col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-8
col-lg-8
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-7
col-lg-7
  • add-style
  • font-medium
  • lp-body-content

واشنګټن، د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۴مه – نن د نړیوال بانک مشرتابه پلاوي د نړیوالې پراختیا ادارې اړوند ۱۳۲ میلیون ډالره وړیا مالي مرسته په افغانستان کې د بنسټیزو اصلاحاتو د دوام، د دولتي ادارو د لګښتونو د اغېزمنتیا او مالي شفافیت، د حکومتولۍ پیاوړتیا او د خصوصي پانګونې د تشویق له لارې د افغانستان د اقتصادي ودې په هدف تصویب کړه. نړیواله مالي اداره د خورا بېوزلو هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مالي مرستې څانګه ده.

ټاکل شوې چې دا نوې مالي‌ مرسته به د ۲۰۲۱ کال اړوند د مشوقو د پراختیا پالیسۍ پروګرام له لارې چې د افغانستان دولت د سولې او ملي پراختیا د چوکاټ له لومړیتوبونو سره سمون لري، مصرف شي. د افغانستان د بیارغونې صندوق به هم د دغه پروګرام د ملاتړ لپاره ۳۰۰ میلیونه امریکایي ډالره نوې مالي مرسته ترسره کړي چې د دې نوې مالي ټولګې مجموعه به ۴۳۲ میلیون ډالرو ته ورسېږي. د افغانستان د بیارغونې صندوق مدیریت د ۳۴ نړیوالو بسپنه ورکوونکو هېوادونو په استازیتوب د نړیوال بانک له خوا ترسره کېږي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هېنري کرالي د نوې مالي مرستې د اعلان ترڅنګ، وویل:"له افغانستان سره د دغې نوې مالي مرستې تصویب دا په ډاګه کوي چې د کرونا ویروس د ناوړو اغېزو له امله د اقتصادي او ټولنیزې اوضاع د ښه والي لپاره د نړیوال بانک مرستې د افغانستان له خلکو سره دوام لري. نړیوال بانک چمتو دی چې په روانې پېچلي او کړکېچن وضعیت کې د افغانستان له دولت سره د اصلاحاتو د بهیر د دوام، د ځان بسیاینې او په دې هېواد کې د اقتصادي ودې په برخه کې د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره خپلې مرستې او همکارۍ جاري وساتي."

نازک سیاسي وضعیت او د کوویډ-۱۹ وبا پر اقتصادي وضعیت، د دولت پر مالي سیستم او د ټولنیزې پراختیا پر پایلو خورا منفي اغېزې پرییښي دي. له ۲۰۲۰ زېږدیز کال راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو او د ښارونو د قرنطین له امله ډېر شمېر خلکو، په ځانګړې توګه په غیر رسمي او خدماتي برخو کې، خپلې دندې له لاسه ورکړې چې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ورسره دوه سلنې ته راټیټه شوې ده. په وروستیو څو میاشتو کې د بېوزلۍ کچه د وچکالی او سختو اقتصادي شرایطو له امله او همدارنګه د امنیتي بحران او نازک سیاسي حالت په نتیجه کې نوره هم زیاته شوې ده.

Contacts

ین دوینګون

ydoignon@worldbank.org
په واشنګتن کې:

په کابل کې:

infoafghanistan@worldbank.org
په کابل کې:

About The World Bank

The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.

col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
  • add-style

اړوند

lp-heading-bottom-medium

OMBC

Online Media Briefing Center (OMBC) news for accredited journalists
Sign In
https://media.worldbank.org/
Register
https://media.worldbank.org/user/register
secondary
white-btn