Skip to Main Navigation
publication 2018 می 6

د کرنې سکټور بالقوه ظرفیتونه کولاۍ شي د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټور ثابت شي

Image

د انځور امتیاز: د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت/ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ۲۰۱۷


مهم ټکي

  • د کرنې سکټور په افغانستان کې په عنعنوي توګه د اقتصادي پراختیا لپاره یو بالقوه شاخص بلل کېږي او د دغه هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو خورا مهم او تر ټولو اغېزمن لامل په توګه پېژندل شوی. د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه نفوس په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي او تر ډېره بریده په کرنیزو کروندو کې په کار بوخت دي او ۶۱ سلنه کورنۍ خپل د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې او عواید له کرنې سکټور څخه پوره کوي.
  • پڅه اقتصادي وده د دې لامل شوې، څو د دغه سکټور ونډه د افغانستان په اقتصاد کې کمزورې وبلل شي. له دې سربېره، دغه سکټور د خلکو لپاره د ۴۰ سلنې کاري فرصتونو په برابرولو کې خپله فعاله ونډه اخیستې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په کلیوالي سیمو کې د افغانانو له نیمایي څخه زیات نفوس د کرنې په سکټور کې په فعالیت بوخت دي
  • دغه ريپوټ د پالیسي ګانو په تدوین، د اړتیا وړ پانګونو، په اوږد مهاله اقتصادي وده کې د کرنې سکټور ونډه او اغېزې ېې د بېوزلۍ په کموالي او همدارنګه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د حاصلاتو په ښه والي او د سراسري مشارکت په لارو چارو، تمرکز لري.

دا ګډ رېپوټ چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د نړیوال بانک ګروپ لخوا: "د افغانستان په کرنې سکټور کې کاري فرصتونه " تر سرلیک لاندې چمتو شوۍ، د دغه سکټور د ونډې او په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې د فرصتونو د پراختیا په هکله یو عمومي انځور او هراړخیز معلومات وړاندې کوي. د نوموړي رېپوټ موندنې  په لاندې درې برخو متمرکزې دي:

  • په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې اوسنۍ وضعیت او جوړښت
  • په کلیوالي سیمو کې د کرنې سکټور په مټ د خورا زیانمنېدونکو خلکو، په تیره ښځو، ځوانانو او هغو بېوزلو خلکو ته چې کرنیزې ځمکې نلري د پراخو کاري فرصتونو رامنځته کول، او
  • د کرنې په سکټور کې د پراخو کاري فرصتونو څخه د ملاتړ لپاره د دولت او خصوصي سکټور د مشارکت څرنګوالۍ

د رېپوټ مهمې موندنې:

