Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2019 می 21

نړيوال بانک په کابل کې د خپل دفتر د نوې ودانۍ په پرانيستلو له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنه تازه کړه

Image

په کابل کې د نړیوال بانک ګروپ دفتر نوې وداني د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي، د نړيوال بانک د جنوبي اسيا مرستيال هارټویګ شېفر او  د اسیا او ارام سمندر ته څېرمه هېوادونو لپاره د نړېوالې مالي‌ ادارې مرستیالې مشرې نينا سټويلجکويک لخواه پرانيسته.

 

انځور: رومی مشورتی شرکت/ نړیوال بانک


کابل، د ۱۳۹۸ د غوايي ۳۱مه ( د ۲۰۱۹ کال د مې ۲۱مه) — نن په کابل کې د نړیوال بانک ګروپ د افغانستان لپاره د خپل دفتر نوې وداني پرانیسته او پدې توګه يې له افغانانو سره خپله اوږد مهاله ژمنه څرګنده کړه.

دا نوې وداني محمد همایون قیومي، د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا او تکنالوژي په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار؛ هارټویګ شېفر، د نړيوال بانک د جنوبي اسيا مرستيال مشر؛ نينا سټويلجکويک، د اسیا او ارام سمندر ته څېرمه هېوادونو لپاره د نړېوالې مالي‌ ادارې (د نړيوال بانک د خصوصي سکتور د مالي ملاتړ څانګه) مرستیالې مشرې؛ په رسمي ډول پرانيسته.

پدې پرانيستغونډه کې لوړپوړو دولتي چارواکو، د نړيوالو پراختيايي ادارو استازو او د نړيوال بانک نورو کارکوونکو ګډون وکړ.

د نړيوال بانک د جنوبي اسيا مرستيال مشر هارټویګ شېفر پرانېستغونډې ته په خپلې وينا کې وويل: "زموږ د دفتر دا نوې وداني له افغانانو سره د نړیوال بانک ګروپ د اوږدمهالې ملګرتيا ښکارندويي کوي. افغانستان پدې حساس وخت کې له ژورې بېوزلۍ او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او د نړيوال بانک د مرستو دوام به دا هېواد د دې جوګه کړي چې له دې وضعيته راووځي او د خپلو خلکو لپاره د ژوند لا ښه شرايط برابر کړي. نړیوال بانک په کلکه ژمن دی چې د يوه غوره راتلونکي په رامنځته کولو کې د افغانانو د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي. "

دا نوې وداني له افغان دولت څخه پر يوې پېرل شوې ځمکې د افغاني خصوصي شرکتونو او فني کارګرو په مرسته جوړه شوې ده. د دې دفتر ودانيزې چارې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې پیل او د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې پای ته ورسېدې. دا نوي وداني د نړیوال بانک کارکوونکو او د همکارو ادارو استازو ته يو غوره او مصوون کاري چاپېریال رامنځته کوي او دوی ته دا فرصت برابروي چې پر خپلو کارونو ښه تمرکز وکړي او مهم پراختيايي پروګرامونه په برياليتوب سره طرحه او پلي کړي.

نینا سټویلجکویک غونډې ته پخپلو خبرو کې وويل: "د دې نوې ودانۍ پرانيستل دا مانا لري چې نړيواله مالي اداره ژمنه ده چې د افغانستان خصوصي سکتور وده ومومي او پدې بريالی شي چې د هېواد ډېرو اړينو پراختيايي ننګونو ته حل لارې ولټوي. د يوه داسې رقابتي اقتصاد رامنځته کېدل، چې د خصوصي سکتور په مرسته داسې مهم فرصتونه رامنځته کړي چې افغانان يې پر مټ له بېوزلۍ راووځي، خورا اړين دي.

د نړيوال بانک مرستيال مشر ښاغلي شېفر په افغانستان کې د نړيوال بانک له کارکوونکو د دوی د بې بېلګې هڅو مننه وکړه او هيله یې څرګنده کړه چې نوی دفتر به د دوی د کارونو د برياليتوب لپاره يو غوره چاپېريال رامنځته کړي.

------------

په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ د فعالیتونو لنډيز

د نړيوال بانک ګروپ روان پروګرام له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۰ کال پورې د هېواد په کچه د مشارکت چوکاټ له مخې پر مخ ځي. نړیوال بانک د افغانستان د بیا رغونې صندوق، چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت ترمنځ د ګډې همکارۍ یو میکانیزم دی او د افغانستان د دولت د عادي او پراختيايي بودیجو د ملاتړ تر ټولو ستره سرچينه بلل کېږي، د مدیریت چارې پرمخ وړي. اوس مهال د نوموړي صندوق مالي مرستې د هېواد په کچه د مشارکت چوکاټ، چې هر درې کاله وروسته نوی کېږي، له مخې برابرېږي. د افغانستان د بيارغونې صندوق او د نړيوالې پراختیا اداره (له خورا بېوزلو هېوادونو سره د نړيوال بانک څانګه) په ګډه له افغانستان سره په کال کې څه لپاسه يو ميليارد ډالر وړيا مرسته کوي.

د نړیوال بانک ګروپ نړیوالې مالي ادارې، چې د نړیوالې پراختيا يو ستر بنسټ دی او د خصوصي سکتور پر وده تمرکز کوی، تر اوسه د افغانستان د خصوصي سکتور مالي ملاتړ ته ۵۴.۵ ميليونه ډالر بېل کړي دي. د نړیوال بانک ګروپ د څو اړخیزې پانګونې د تضمین ادارې تر اوسه د ۱۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې څلور پروژې تضمین کړي دي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2019

اړیکه

په کابل کې
infoafghanistan@worldbank.org
په واشنگتن کې
ایلینا کارابان
+۱۲۰۲۴۷۳۹۲۷۷
ekaraban@worldbank.org
Api
Api