- add-style
- font-medium
- lp-body-content
کابل، د ۲۰۲۱ کال د جون لسمه – د سویلي آسیا هېوادونو لپاره د نړیوال بانک مرستیال، هارتویګ شېفرافغانستان ته د یوه درې ورځني سفر په ترڅ کې چې نن پای ته ورسېده، له افغانستان څخه د نړیوال بانک د اوږد مهاله ملاتړ او ژمنې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د کوويډ-۱۹ ویروس د خپرېدو د منفي اغېزو د مخنیوي او د یوې روښانه او سولیزې راتلونکې لپاره به دې بنسټ مرستې جاري پاتې شي.
ښاغلي شېفر په دې سفر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له ولسمشر، محمد اشرف غني، د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر، ډاکتر عبدالله عبدالله، د مالیې وزارت له سرپرست، محمد خالد پاینده او د کابینې له یو شمېر غړو او نړیوالو شریکانو سره وکتل.
د سویلي آسیا هېوادونو لپاره د نړیوال بانک مرستیال، هارتویګ شېفر د خپل سفر په پای کې وویل:” د افغانستان د اقتصادي وضعیت د بیا رغونې لپاره چې د کوويډ-۱۹ ویروس د شیوع له امله اغېزمن شوی او په دې هېواد کې د تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره چې په خورا سختۍ سره ترلاسه شوي، افغانستان اړ دی څو د نړیوالې ټولنې مرستې په دوام داره بڼه ترلاسه کړي او په دې توګه یوې سوکاله او سولیزه راتلونکې ته لاسرسئ ومومي. د نړیوال بانک مرستیال د خپلو خبرو په دوام ، زیاته کړه:” نړیوال بانک له نورو پراختیايی شریکانو سره په ګډه توګه له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او ژمن دی څو له دې هېواد سره د یوې پاېښت لرونکې اقتصادي ودې او ځان بسیاینې په برخه کې مرسته وکړي”.
د سویلي آسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال کابل ته د خپل سفر په بهیر کې د افغانستان د بیا رغونې صندوق د سرمشریزې کمیټې په غونډه کې هم ګډون وکړ او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې د دغه صندوق د ملاتړ په نقش او دې هېواد د ځان بسیاینې پر څرنګوالي یې بحث وکړ. ښاغلي شېفر د مرسته کوونکو هېوادونو له استازیو سره په خپلې کتنې کې د جینوا کنفرانس مالي ژمنې تر څېړنې او بحث لاندې ونیولې او د اصلاحاتو د بهیر پر چټکتیا، د خصوصي سکتور د پياوړي کېدو او د عامه خدماتو د دوام لپاره یې د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت نه د ملاتړ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د کرونا ویروس خپرېدل، پېچلی امنیتي او سیاسي اوضاع او د نړیوالې ټولنې د مرستو احتمالي کمښت د دې لامل شوی څو په افغانستان کې اقتصادي وده پڅ بهیر ولري. تمه کېږي چې د دې هېواد اقتصادي وده په ۲۰۲۱ کال کې یو سلنه وي او په ۲۰۲۲ کال اټکل کېږي چې درې سلنې ته ورسېږي. وړاند وینه کېږي چې د افغانستان دولت به په راتلونکو کلونو کې هم د روغتیا، ښوونې او روزنې، له خصوصي سکتور د ملاتړ، د کاري آسانتیاوو د رامنځته کولو او له خورا بېوزلو او زیانمنونکو خلکو او ټولنو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالې ټولنې مالي مرستو ته اړتیا ولري.
له افغانستان څخه د ملاتړ په موخه د نړیوال بانک پروګرامونه اوس مهال د ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۲۱ کلونو لپاره د هېوادني ګډون چوکاټ سره په همغږۍ تنظیم او اداره کېږي. نړیوال بانک د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مدیریت مسؤلیت هم پر غاړه لري؛ چې دغه صندوق د نړیوال بانک په چوکاټ کې د نړیوالو مرستو د تنظیم او برابرولو تر ټولو ستره سرچینه بلل کېږي. د افغانستان د بیا رغونې صندوق د یوه څلور کلن مشارکتي چوکاټ پربنسټ له افغانستان سره خپلې مالي مرستې جاري ساتي. د افغانستان د بیا رغونې صندوق او نړیواله پراختیايی اداره چې له تر ټولو بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د وړیا مرستو څانګه ده، په ګډه توګه هر کال ۱ میلیارد ډالر مالي مرسته افغانستان ته چمتو کوي. پر دې سربېره، نړیواله مالي اداره چې د نړۍ په کچه د پراختیا یو ستر بنسټ ګڼل کېږي او د خصوصي سکتور پر پرمختیا تمرکز لري، په ټولیزه توګه یې افغانستان سره ۵۴،۵ میلیون ډالره ژمنه کړې ده. همدا راز د نړیوال بانک د څو اړخیزې پانګه اچونې د تضمین ادارې لخوا په افغانستان کې څلورو خصوصي پانګونو سره د ۱۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت مالي مرستې د تضمین په توګه ترسره شوې دي.
:په کابل کې
: په واشنګتن کې
About The World Bank
The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.
- add-style