col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-8
col-lg-8
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-7
col-lg-7
  • add-style
  • font-medium
  • lp-body-content

کابل، د ۲۰۲۱ کال د جون ۹مه– د افغانستان د بیا رغونې صندوق مشرتابه کمیټې نن په خپلې کلنۍ غونډه کې د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د نوموړي صندوق نوې استراتیژۍ تصویب کړه. د افغانستان د بیا رغونې صندوق چې د افغانستان دولت د پراختیايي پروګرامونو یوه ستره تمویلونکې سرچینه ده، د ۳۴ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په ازستازیتوب یې مشري او مدیریت د نړیوال بانک لخوا کېږي.

د دې صندوق د مشرتابه کمیټې په کلنۍ ناسته کې د افغانستان دولت رسمي چارواکو او د مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو ادارو سفیرانو او استازیو ګډون کړی و. ګډون کوونکو لوریو د افغانستان د پراختیايي آجنډا د پرمخ وړلو په موخه د دولت له پروګرامونو څخه د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مرستو او ملاتړ په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وکړې.

دا غونډه په ګډه توګه د افغانستان د مالیې وزارت د سرپرست، محمد خالد پاینده او د سویلي آسیا هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مرستیال، هارتویګ شېفر لخوا ترسره شوه.

د افغانستان د بیا رغونې صندوق د نقش او ارزښت په اړه د مالیې وزارت سرپرست، محمد خالد پاینده د غونډې په پیل کې داسې وویل:" د افغانستان د بیارغونې صندوق له نړیوالو همکارانو سره د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې زموږ د اساسي مباحثو او اړیکو یواځنی آسانتیا برابرونکې بنسټ ګڼل کېږي او د افغانانو لپاره د یوه سوکاله ژوند په برابرولو او د پراختیايی نتایجو په ترلاسه کولو کې د افغانستان د اوږد مهالو هڅو په عملي کېدو کې کلیدي ونډه لري. اوسنیو شرایطو ته په کتلو سره د افغانستان د بیارغونې صندوق مرستې خورا مهمې دي او موږ د نړیوالې ټولنې له بې ساریو او دوام داره مرستو د زړه له کومې مننه کوو”.

د افغانستان د بیارغونې صنوق د دولت د بودیجې د یو ستر تمویلونکي بنسټ او همدارنګه د افغانستان د سولې او پراختیا د ملي پلان د تطبیق د یو کلیدي عنصر په توګه ګڼل کېږي. افغان حکومت د افغانستان د بیارغونې صندوق په ملاتړ او د نړیوالو همکارانو په مرسته د فقر او بیوزلۍ په له مینځه وړلو، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو، د ملکي بودیجې د لګښتونو په تامین او په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو اصلاحاتو تطبیق کې کار کوي.

په دې غونډه کې د سویلي آسیا هېوادونو لپاره د نړیوال بانک مرستیال، ښاغلي هارتویګ شېفر وویل:” د افغانستان د بیا رغونې صندوق په نړیوال بانک کې تر ټولو ستر وجهي صندوق ده چې د نړیوالو تمویل کوونکو هېوادونو او ادارو مالي مرستې د یو هېواد لپاره ترلاسه کوي. په داسې حال کې چې افغانستان د کوویډ-۱۹ د زیانونو او منفي اغیزو او یو مبهم سیاسي وضعیت سره مخامخ ده، د افغانستان د بیارغونې صندوق له افغان حکومت سره د عامه خدمتونو په ترسره کولو او د افغانانو لپاره د اړینو اصلاحاتو د تطبیق په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. نننۍ ناسته د افغانستان له خکلو او د تېرو ۲۰ کلونو له لاسته راوړنو د نړیوال بانک او نړیوالې ټولنې جدي ملاتړ په ډاګه ګوي چې په خورا سختي سره ترلاسه شوي دي”.