  • .په ورته وخت، کلیوالي اقتصاد د کارموندنې لپاره بالقوه وړتیا نلري؛ څو په ولایاتو کې ټول ځوان بشري ځواک د کار په بازار کې جذب کړي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په کلیو او بانډو کې ۵۰ سلنه ځوانان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې کار کوي او ډیرۍ شمېر دغه ځوانان په خپلو کروندو کې د بې تنخواه کارګرانو په توګه کار کوي.
  • . د یادونې وړ ده، چې په هر پنځه کلیوالي ښځو کې، څلور تنه ېې په خپلې کورنۍ کرونده کې د بې تنخواه کارګرانو په توګه کار کوي، خو د هغوی په پرتله بیا په هر پنځه نارینوو کې، یوازې یو تن ېې په خپلې کورنۍ کرونده کې د بې تنخواه کارګر په توګه کار کوي.
  • که څه هم د استخدام او ګمارنې له اړخه د افغانستان په اقتصاد کې د کرنې سکټور لومړۍ ځای لري، خو د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ څخه د خورا لږ ګتې د ترلاسه کولو مهم لامل د بازارموندنې په برخه کې د خنډونو او نیمګړتیاوو پر شتون او په کلیوالي کورنيوکې د هغو کارګرانو په پراخ شمیر پورې تړاو لري؛ کوم چې په وړیا توګه پرته له تنخواه په خپلو شخصي کروندو کې کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې یوازې یو محدود شمیر کلیوالي کورنۍ دا وړتیا لري؛ څو په بازارونو کې د خپلو بڼونو د محصولاتو او یا لبنیاتو په خرڅلاو سره لږ اندازه عایدات ترلاسه کړي. د یادونې وړده، چې په کلیوالي سیمو کې ډیرۍ شمیر استوګنې ښځې او ځوانان  د هغه بشري ځواک ډېره برخه رانغاړي؛ کوم چې په وړیا توګه او پرته له تنخواه په خپلو شخصي ځمکو او کروندو کې کار کوي.
  • د غله جاتو او حبوباتو په فرعي سکټور کې تنوع نده رامنځته شوې او تر ډېره کچه د غنمو په کښټ او کرنې تمرکز خورا زیات دی. د غله جاتو او حبوباتو په سکټور کې د بدلون او نوښت نه شتون د دې لامل شوی؛ څو په بازارونو کې د غنمو بېعې ټیټې شي او له دې امله ډېر شمېر بزګران او کلیوالي کورنۍ زیانمنې شي. که څه هم د خوراکي مصؤونیت په برخه کې بزګران ډېرې هڅې کوي؛ څو د غنمو او نورو غله جاتو او حبوباتو کښټ او تولید ته مخه کړي، اما شونې ده، چې د غنمو په تولید کې د ګټې لږوالۍ هغوی وهڅوي څو په خپلو کرنیزو ځمکو کې د کوکنارو کښټ ته لومړیتوب ورکړي.
  • که چېرې د بزګرانو لپاره مسلکي معلومات، د اړتیا وړ مالي ملاتړ او بازار ته د هغوی د لاسرسي لپاره آسانتیاوې برابرې شي، پرته له کوم شک څخه دوی کولای شي د میوه جاتو، سبزیجاتو، ګلانو او د مالدارۍ سکټور د محصولاتو په برخو کې یو شمېر بې سارو سوداګریزو او تولیدي فرصتونو ته لاسرسۍ ومومي.دغه حالت کولای شي په ټول افغانستان کې د کار او بوختیا فرصتونه په اوږد مهاله بڼه زیات کړي. د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او تولید پراختیا؛ په ځانګړې توګه د میوه جاتو او مغزیاتو او د مالدارۍ په برخه کې  لبنیات کولای شي د ځوانانو لپاره د کار موندنې او عایداتي سرچینو په برابرولو کې مهمه ونډه ترسره کړي. په ورته وخت کې، د کرنیزو محصولاتو د کښت او تولید د پراختیا له امله دولت هم دا ځواک او لیوالتیا ترلاسه کوي، څو د خوراکي توکو د پروسس په برخه کې د  کارموندنې او بوختیا لپاره زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.

"زه سبزیجات کرم، یوه برخه ېې په بازار کې پلورم او له بلې برخې ېې په کور کې ګټه پورته کوو. پخوا وزګاره وم، خو وروسته له هغه چې د کرنې، مالداری او اوبو لګونې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې لخوا مې د یو شمېر مسلکي مرستو زده کړې ترلاسه کړې، وتوانېدم، چې خپله دغه کوچنۍ باغچه جوړه کړم."
Image
زرمینه
د پروان ولایت اوسېدونکې

د پالیسي جوړونکو لپاره وړاندیزونه او سپارښتنې:

