Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2019 اګست 22

نړيوال بانک د سولې له توافق وروسته د اقتصادي پروګرامونو د پلانولو لپاره د نړیوالو او افغان او همکارانو نظرونه او مشورې راټولوي

ملټي میډیا

Image
click

د اگست ۲۲ مه ۲۰۱۹ ـ په افغانستان کې د نړيوال بانک دفتر سر له ننه له طالبانو سره د احتمالي جوړجاړي تړون وروسته د پراختیايي فعاليتونو په موخه؛ نظرونه او مشورې ټولوي.

تر دې مهاله له نړيوالو او افغان همکارانو سره څو مشورتي ناستې ترسره شوې دي. د ښکېلو ټولو همکارانو د نظرونو د راغونډلو د تنظيم او انسجام په موخه نړيوال بانک څو سندونوه او پر خپله ویب پاڼه خپاره کړي دي.

د وزيرانو په کچه د افغانستان په اړه د ۲۰۱۸ ميلادي کال د ژنيو کنفرانس کې له نړيوال بانک څخه غوښتنه شوې وه ترڅو د سولې له تړون وروسته‎ د فقر کچې کمولو، اقصادي ودې او پراختيا په موخه د انکشافي پروژو د هماهنگۍ لپاره يوه هر اړخيړه طرحه جوړه کړي.

په افغانستان کې د نړيوال بانک رییس هينري کرالي وايي:"زموږ هڅې په دې برخه کې په څو برخو متمرکزې دي. په لومړي گام کې غواړو وښیو، چې د سولې تړون کولی شي، د باثباته اقتصادي ودې او انکشاف لپاره فرصت رامنځته کړي او دا بهير په جګړه کې د ټولو ښکیلو خواوو په ګټه ده. دوهم؛ موږ غواړو يو لړ بالقوه اصول او لومړيتوبونه په نښه کړو، چې له سياسي هوکړې وروسته يې پر بنسټ د اقتصادي ودې پروگرام د پلانولو لپاره اړينې او ګټورې پرېکړې وکړو. بالآخره موږ دا مهال د داسې اقتصادي طرحو په راټولولو پسې يو، چې په افغانستان کې د سولې ساتلو او سوکالۍ لپاره زمينه مساعده کړي".

دا په داسې حال کې ده چې د اړوندو همکارانو د مشورو او نظرياتو لومړنۍ مسوده جوړه شوې، خو لا هم اړتيا ده چې د خپلو نړيوالو همکارانو او افغانانو پراخ نظريات راټول کړو.

په افغانستان کې د نړيوال بانک د دفتر رييس څرگنده کړه: "په افغانستان کې د سولې ټينگېدو هڅې د عطف ټکي ته رسېدلې دي. په دې بهير کې د نړيوال بانک دنده په تحليل او تخنيکي سلامشورو محدوده ده او په هېڅ ډول د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې خبرو اترو کې رول نه لري. د افغانستان د راتلونکې لپاره د اقتصادی پروګرامونو طرح موږ لپاره لومړیتوب لري. سولې ته د رسېدو لرليد هغه وخت ښه کیږي چې د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان د اقتصادي پراختيا لپاره زمينه مساعده شي او هغو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي چې د فقر او بېکارۍ له وجې دولت ضد وسلوالو ډلو سره يوځای کېدو ته اړ کېږي".

نوموړی په پای کې وايي، د عامو خلکو د نظرونو او مشورو راټولول به له موږ سره مرسته وکړي چې د افغانانو د اړتياوو پر بنسټ يو هراړخيز اقتصادي پلان جوړ کړو.

په دې مرحله کې نړيوال بانک د لاندې درېيو سندونو په اړه د خلکو او همکارانو نظريات او گټورې مشورې ته په تمه دي.

الف) د مشورتي سند لنډيز

ب) د مشورو او نظرياتو راټولو پريزنټيشن؛ او

ج) بشپړ تخنيکي راپور

په پام کې ده چې د مشورو او نظرياتو راټولول د يوې سياسي هوکړې تر لاسه کولو او تر سولې وروسته پروګرامونو په اړه تر پرېکړې پورې دوام وکړي. ددې بهير په اوږدو کې؛ له ټولو افغان مخکښانو او نظرڅښتنانو هيله کوو، چې خپلې مشورې زموږ په ویب پاڼه کې ليکل شوي برېښليک له لارې له موږ سره شريکې کړي.

د لا زياتو معلوماتو لپاره؛ يا په هغه صورت کې چې په مستقيمه توگه د خپلو نظرونو او وړانديزونو لېوالتيا لرئ، مهرباني وکړئ د لاندنيو برېښليکونو له لارې له موږ سره په اړيکه کې شئ:

thaque2@worldbank.org او یا  kblanchette@worldbank.org.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2019

اړیکه

په کابل کې:
infoafghanistan@worldbank.org
په واشنګتن کې:
Elena Karaban
ekaraban@worldbank.org
Api
Api