Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2019 دسمبر 5

افغانستان به تر یوه سیاسي هوکړې وروسته هم د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو دوام ته اړتیا ولري

کابل، د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشت ۵ نېټه– د نړیوال بانک د یوه نوي راپور موندنې ښيي، چې افغانستان به له طالبانو سره تر احتمالي سیاسي هوکړې وروسته هم د نړیوالې ټولنې مالي مرستو ته اړتیا ولري.دغه راپور په بېلابېلو سیاسي او اقتصادي شرایطو کې د افغانستان منځ‌مهاله مالي اړتیاوې څېړلې او ارزولي دي.

د نړیوال بانک د تحلیل پایلې ښيي، چې افغانستان به د لومړنيو خدمتونو وړاندې کولو، د چټکې اقتصادي ودې له بهیر څخه د ملاتړ، د تاوتريخوالي کمېدو لپاره د مناسبو شرایطو رامنځ ته کولو او له طالبانو سره د احتمالي هوکړې د دوام د بوديجې تامينولو په پار به هر کال د نړیوالې ټولنې شاوخوا ۶ څخه تر ۸ میلیارد ډالرو ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس، هینري کرالي وايي:”د امنيتي وضعیت ښه کېدل، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ترمنځ د تګ را تګ یو ډاډمن او مصؤن چاپېریال رامنځ ته کول د خصوصي پانګونې د زياتېدا او د کاري فرصتونو د ډېرېدو لامل کېدای شي. پر دې سربېره، د عوايدو او لګښتونو ترمنځ د تناسب کچه به هم زیاته شي، او تمه کېږي، چې د سولې تر هوکړې او سیاسي ټيکاو وروسته به په ځينو برخو کې ډېر لګښت ته اړتیا وي.“هغه زیاته کړه: ”که څه هم نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مالي مرستې په تدريجي توګه کمولی شي؛ خو د مالي مرستو دغه کمېدل باید په ډېر احتیاط او ځير د افغانستان مالي اړتیاوو ته په پام داسې تر سره شي، چې د بنسټيزو خدمتونو وړاندې کولو بهیر او پراختيايي فعالیتونو بهیر اغېزمن نه کړي، ځکه چې د نړیوالو مالي مرستو ژر کمېدل د دوامدارې سولې بهیر اغېزمنولی شي.“

که څه هم افغانستان په وروستیو کلونوکې د کورنيو عوایدو په را ټولولو کې د پام وړ پرمختګونه کړي؛ خو سر بېره پر دې، د عوایدو او لګښتونو ترمنځ د تناسب کچه اوس هم نا متوازنه ده. تر اوسه هم د افغان دولت ۷۵ سلنه بودیجه له نړیوالو مرستو تامين کېږي. د افغانستان کلنی مجموعي عوايد څه باندې ۲،۵ میلیارډ امریکايي ډالره اټکل شوی؛ خو د هر کال د لګښتونو کچه يې شاوخوا ۱۱ میلیارډ امريکايي ډالرو ته رسېږي.

Image
 

نړیوالو مالي مرستو ته د افغانستان اوسنۍ تکيې ته په کتو، په نړیوالو مرستو کې کمېدل که په امنیتي برخه کې وي او یا په ملکي برخه کې کافي منابعوو ته د دولت د نه لاسرسي په مانا ده، چې امنيتي لګښتونه تامين کړي اوملکي بنسټیز خدمتونو لکه ټولنیز خدمتونه، د زېربناوو تامين، د چټکې اقتصادي ودې او بې وزلې د کمېدو په پار عامه پانګونه، د کارموندنې لنډمهاله فرصتونو رامنځ ته کول او د سولې تر هوکړې وروسته د کليوالو سیمو پراختيايي پروګرامونه، چې د سولې پر ټينګښت او دوام به رغنده حیاتي رول ولوبوي.

د دې راپور موندنې ښيي، چې تر یوه سیاسي هوکړې وروسته د اقتصادي او مالي اغېزو په اړه تمې باید ريښتينې وي. اټکل کېږي، چې په هرې سناریو کې له افغانستان سره به د نړيوالې ټولنې مالي مرستې د تېر په پرتله محدودې شي. له طالبانو سره تر احتمالي سیاسي هوکړې وروسته افغانانو ته تر ټولو ستره ګټه د خصوصي پانګونې ډېروالی، د کارموندنې فرصتونو ډېرېدل او خدمتونو ته لاسرسی ده.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2019

اړیکه

په کابل کې
infoafghanistan@worldbank.org
په واشنګتن کې
ekaraban@worldbank.org
Api
Api