  • د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کښټ او تولید د ښه والي او تنوع لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول.اړتیا لیدل کېږي، څو د غله جاتو او حبوباتو د تولیدي اغېزمنتیا لپاره یو شمېر پالیسي ګانې جوړې شي، د مثال په توګه د وریجو د کښټ لپاره د لیوالتیا زیاتوالی. پالیسۍ ګانې باید د مهمو کرنیزو محصولاتو په کښټ کې د تنوع او نوښت لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي، چې کیدای شي میوه جاتو، سبزیجاتو او لبنیاتو ته لومړیتوب ورکړل شي. د اوبو لګونې لپاره د غوره آسانتیاوو او امکاناتو برابرول او اصلاح شویو تخمونو ته د بزګرانو لاسرسۍ د دې لامل ګرځي؛ څو د کرنیزو محصولاتو په کښټ او تولید کې وده اوزیاتوالی رامنځته شي.
  • په کلیو او بانډو کې د مخابراتو او زېربناوو په سکټور کې اوږد مهاله پانګونې او له دې لارې بازارونو ته د بزګرانو د اړیکو پراختیا د کرنیزو محصولاتو د ځنځیره یي ارزښت پراختیا د تولیدي محصولاتو اوکارموندنې لپاره د ستر ملاتړ کوونکي لامل په توګه. په کلیوالي سیمو کې د سړکونو او بنسټیزو زېربناوو د ودانولو او بیارغونې په موخه اوږد مهاله پانګونې، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د خدمتونو له لارې د اړیکو د ټینګښت آسانتیاوې او د برېښنا انرژۍ ته آسانه او ارزانه لاسرسي، له هغه شمېر مهمو ملاتړ کوونکو او هڅوونکو لاملونو څخه بلل کېږي، چې بزګرانو او کلیوالي ټولنو ته د هغوی د محصولاتو د اغېزمن تولید او بازار ته د لاسرسي په برخه کې باید عملي شي. اړینه ده؛ څوبازارونو ته د ښځو غوره لاسرسۍ او د بڼوالۍ او لبنیاتو د محصولاتو تشویق او هڅونه او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د پراختیا لپاره هغه شمېر تشبثاتو ته زیاته پاملرنه وشي، چې په ځانګړي توګه ېې د ښځو لپاره د کارموندنې فرصتونه برابر کړي وي.
  • د کرنیز او غیر کرنیز سکټورونو د پراختیا په موخه د یو مناسب چاپېریال د رامنځته کولو لپاره د یوې هراړخیزې او پیاوړې ستراتیژۍ رامنځته کول. له کرنیزو محصولاتو څخه ګټه اخېستنه په غیر کرنیز او تولیدي سکټور کې د خدمتونو لپاره د تقاضا کچه زیاتوي؛ دا په دې مانا، چې یو پیاوړی غیر کرنیز سکټور کولای شي د ارزښتمنو کرنیزو محصولاتو لپاره د تقاضا کچه زیاته کړي. د کرنې په سکټور کې د فعالیت ساحه په متمرکزه توګه د مستهلکینو د مصرف او په بازار کې د تقاضا د کچې له مخې زیاتوالی یا کموالی مومي او په ورته وخت که چېرې د محصولاتو د ارزښټ زیاتونې ځنځیرونه رامنځته شي او په دې برخه کې له فرصتونو څخه په اغېزمنه بڼه ګټه پورته شي، کیدای شي، چې د اوږد مهاله اقتصادي ودې لامل وګرځي.
  • مالي سرچینو ته لاسرسۍ او د کارموندنې د مهارتونو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول. که څه هم د دغه رېپوټ موندنې دا په ډاګه کوي، چې په ښځو که د سواد شتون د دې لامل شوی؛ څو هغوی په کاري ځواک کې پراخ حضور ولري ، خو په ورته مهال په کلیوالي سیمو کې د کرنې سکټور څخه ترلاسه شوي شواهد او موندنې دا څرګندوي، چې هغه شمېر افغان میرمنې، چې غوره مالي سرچینو ته لاسرسۍ لري او همدارنګه سیمه ییزو بازارونو کې نږدې اړیکې لري، هغوی په بریالیتوب سره کولای شي، چې په غیر کرنیزو کړنو کې برخه واخلي. له همدې امله اړتیا لیدل کېږي؛ څو یوه هراړخیزه پالیسۍ او کړنلاره طرحه او تصویب شي، چې پر بنسټ ېې ټول مالي محدودیتونه او ستونزې له یوې خوا له مخې لېرې شي او د افغانستان د کلیوالي سیمو زیانمنونکو ټولنو او په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره د کارموندنې مهارتونه په پراخه توګه چمتو او ملاتړ شي.
  • په کرنې سکټور کې د خصوصي سکټور د فعال حضور او مشارکت هڅونه او د کرنیزه سوداګرۍ د پراختیا لپاره د دولتی یا عامه سکټور سره د اړیکو پیاوړتیا. د افغانستان په کرنې سکټور کې د خصوصي سکټور د فعالیتونو د پراختیا لپاره؛ اړتیا لیدل کېږي، څو د دغه هېواد د کرنيزو وړتیاوو د ظرفیت د پیاوړتیا لپاره د پانګونې او تجارت یو مناسب چاپېریال د مقرراتو په چوکاټ کې رامنځته کړي. د دغه رېپوټ موندنې څرګندوي، چې د افغانستان د کرنې په سکټور کې د کارموندنې او بوختیا د بالقوه ظرفیت په زیاتوالي کې د پالیسۍ دوه مهمې برخې غوره رول لوبوي: (الف) د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او پروسس له شرکتونو څخه د ملاتړ په موخه د پانګونې او مشورتي خدمتونو زیاتوالی، څو په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې فرصتونه په چټکه توګه وده وکړي، او (ب) د دولت پالیسۍ باید د کرنیزو محصولات د تولید په ځنځیر کې د خطرونو د کموالي په موخه پر عمودي ادغام ( یا لږ تر لږه له بازار سره په همغږي شویو اړیکو) باندې ټینګار وکړي.