Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2018 جولای 31

کابل ته د سفر پر مهال له افغانستان څخه د نړیوال بانګ د مالي ملاتړ پر دوام د دغه ادارې د نوي مرستیال ټینګار


کابل - ۹ زمری ۱۳۹۷ (۳۱ جولای ۲۰۱۸): د سوېلي اسیا لپاره د نړیوال بانګ نوي مرستیال هارتوګ شفر له افغانستان څخه لیدنه وکړه. د هغه د سفر موخه د اصلاحاتو د بهیر پر څرنکوالي بحث او په اقتصادي برخه کې د پرمختګ ارزونه، دغه راز د افغانستان له خلکو د نړیوال بانګ د ملاتړ پر دوام تینګار و.

هارتوګ شفر د ۲۰۱۸ کال د جولای په لومړی نېټه د سوېلي اسیا لپاره د مرستیالۍ پر دنده وګومارل شو. په سوېلي اسیا کې افغانستان، بوتان، بنګله دېش، هندوستان، مالدېف، نیپال، پاکستان او سریلانکا هېوادونه شامل دي. نوموړي سوېلي اسیا ته خپل لومړی سفر له افغانستانه پیل کړ.

هارت شفر کابل ته د درې ورځني سفر پر مهال له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د  ماليې وزارت له سرپرست او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د کتنې پر مهال خبرې وکړې. دغه راز هغه د ملکي ارګانونو او مدني فعالانو، متشبثو مېرمنو، خصوصي سکټور او نړیوالو موسسو له استازو سره هم په افغانستان کې د پرمختګ او انکشاف پر موجوده فرصتونو او ستونزو بحث او خبرې وکړې.

هغه وویل: "افغانستان ته مې د لومړي سفر موخه دا ده چې په مستقیمه توګه د افغانستان د خلکو او دولت لپاره د نړیوال بانګ د مرستو برابرولو له څرنوګوالي خبر شم او د روغتیا، پوهنې، ولسی تړون ملي پروګرام، کرنې، د څښاک او اوبو لګولو لپاره د اوبو ساتنه او اداري اصلاحاتو په برخه کې د پرمختیايي پروژو اغېزې و ارزوم." هارت شفر د دغه مطلب پر دوام زیاته کړه: "له شته امنیتي ګواښونو او ظرفیتي محدودیتونو سره سره په ټولو برخو کې پرمختګ هیله بښونکی دی او موږ د اصلاحاتو د پالیسۍ د تطبیق په برخه کې د افغانستان د حکومت د هڅو قدرداني کوو."

د نړیوال بانګ مرستیال له لوړپوړو حکومتي چارواکو، خصوصي سکتور، مدني ټولنو، د ښځو له استازو او نړیوالو مرستندویانو سره په خبرو کې د افغانستان له خلکو او دولته د ملاتړ او اوږدمهاله مرستو ډاډ ورکړ او روښانه یې کړه، چې دغه اداره هڅه کوي، څو نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې صندوق له لارې د دغه صندوق د ملاتړ کوونکو د تشویق په واسطه د نړیوال بانګ د مرستو نورې مالي سرچینې رامنځته کړي، څو په هېواد کې د کاري فرصتونو او اقتصادي ودې لپاره چټکې مالي مرستې ترسره شي.

*********

یادونه:

په افغانستان کې د نړیوال بانک پروژې او پروګرامونه د ۲۰۱۷ــ ۲۰۲۰ کلونو لپاره د دې ادارې د هېوادني ګډون په چوکاټ کې تطبيقېږي. نړیوال بانګ د افغانستان د بیارغونې صندوق مديریت چې د نړیوالو ارګانونو او مرستندویه هېوادونو د مالي ملاتړ لویه سرچینه ده، هم پر غاړه لري. د افغانستان د بیارغونې صندوق د درې کلن هېوادني ګډون د چوکاټ او د دغه صندوق د مالي مرستو پروګرام له مخې مالي مرستې برابروي. د افغانستان د بیارغونې صندوق او نړیواله پرمختیايي اداره هر کال له یو ميلیارد وړیا مرستوڅخه زیات (۲۵۰ میلیون ډالر د نړیوالې پرمختیايي ادارې برخه او ۸۰۰ـــ ۹۰۰ میلیون ډالر د افغانسان د بیارغونې د صندوق برخه) برابروي. سربېره پر دې نړیواله مالي اداره د یو نړیوال فعال ارګان په توګه د خصوصي سکټور په برخه کې له دغه سکټور څخه د ملاتړ په موخه او د پانګوالۍ د مالي سکټور د اصلاحاتو په برخه کې له افغانستان سره د ۵۴،۵ ميلیونه ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده.

 

د نړیوال بانک د ګروپ څو اړخیزې پانګوالۍ ادارې هم په افغانستان کې تر اوسه له څلورو اقتصادي پروژو د ملاتړ لپاره د ۱۲۲ ميلیونه تضميني ډالرو په لګښت پانګونه کړې ده


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2018

اړیکه

په کابل کې
عبدالرووف ضیاء
۰۷۰۱۱۳۳۳۲۸
infoafghanistan@worldbank.org
په واشنګټن کې
ایلینا کارابان
+۱۲۰۲۴۷۳۹۲۷۷
ekaraban@worldbank.org
Api
Api