- add-style
- font-medium
- lp-body-content
کابل –د ۱۳۹۹ کال د سرطان مياشتې ۲۵– د نړیوال بانک د نوي اقتصادي راپور د موندنو پر بنسټ، چې هر کال دوه ځلې خپرېږي، د کوويډ ۱۹ وایرس د خپرېدو له امله په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د افغانستان اقتصادي وده له ۵.۵ څخه تر ۷.۴ سلنه پورې کمېږي او دا وضعیت به له یوې خوا د بې وزلۍ او نېستۍ د ډېرېدو لامل وګرځي او له بلې خوا به د دولت د عوایدو کچه به په پراخه توګه راکمه کړي.
دغه راپور چې ” د توپان پر وړاندې درېدل“ په نامه نن خپور شو، د افغانستان پر اقتصادي ودې د کوویډ- ۱۹ وایرس د خپرېدو اغېزې، د امنیتي وضعیت پېچلتیا، د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو په کچې کې ابهامونه او له طالبانو سره د احتمالي سیاسي هوکړې پایلې پکې څېړل شوې دي. دغه راپور ګواښ کوي، چې د عوايدو کچې د ټېټېدو او د خوراکي موادو او د کورنيو د نورو لومړنيو اړتیاوو د قیمتونو د لوړېدو له امله، ښايي د هغه افغانانو کچه چې د بې وزلې تر کرښې لاندې ژوند کوي له ۵۵ سلنې څخه چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې و په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ان ۷۲ سلنې ته لوړه شي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس، هینري کرالي، وايي: ”د کرونا وایرس د خپرېدلو له امله رامنځ ته شوي ناورین د افغانانو د ژوند پر شرایطو فوق العاده منفي اغېز کړی دی. له بلې خوا، د حکومت د عوايدو د کچې ټېټېدل د دې لامل شوی، چې اړوندې ادارې نه دې توانېدلې د خلکو د روغتيا ساتنې له پاره مالي سرچينې، د ټولنې بې وزله خلکو ته معیشت ترلاسه کولو پروګرامونه او په ټوله کې د هيواد د چټکې اقتصادي ودې له پاره پروګرامونه جوړ کړي.“
د دې راپور موندنې همدارنګه ښيي، چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښارونو د قرنطین او د کوويډ -۱۹ وایرس د ډېر خپرېدو د مخنيوي په موخه د وقايوي تدابیرو له امله د اقتصادي فعالیتونو کچه کمه شوې ده او دې کار د صنایعوو او خدماتو سکټورونو پر فعالیتونو فوق العاده منفي اغېز کړی دی. سربېره پر دې، چې د کښت او د کرنیزو محصولاتو د تولید په کچې کې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال تر وچکالۍ وروسته زیاتوالی راغلی دی؛ خو د صنعتي تولیداتو کموالی او له یوې خوا خدماتو ته د تقاضا کموالی او له بلې خوا د سوداګرۍ د کسر له امله د عوايدو کمېدل او د مالياتو د ټولولو کمېدل، د افغانستان پر مالي نظام فشار له حد زیات ډېر کړی دی.
د رامنځ ته شوې ناورین د ناوړه اغېزو د له منځه وړلو په موخه د نړیوال بانک دغه راپور د دولتی لګښتونو پر محتاطانه ډلبندۍ باندې ټینګار کوي او موخه يې له تر ټولو زیانمنونکو برخو څخه ملاتړ او په اوږدمهال کې د اقتصادي تاوانونو محدودول بلل کېږي. دغه راپور همدارنګه د نړیوالې ټولنې له خوا د دوامدارو مالي مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی، ترڅو د نړیوالو مرستو د برابرولو له لارې د دې هيواد په کورني عوايدو کې رامنځ ته شوی کموالی جبران شي او کافي اندازه مالي سرچینو ته لاسرسۍ وي، چې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په موخه ولګول شي.
د افغانستان له پاره د نړیوال بانک ګروپ د دفتر رییس، هینري کرالي، په دې اړه وايي: ” د ناورین په اوسني وخت کې له زیانمن شوو کورنيو څخه د ملاتړ په موخه اړتیا ده، چې چټګ او لنډمهاله ګامونه پورته شي. له بلې خوا، د تجارتي قوانینو او مقرراتو په تنظیم کې اسانتیاوې رامنځ ته کول او له عامه خدماتو څخه دوامداره او ثابت ملاتړ په اوږدمهال کې د وضعیت په ښه کېدو کې مهمه ونډه درلودی شي. د نړيوالې ټولنې او پراختيايي شریکانو دوامدار ملاتړ د افغانستان د حکومتي ادارو د فعالیتونو د پرمختګ او پراختيا لامل کېږي او په پایله کې د خصوصي سکټور د باور د بېرته ترلاسه کولی لامل کېدای شي. نړیوال بانک د لنډمهاله پروګرامونو د پلي کولو او په اوږمهال کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو له پاره د بستر جوړولو په برخه کې به د افغانستان له دولت سره نږدې همکاري وکړي “.
په کابل کې:
ین دونګن
About The World Bank
The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.
- add-style