Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2019 سپتمبر 4

په افغانستان کې مالي خدماتو ته د لاسرسي ملي استراتیژۍ اعلان شوه

کابل، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د سپتامبر ۴مه – د افغانستان بانک او نړیوال بانک نن په رسمي توګه په افغانستان کې مالي خدماتو ته د لاسرسي استراتیژۍ او د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو د ارزونې سندونه بشپړ کړل او دغه لاسته راوړنه په یوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي وحید نوشیر او د نړیوال بانک د سرپرستې مېرمن هما زهرا فتوحي لخوا اعلام شوه.

د افغانستان مرکزي بانک له تېرو ۱۸ میاشتو راپدېخوا مسوولیت په غاړه واخیست څو په هېواد کې مالي خدماتو د لاسرسي ملي استراتیژۍ چمتو کړي. د دغې استراتیژۍ ستره موخه د افغانستان په ستونزمنو اقتصادي برخو کې مالي خدماتو ته د لاسرسي زیاتوالی، خصوصي سکتور او کورنیو ته د بانکدارۍ د رسمي خدماتو پراختیا او هڅونه او د ډیجیتال بانکي راکړو ورکړو آسانه کول بلل کېږي.

د افغانستان بانک سرپرست، محترم واحد نوشیر وايي: " په افغانستان کې مالي خدماتو ته د لاسرسي ملي استراتیژۍ یو مهم سند دی چې د ټولو افغانانو لپاره یو شمېر مالي او اقتصادي فرصتونه او لومړیتوبونه په بر کې لري. دغه استراتیژۍ انفرادي کاروبار او کوچني او مینځني تشبثات په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې هڅوي او په مشخصه توګه کرنیزو پورونو ته د بزګرانو د آسانه لاسرسي لپاره شرایط چمتو کوي”.

نړیوال بانک سربېره پر دې چې د دغې استراتیژۍ د تدوین او چمتو کولو لپاره یې مالي او تخنیکي مرستې برابرې کړي، د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو د ارزونې بهیر څخه یی هم ملاتړ ترسره کړی. د افغانستان بانک له فعالیتونو څخه د نړیوال بانک د ملاتړ محور په دې اداره کې د موجود کاري چوکاټ د تقویه کولو ترڅنګ، د مالي ثبات ښه والی، د کوچني او منځنیو تشبثاتو د ودې لپاره بانکي خدماتو ته آسانه لاسرسی، د بانکي پورونو لپاره د زېربناوو او حقوقي جوړښتونو تقویه او سمون، په دیجټال راکړو ورکړو، په تېره بیا د مخابراتي شبکو او موبایل له لارې د بانکي خدماتو پر هراړخیزه څارنه باندې تمرکز لري.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر سرپرستې مشرې، هما زهرا فتوحي د دغې استراتیژۍ د اعلانولو په مهال وویل: " یو پاېښت لرونکی او ټول ګډونه مالي سیستم چې له مخې یې ټول افغانان او خصوصي متشبثین په آسانتیا سره مالي خدماتو ته لاسرسي پيدا کړي، کولی شي د عامه هوساینې، د بېوزلۍ د کمښټ او اقتصادي ودې په برخه کې ستره ونډه ولري. په افغانستان کې مالي خدماتو د لاسرسي د ملي استراتیژۍ تدوین او چمتو کول د دې موخو د ترسره کولو لپاره یو مطلوب اقدام بلل کېږي او نړیوال بانک ژمن دی څو د دغې استراتیژۍ د تطبیق په برخه کې له افغانستان بانک څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي".

د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو ارزونه چې د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) د غوښتنې پر بنسټ څه موده وړاندې پیل او اوس بشپړه شوې، په افغانستان کې د پیسو وینځلو او تروریزم د تمویل په برخو کې د مالي سرچینو د انحراف د خطر په کمولو کې مهمه ونډه لرلی شي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2019

اړیکه

واشنګتن
ایلینا کاربان
ekaraban@worldbank.org
Api
Api