Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2019 جولای 14

افغان راستنېدونکي کډوال له اقتصادي ستونزو او د کاري زمینو له نه شتون سره مخ دي

کابل؛ د ۲۰۱۹ کال د جولای ۱۴ – په افغانستان کې د نړیوال بانک او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د یو نوي راپور موندنې ښيی چې د هغه افغان مهاجرینو اقتصادي وضعیت او د ژوندانه شرایط چې د ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې خپل هېواد ته راستانه شوي، نظر هغه مهاجرینو ته چې تر اوسه پورې په پاکستان کې ژوند کوي، خورا زیات ستونزمن بلل کېږي.

دغه راپور چې "د افغان کډ‌والو د ژوندانه د شرایطو او د کاري فرصتونو او مسکن برابرولو په هکله د پریکړو څرنګوالی" تر نامه لاندې جوړ شوی؛ د نړیوال بانک او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د ګډ کار محصول ده. دغه راپور د هغه شمیر افغان کډوالو د ژوندانه شرایط څیړلي؛ کوم چې د ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې بېرته هیواد ته راستانه شوي دي.

د دې راپور د موندنو پر اساس ډیری کډوال خپل هېواد ته له راستنېدو سره دا غوره بولي چې په خپل ولایت او اصلي ټاټوبي کې استوګنه ولري؛ خو له دې سره سره یو په دریمه برخه راستنېدونکي کډوال په کابل او ننګرهار ولایتونو کې میشت شوي دي. ډیری هغه راستنېدونکي کډوال چې هېواد ته له راستنېدو سره په خپلو اصلي سیمو کې ځای پر ځای شوي، د خپلو ټولنیزو اړیکو په مرسته د دندې خاوندان ګرځیدلي؛ خو بیا هم د بېوزلۍ پراخه لمن او د کار موندنې د فرصتونو نه شتون، په کلیوالو سیمو کې یو لوی ګواښ بلل کیږي. سره له دې چې په هغه ولایتونو کې چې کمه پراختیا یې موندلې، تحصیلي او ښونیزو امکاناتو او همدارنګه د اړتیا وړ روغتیایي خدماتو ته کم لاسرسۍ یو ستر ګواښ بلل کیږي.

"هغه سختو شرایطو ته په کتو سره چې افغان کډوال ورسره مخ دي؛ اړینه ده چې د دوی ستونزو ته د رسېددنې په موخه یو لړ بیړني او هراړخیزه ګامونه د اړوندو ادارو له خوا طرحه او عملي شي". په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس، هینري کرالي د دې موضوع په څرګندولو سره زیاته کړه: "د هغه اړتیاوو د پېژندنې په موخه چې راستنېدونکي کډوال ورسره په ورځني ژوند کې مخ دي، او د دې اړتیاوو او ستونزو د حل لارو د موندنې لپاره، معلوماتو ته لاسرسۍ او د ارقامو دقیق تحلیل یوه مهمه مولفه بلل کیږي. د دغه راپور په جوړولو کې د نړیوال بانک او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ګډ کار چې د کډوالو او داخلي بیځایه شویو سره د بشر پالنې مرستو د توزیع د ښه والي په موخه ترسره شو، زموږ د کاري شریکانو تر مینځ د همغږۍ رامینخ ته کولو د زیاتوالو په برخه کې یو ستره لاسته راوړنه بلل کېږي."

د دې راپور د اهمیت په هکله، په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ(UNHCR)   استازې؛ کارولین وان بورین، داسې وایي:" ۲۰۱۹ کال له یوې خوا له خپل هېواد څخه د افغانانو د اجباري کډوالۍ د پېل له څلویښتمې کلیزې سره سمون خوري؛ له بلې خوا د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدو په هکله او د هغوی د مجدد ادغام لپاره د بشري مرستو په برابرولو کې د نړیوالې ټولنې هڅې هم په هر اړخیزه توګه روانې دي او اړینه ده چې ډیر نور کارونه او هڅې په دې برخه کې ترسره شي. د دې راپور موندنې او ارقام به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او زموږ له نورو شریکانو په ځانګړې توګه د افغانستان له دولت سره مرسته وکړي تر څو د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو د ملاتړ په خاطر لا ډیرې او اغېزمنې هڅې ترسره کړي".

دغه راپور د افغان کډوالو د راستنېدو او په ټولنه کې د هغوی د موثر ادغام د ملاتړ او هڅونی لپاره د فرصتونو او ستونزو پر پیژندنې تمرکز کړی او په اوږد مهال کې د کډوالو پر داوطلبانه او تدریجې راستنېدو یې ټینګار کړی. د دې وضعیت بېلابېل تبعات به له یوې خوا په هېواد کې د اجباري بې ځایه کېدو څخه را مینځ ته شوې ستونزې راکمې کړي او له بلې خوا د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه هڅوی څو یو لړ تدابیر او لا ډیرې آسانتیاوې د کډوالو د خوندي او مطلوبې راستنېدنې په موخه عملي کړي. د دې راپور موندنې به په کلیوالو سیمو کې د اړمنو او بې وزلو خلکو لپاره د زېربناوو د جوړولو پر پراختیا او ملاتړ او د نړیوال بانک او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ تر مینځ د اغېزمنو کاري اړیکو د همغږۍ په رامینځ ته کولو کې مهم نقش ولري.

د دې راپور بشپړ جزییات له دې ځایه ترلاسه کولۍ شئ: http://wrld.bg/1tFi30p2W4E

 


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2019

اړیکه

په کابل کې
infoafghanistan@worldbank.org
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ
farhadm@unhcr.org
Api
Api