Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه2022 اپریل 7

د نړیوال بانک سروې: سیاسي بحران د افغانستان خصوصي سکتور سخت ځپلی دی

واشنگټن، ۷ اپریل ۲۰۲۲ ـــ نړیوال بانک نن د خصوصي سکتور د یوې چټکې سروې موندنې خپرې کړې چې د افغانستان پر خصوصي شرکتونو او اشتغال باندې د ۲۰۲۱ د آګسټ د سیاسي بحران اغېزې ارزوي. دغه سروې چې د ۲۰۲۱ له اکټوبر تر نومبره پورې ترسره شوې ده، راښيي چې اقتصادي فعالیتونه په ډیره کچه اغېزمن شوي او خصوصي سکتور سخت ځپل شوی دی.

موندنې ښیې چې اکثره سروې شوي کار و بارونه د خپلو محصولاتو او خدمتونو په حصه کې د مستهلکانو د تقاضا له زیاتې کمېدا سره مخامخ شوي او مجبور شوي دي چې خپل فعالیتونه کم کاندي، پانګونه راکمه کړي او خپل یو شمیر کارمندان له کاره وشړي.

د سروې اساسي موندنې:

کُلي اغېزې:

  • د ګزارش له قراره، د هرو درېو سروې شویو تجارتونو یو یې د ۲۰۲۱ له آګسټ څخه راهیسې خپل فعالیتونه په مؤقتي ډول درولي دي، په ورته وخت کې هغو شرکتونو چې خپل عملیاتونه یې غځولي دي، د هغې اړتیا خبره یې کړې ده چې خپل عملیاتونه یې باید د تقاضا له کمېدونکې کچې سره عیار کړی وای.
  • وړو کاروبارونو لا زیات تاوان کړی دی ــ د سروې شویو وړو شرکتونو ۳۸ فیصده په مؤقتي ډول بند شوي وو چې د متوسطو شرکتونو په پرتله چې ۲۵ فیصده یې او د لویو شرکتونو په مقایسه چې ۳۵ فیصده یې له فعالیته لوېدلي وو، زیاته فیصدي راښيي.
  • هغه شرکتونه چې مالکان یې مېرمنې دي د دې سیاسي بحران د منفي اغېزو په مقابل کې لا زیات زیانمنونکي دي ـــ د هغو سروې شویو شرکتونو چې مالکان یې ښځې دي، ۴۲ فیصده یې په مؤقتي ډول بند شوي وو، حال دا چې دغه فیصدي د هغو شرکتونو لپاره چې مالکان یې نارینه دي، ۲۶ فیصده ده.
  • د ټولو هغو شرکتونو چې په سروې کې یې برخه اخیستې ده، ۸۲ فیصده یې د تقاضا کمښت یاد کړي دي ـــ دغه موندنه له هغې سروې سره مطابقت لري چې د افغانستان د هوساینې د نظارت په اړه په دې وروستیو کې خپره شوې ده او په هغه کې د کورنیو د عاید کمېدل او د پېرېدلو د کمېدونکي ځواک یادونه شوې ده.
  • داسې ښکاري چې د زراعتي محصولاتو تجارت، عمده فروشۍ او پرچون فروشۍ د دغو ټکانونو په مقابل کې لا زیات انعطاف لري ـــ د دې سکتور د سروې شویو شرکتونو تر ۸۰ فیصده زیات ویلي دي چې پوره یا قسماً خلاص پاتې شوي دي.

د دندو له لاسه ورکول:

  • د ټولو سکتورونو د هرې کچې (وړو، متوسطو، او لویو) سروې شویو شرکتونو دندې کمې کړې دي او په متوسط ډول یې خپل تر نیمايي زیات کارمندان منفک کړي دي.
  • په سروې شویو کار و بارونو کې ګومارل شویو ښځو په ټوله کې تر نرانو زیاتې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د ۲۰۲۱ له آګسټ راهیسې له هرو څلورو ښځو درې یې له سروې شویو شرکتونو څخه شړل شوې دي.

 موادو او منابعو ته لاسرسی

  • داخلي منابع لا ګرانې او کمې شوې دي او په سختۍ سره تر لاسه کېږي چې وجه یې د تأمیناتي شرکتونو بندېدل، د تأمیناتي زنځیر شلېدل، او د نرخونو تورم و.
  • وارداتي منابعو ته لاسرسی د سرحدونو د بندېدو، د خارجي اسعارو په موندلو کې د ستونزو، او د موادو د بیو د زیاتېدو په وجه سخت شوی دی.

تادیات و تجارتي انتقالات:

  • د بانکونو محدود فعالیت د نغدو پیسو پر انتقالاتو او د پیسو د غیر رسمي انتقالاتو (د حوالې سیستم) باندې تکیه زیاته کړې ده.
  • د بانکدارۍ په سیستم کې د پیسو د سیالیت کمښت او بانکي حسابونو او/ یا د پیسو د ورکړې خدماتو ته نه لاسرسي پر داخلي انتقالاتو منفي اغېزه کړې ده.

امنیت او د پیسو غیر رسمي ورکړې:

  • د هغو سروې شویو شرکتونو چې مالکان یې نران دي تقریباً د پنځو نه دریو شرکتونو یې ویلي دي چې په ښارونو کې امنیت ښه شوی دی؛ حال دا چې د هغو شرکتونو چې مالکان یې ښځې دي له دریو نه دوو یې ویلي دي چې امنیت لا خراب شوی دی.
  • سروې شویو شرکتونو د ۲۰۲۱ له آګسټ نه د مخکې وختونو په پرتله د حکومتي خدماتو په مقابل کې د غیر رسمي لګښتونو د کمېدو خبر ورکړی دی. اکثرو شرکتونو چې د سروې پوښتنو ته یې ځواب ورکړی دی، ویلي یې دي چې چا له دوی نه د مالیاتو د فورم د ډکولو، د ګمرکي تصفیې، یا د تجارت د تفتیش په وخت کې غیر رسمي پیسې نه دي غوښتي.

د راتلونکي په اړه نه اطمینان:

  • اکثره شرکتونه د خپلو راتلونکو فعالیتونو او پانګونو په اړه د پرېکړې کولو په برخه کې د «انتظار او در وضعیت در څیړنې» چلن خپل کړی دی.
  • ځینې شرکتونه اټکل کوي چې تر پخوا به لا زیات کوچني او منقبض کېږي او ان ښايي له بازار څخه وځي.
د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2022

اړیکه

دایانا چنګ
په واشنګتن کې
+۱ ۲۰۲ ۸۶۷۸۰۷۹

Blogs

    loader image

WHAT'S NEW

    loader image