col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-8
col-lg-8
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-7
col-lg-7
  • add-style
  • font-medium
  • lp-body-content

په افغانستان کې د ښاري او کلیوالي کارموندنې حالت، د خوړو خوندیتوب،ښوونې او روزنې او روغتیا سکتور په اړه مهم لنډیز

واشنګټن، د مارچ ۱۵، ۲۰۲۲ – نړیوال بانک نن د خپلې کور په کور سروې پایلې خپرې کړې چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ مېلادي کال په مني کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د ژوند د لومړنیو شرایطو د بدلونونو د ارزونې لپاره ترسره شوې وه. دا سروې چې د ټیلفون له لارې ترسره شوې وه د افغان کورنیو د ژوند د وضعیت یوه بیلګه وړاندې کوي چې کابو د هېواد ټولې سیمې یې پوښلې دي.

په ټولیز ډول پایلې ښیي، چې د افغانستان خلک لاهم د کار موندلو توان لري او یو شمېر مهمو عامه خدمتونو ته لاس رسی لرلای شي؛ خو بیا هم وضعیت خورا نازک دی او د عامه هوساینې او بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسۍ لپاره د چټک او ډراماټیک بدلون احتمال شته. له دې سره سره که چېرې د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته معاشات ورکړل شي او د خوړو برابرولو خوندېتوب رامینځته شي نو ښايي حالت یو څه ښه شي.

د دغې سروې مهمې موندنې لاندې برخې رانغاړي:

د دندې او کار اړوند:

  • د کار لټوونکو خلکو شمېر په کلیوالي او ښاري سیمو کې ډیر شوی.
  • په ښاري سیمو کې د کار فرصتونه محدود دي او د بیکارۍ کچه لوړه شوې ده.
  • په کلیوالي سیمو کې، د امنیت د ښه والي له امله، د کارموندنې کچه لوړه شوې ده.
  • په عامه سکتور کې د کار ونډه کمه شوې ځکه چې د امنیتې خدمتونو او دولتي دندو کمښت راغلی او د هغه ډول کارونو کچه چې خلک خپل ځان ته پیدا کوي لوړه شوې ده.
  • په ټولو سکتورونو او د هیواد په ټولو سیمو کې د کارکوونکو په عوایدو کې د پام وړ کمښت راپور ورکول شوی چې دا د معاشونو په ورکړه کې د راپور شوي ځنډ سره سمون لري.

د خوړو خوندیتوب اړوند:

  • ۷۰ سلنه ځواب ویونکو راپور ورکړی چې د دوی کورنۍ نشي کولای خپلې لومړنۍ خوراکي او غیر خوراکي اړتیاووي پوره کړي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ مېلادي کال د مې په میاشت کې دغه شمیره شاوخوا ۳۵ سلنه وه.
  • په ښاري او کلیوالي سیمو کې کورنېو د مصرف شویو خواړو په کیفیت (څرنګوالی) او کمیت (څومره والی) کې د پام وړ کمښت راپور ورکړی.

دښوونې او روزنې اړوند:

  • پداسې حال کې چې د جنسیت له مخې په ټولیزه توګه په ښوونځي کې د حاضرۍ توپیر لوړ دی، د سروې پایلې ښېي چې د ښوونځي په لومړنۍ دوره کې دنجونو ګډون د ۲۰۱۹ مېلادي کال د مني موسم په پرتله زیات شوی دی.
  • په ښوونځیو کې د نجونو ګډون په کلیوالي سیمو کې ځکه د پام وړ دی چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ناامنۍ له کبله د نجونو د ګډون کچه په لومړنیو ښوونځیو کې ټيټه وه.
  • په ښاري سیمو کې د هغو کورنیو تناسب چې خپلې نجونې یې ښوونځیو ته استولې، هماغه ۵۳ سلنه دی؛ خو له بل لوري بیا د هغو کورنیو ونډه چې نجوني یې یوازي د ښوونځیو لومړنۍ دورې ته استولې، زیاتوالی موندلی دی. سروې دا هم په ډاګه کوي چې د هغو کورنیو ونډه کمه شوې چې خپلې نجونې یې لومړنۍ او منځني ښوونځي ته استولې.

د روغتیايي خدمتونو اړوند:

  • هغو خلکو چې د ۲۰۲۱ مېلادي کال د اکتوبر نه تر دسمبر میاشتې پورې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي، د نارینه او ښځینه یا د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د لږ توپیر شاهدان دي.
  • سروی ښیې چي ۹۴ سلنه هغه خلک چې روغتیايي پاملرنې او خدماتو ته اړتیا لرل وکولای شول چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر نه تر دسمبر مېاشتې پورې یاد خدمتونه ترلاسه کړي که څه هم د نارینه او ښځینه یا د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ یو څه توپیر و.
  • د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دواړو دولتي او خصوصي سکتورنو مهم رول لوبولی، په داسې حال کې چې خصوصي سکتور له نېمايي زیاتو د روغتیايي خدماتو اړمنو خلکو ته د اړتیا وړ خدمات وړاندې کړي.
Contacts

دایانا چنګ

dchung1@worldbank.org
په واشنګتن کې
+۱ ۲۰۲ ۸۶۷۸۰۷۹

About The World Bank

The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.

col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
  • add-style

اړوند

lp-heading-bottom-medium

OMBC

Online Media Briefing Center (OMBC) news for accredited journalists
Sign In
https://media.worldbank.org/
Register
https://media.worldbank.org/user/register
secondary
white-btn