اترې يې کړي دي.

د دغو کتنو پر مهال ښاغلي شېفر د یو لړ لارو چارو پر ارزونې خبرې اترې وکړې، چې پر بنسټ به يې دولت وکولی شي، چې له طالبانو سره تر یوې سیاسي احتمالي هوکړې وروسته د پراختيايي پروژو پلي کولو او د خدمتونو وړاندې کولو ته د پخوا په څېر ادامه ورکړي.

"د افغانستان د سیاسي تاريخ په دغه حساس پړاو کې، د سیاسي هوکړې د لا ټينګښت او پايښت لپار افغانستان تر بل هر وخت د دولت له خوا د دوامداره خدمتونو وړاندې کولو، اقتصادي ودې او د کارموندنې فرصتونو برابرولو ته ډېره اړتیا لري.“ د جنوبي آسیا لپاره د نړيوال بانک مرستیال، ښاغلي هارتویک شېفر، د دې موضوع په څرګندولو سره وویل: ”زه یو وار بیا د نړيوال بانک پر اوږمهالې ژمنې ټينګار کوم، چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ به درېږدي، او د دغه هیواد د اقتصادي بهیر له پرمختګ او ځان بساينې څخه به ملاتړ کوي. موږ به له نړيوالې ټولنې سره یو ځای کار وکړو، ترڅو له افغانستان سره د هغوی د مالي مرستو د دوام په اړه ډاډمن شو."

همدرانګه، د نړيوال بانک مرستیال د افغانستان له نړیوالو شریکانو سره په کتنه کې د افغانستان د بیارغونې صندوق د راتلونکي بوديجې د تامينولو پر څرنګوالي، د مرستندویو هيوادونو د وزیرانو د راتلونکي کنفرانس د جوړېدو پر مقدماتي موضوع ګانو خبرې وکړې، چې پکې افغانستان او پراختيايي شريکان يې د افغانستان له پرمختګ څخه د ملاتړ په موخه د نړيوالو مرستو پر دوام پرېکړه کوي. دغه کنفرانس یو وار بیا د افغانستان دولت ته يو غوره فرصت برابروي، چې له نړيوالې ټولنې سره یو مهم او سرنوشت ټاکونکي بحث ته کېني، چې له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي؛ ځکه د نړيوالې ټولنې شته مالي مرستې د ۲۰۲۰ زېږديز کال په پای کې پای ته رسېږي.

که څه هم په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د افغانستان دولت د عوايدو د زیاتوالی کچه، چې ۲،۵ میلیارده ډالرو ته ورسېده، د اقتصادي ځان بساينې په لور یو پرمختګ بلل کېدای شي؛ خو پر دې سربېره به افغانستان بیا هم په منځ مهال وخت کې د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو پر دوام تړلی وي، ځکه د کورنيو عوايدو کچه او د خصوصي سکټور فعالیتونه د دولت د لګښتونو د تامينولو لپاره بسنه نه کوي.

د راتلونکو کلونو په اوږدو کې؛ د افغانستان دولت په کليدي برخو لکه روغتيا او زده کړو په برخه کې د عامه خدماتو د وړاندې کولو په موخه او د خصوصي سکټور پر بالقوه وړتياوو د پانګونې په پار د نړيوالې ټولنې د مالي مرستو دوام ته په قطعي توګه اړتیا لري، چې پر بنسټ يې د افغانستان د اقتصادي ودې بهیر چټک شي او د وخت په تېرېدو پر نړيوالو مالي مرستو د افغانستان اتکا کمه شي. له بلې خوا؛ په کليوالو سیمو کې له ټولنیزو پراختيايی پروژو څخه ملاتړ او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول کولی شي له طالبانو سره د هر ډول احتمالي سياسي هوکړې د ساتنې او پايښت لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

په افغانستان کې د نړيوال بانک ګروپ د فعاليتونو په اړه لنډ جزييات:

د نړیوال بانک ګروپ په افغانستان کې خپلې ټولې پروژې او پراختيايي فعالیتونه د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ زېږدیز کلونو لپاره د هيوادني مشارکت چوکاټ او د افغانستان د پرمختیا او سولې ملي‌ چوکاټ سره په سمون او همغږۍ کې عملي کوي. د افغانستان د بیا رغونې صندوق، چې د افغانستان دولت او نړيوالې ټولنې د ګډې همکارۍ محصول دی او د افغانستان د ملي بوديجې ستر ملاتړ کوونکی بلل کېږي، د نړيوال بانک له خوا اداره کېږي. د افغانستان د بیا رغونې صندوق د یوه درې کلن ملاتړې چوکاټ مطابق افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې مالي مرستې برابروي. د افغانستان د بیا رغونې صندوق او نړيواله پراختيايي اداره؛ چې تر ټولو بې وزله هيوادونو ته د نړیوال بانک د مرستو برابرولو یوه څانګه ده؛ د افغانستان دولت ته هر کال څه باندې ۱ میلیارد امریکايي ډالره وړیا مالي مرسته برابروي.

پر دې سر بېره؛ له افغانستان سره د نړيوالې مالي ادارې مجموعي ژمنې او پانګونې، چې د خصوصي سکټور له پراختيا څخه د نړيوال بانک د ملاتړ یوه څانګه ده؛ څه باندې ۵۴ میلیون ډالره اعلان شوې ده. بالاخره د نړیوال بانک د څو اړخیزو پانګونو د تضمين ادارې د مالي مرستو مجموعه، چې په افغانستان کې له څلورو بېلابېلو پانګونو څخه د ملاتړ په پار برابرې شوې، څه باندې ۱۲۱ میلیون ډالرو ته 


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2020

اړیکه

In Washington DC:
ekaraban@worldbank.org
Api
Api