Skip to Main Navigation
publication 2018 سپتمبر 13

د تغذیي په برخه کې پانګونه، د افغانستان لپاره د یوې ښې راتلونکې ضمانت کوي

Image

انځور: رومي مشورتي شرکتږ/ نړیوال بانک


که چیری د افغانستان دولت یو لړ مناسب تغذیوي کړنې او د خوارځواکۍ په وړاندې اړین اقدامونه په خپل کاري تګلاره کې ونیسي، دغه هیواد کولای شي، چې د اقتصادي ودې، د تولیداتو د ودې او بشري پانګې د پراختیا شاهد واوسي.

او یا ټیټ قدونه لري. دا د خوارځواکۍ روښانه نښې دي. په ماشوم توب کې له ودې څخه پاتې کېدل د ماشومانو د ناکافي تکامل او ودې بېلګه بلل کېږي، چې د هېواد د پرمختګ او اقتصادی ودې لپاره د هغوی د مشارکت ځواک راکموي.

له بلې خوا، هغه ماشوم چې ښه تغذیه شوی وي، تحصیل او زده کړو ته زیاته لېوالتیا لري، او درس ښه زده کوي، چې دا په خپل وار سره د ځوانۍ په مهال د هغه لپاره د زیات عاید د ترلاسه کولو زمینه برابروي. له همدې کبله دا احتمال، چې دغه شان ماشومان د ودې د پړاونو په بشپړولو او د تغذیې د مناسبو شرایطو په برکت له بېوزلي څخه وژغورل شي، زیاتېږي.

د تغذي په برخه کې د پانګه اچونې په موخه د افغانستان له دولت سره د مرستې لپاره، د تغذیې او غذايي مصؤنیت لپاره د سویلي آسیا سازمان، د عامې روغتیا وزارت، نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) له یو بل سره په ګډه همغږۍ هر اړخیزه هڅه کوي، چې دا تشخیص کړي، چې څرنګه کولای شي ډېر شمېر ماشومان، ښځې او کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي او د اړینې تغذېې د برابرولو لپاره څرنګه اړین خدمات پلي کړي، ترڅو په ماشومانو کې د وینې د کمښت او لږې ودې کچه او همدارنګه د ماشومانو د مړینې کچه راکمه شي.

یو نوی راپور د په افغانستان کې د تغذي په برخه کې د پانګونې چوکاټ  تر سرلیک لاندې ځینې موندنې خپرې کړې دي چې د هیواد په کچه ېې د تغذیې په برخه کې د پانګونې لګښت، د خدماتو اغېزې او ګټې په ډاګه او تعریف کوي .

.


اساسي موندنې:

  • . هر ډالر چې په دې برخه کې لګول کېږي، لږ تر لږه ۱۳ ډالره اقتصادي عاید به ولري او ان که د راتلونکې اقتصادي ودې په اړه په محتاطانه توګه سره هم یو تخمین وړاندې شي، اقتصادي ګټه به یې شپږ وارې زیاته وي.
  • ، همدرانګه ۶۴۰۰۰۰ هغه ګټور کلونه چې د بې وخته مرګونو او معلولیت په وجه له لاسه وځي (disability-adjusted life years)، راوګرځوي. بله دا چې د ویني د کموالي د ۹۰۰۰۰ پېښو مخنیوی به کوي او ۱۰۰۰۰۰ نور ماشومان به هم د مور په شیدو له تغذیې برخمن کړي.
  • خو سره له دې هم، د تغذي په برخه کې دغه پانګونه به لږ اغېزه ولري، د ناکافي ودې ( د قد ټیټوالۍ) اندازه به ایله نیم سلنه راکمه کړي، دا ځکه چې هغه پروګرام، چې حکومت یې اوس د ناکافي ودې د مخنیوي له پاره په پام کې نیولی دی، ډېر وړوکی دی.
  • یوه بله اساسي او لویه اغېزه به هله ترلاسه شي، چې مخنیونکي ګامونه د ټول پروګرام په کچه عملي شي. د دې کار له پاره هر کال ۵ میلیون نور ډالر په کار دي. له دې کار سره به د هغو کلونو اعاده چې د بې وخته مرګونو او د معلولیت په وجه له لاسه وځي، درې چنده زیاته شي او د مړینې د پېښو مخنیوی به دوه وارې زیات شي، همدارنګه د ناکافي ودې د پېښو راګرځونه به اته برابره شي چې په نتیجه کې به یې په پنځو کلونو کې د ناکافي ودې ( د قد ټيتوالي)  اندازه ۲،۶ سلنه راکمه شي (دغه اندازه به له ۴۱ سلنې څه ۳۸ سلنې ته راکمه شي). همدارنګه په امیندوارو میندوکې د ویني د کموالي شیوع به ۲۱ سلنه راکمه شي او د مور په شیدو د ماشومانو د تغذیې کچه به ۱۸ زیاته شي.

Image
انځور: نړیوال بانک
 


وړاندیزونه:

  • د دې لپاره چې د خوارځواکۍ د راکمولو له پاره د دې ګامونو اغېزه اعظمي حد ته ورسېږي، د اساسي روغتیايي خدمتونو په لړ کې باید مخنیوونکي ګامونه د ټول پروګرام کچې ته لوړ شي، نه د هغو موخو کچې ته، چې حکومت یې اوس په پام کې نیولی دی.
  • د دې له پاره چې اساسي روغتیايي خدمتونو اغېزې اعظمي حد ته ورسېږي، په دې پروګرام کې باید مخنیوونکي ګامونه لومړیتوب پیدا کړي (په تېره بیا د میندو هڅونه چې خپل ماشومان تر شپږو میاشتو پورې په خپلو شیدو تغذیه کړي او په اضافي خوړو د ماشومانو د تغذیې ښوول).
  • ، چې د ښې اغېزمنتیا او نسبتاً لږ لګښت په وجه په کې شامل شي. دغه ګامونه د هېواد په کچه دا دي: د مور په شیدو د تغذیې دودول، په ماشومانو او هغو مېرمنو کې چې د بچي راوړلو په عمر کې دي، د ویټامین A د کموالی کمول، په ځوانۍ کې او په مېرمنو کې د ویني د کموالي د پېښو راکمول.

په افغانستان کې د تغذي په برخه کې د پانګونې د نوي چوکاټ کاري رېپوټ د تغذیې او غذايي مصؤنیت لپاره د سویلي آسیا سازمان لخوا، چې د نړیوال بانک لخوا ېې مدیریت کېږي، د اروپا د اتحادیې او د انګلستان هېواد د نړیوالې پراختیا ادارې په مالي مرسته ترتیب او چمتو شوی.

Image