نوې ستراتیژۍ چې د ۱۴۰۰ نه تر ۱۴۰۳ (۲۰۲۱ – ۲۰۲۴) کلونو لپاره د مالي او همکارۍ پروګرام په نوم یادیږي، د افغانستان د بیا رغونې صندوق د پانګونو لپاره یو لارښود چمتو کوي او د افغانستان دولت د پراختیايي پالیسیو او پروګرامونو لپاره د نړیوالو تمویلونکو د ونډه اخیستنې یوه تګلاره وړاندې کوي.

نوې استراتیژۍ چې د افغانستان دولت او د افغانستان د بیا رغونې صندوق له تمویل کوونکو سره په ګډه همغږۍ طرحه شوې، د دغه صندوق پروګرامونه په افغانستان کې وضعیت او حالاتو ته په کتلو سره تنظیم کېږي. له بلې خوا دا استراتیژۍ د افغانستان د سولې او پراختیا د دویم ملي پلان او د افغانستان د ګډون چوکاټ د اصولو په ړنا کې چې د جینوا د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې تصویب شول، همغږي لري او له مخې به یې د دغه صندوق پروګرامونه انعطاف منونکي وي.

د افغانستان د بیا رغونې صندوق استراتیژۍ کې شپږ لومړیتوبونه ځای لري: جنسیتي برابري، د منازعاتو حساسیت، د اقلیم بدلون، د افغانستان د بیارغونې صندوق په پروژو باندې جدي څارنه او شفافیت، استراتیژیکې تخنیکي مرستې او د پراختیايي پروژو پر نتایجو کره څارنه.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس، هینري کرالي په دې غونډه کې وویل:” په دې موخه چې څنګه به افغانستان د کوویډ-۱۹ ویروس له منفي اغېزو سره مقابله کوي او په راتلونکې کال کې به د پراختیا په لوري ګام اوچتوي، اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړي. د نړیوال بانک ګروپ به د افغانستان دولت او نورو پراختیايي شریکانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي او موږ به اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان خلکو ته د اړینو خدماتو په رسونه کې خپل مالي ملاتړ ته ژمن پاتې شو”.

همدارنګه به د افغانستان د بیارغونې صندوق د مشرتابه کمیټې لخوا په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د فعالیتونو او پایلو څیړنه تصویب شوه. دا کار به د افغانستان د بیا رغونې صندوق نړیوالو تمویلونکو ته دا زمینه برابره کړي څو په افغانستان کې موجوده ګواښونه او فرصتونه وپېژني او د راتلونکو کلونو لپاره د دې صندوق پراختیايي پروګرامونه طرحه او عملي کړي.

* * * * * *

د افغانستان د بیارغونې صندوق په اړه لنډیز

د افغانستان د بیارغونې صندوق مدیریت د ۳۴ نړیوالو تمویلونکو او مرسته کوونکو هېوادونو په استازیتوب د نړیوال بانک په غاړه ده. دا صندوق د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لپاره د پراختیايي پروګرامونو او د لومړیتوب لرونکو اصلاحاتو په برخه کې مالي مرستې برابروي. د افغانستان د بیارغونې صندوق د افغان دولت د ملکي‌ بودیجې د تمویل او ملاتړ یوه ستره منبع ګڼل کېږي. د نوې ستراتیژۍ په تصویب سره به د ۱۴۰۰ نه تر ۱۴۰۳ (۲۰۲۱ – ۲۰۲۴) کلونو لپاره مالي مرستې ترسره شي. د یادولو وړ ده چې دا د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا د افغانستان لپاره څلورمه استراتیژۍ ګڼل کېږي چې د څلورو راتلونکو کلونو لپاره تصویب شوه. د افغانستان د بیا رغونې صندوق د فعالیتونو په اړه د www.artf.af ته مراجعه وکړه.

Contacts

رفیع تابع

rafi.tabee@gmail.com
د ماليې وزارت

نړیوال بانک

infoafghanistan@worldbank.org

About The World Bank

The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.

col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
  • add-style

اړوند

lp-heading-bottom-medium

OMBC

Online Media Briefing Center (OMBC) news for accredited journalists
Sign In
https://media.worldbank.org/
Register
https://media.worldbank.org/user/register
secondary
white-btn