publication

په افغانستان کې د ښوونې او روزنې ارتقاء په سختو او ترینګلي شرایطو کې

Image

انځور: ناتلي لیر/ نړیوال بانک


په افغانستان کې د څو لسیزو جګړه او د سیاسي ټیکاو نشتون، تل د دغه هېواد د پوهنې او تحصیلي نظام په وړاندې د یو ستر ګواښ او ستونزې په توګه بلل کېږي.

سیاسي تحولات او د سیاستوالو د اېډیولوژیو بدلون خپلې ژورې اغیزې نه یوازې په ټولو متعلمینو او محصلینو باندې پریښي، بلکه د افغانستان د پوهنې او تحصیلي نظام ټولې چارې ېې ټکنۍ کړي دي. په ځانګړې توګه د دغه تحول لمن علمي او تخصصي کادرونه، روزنیزه زیربناوې، روزنیز نصاب او حتی د متعلمینو او محصلینو حاضري ېې هم تر خپل سیوري لاندې راوستې.

، څو په دې توګه د اوږد مهاله ودې او کارموندنې لپاره مناسب فرصتونه زیات شي.

د دغو ټولو هڅو په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې مخ په ودې ماتېدونکې اوضاع، یو ستر ګواښ بلل کېږي.

د افغانستان په سختو او ترینګلو شرایطو کې د ښوونې او روزنې ارتقاء رېپوټ، د دغه هېواد د پوهنې سکټور د پرمختیاوو او ستونزو په برخه کې یو تازه تحلیل او ارزونه وړاندې کوي، چې د دغه رېپوټ یوه برخه په راتلونکو شپږو کلونو کې په دغه سکټور کې د پروګرامونو د تطبیق په موخه د دولت لخوا د بودیجې په ځانګړې کولو باندې تمرکز لري.

پر دې سربېره،، او د هغه پربنسټ د زده کړو او روزنېزو پایلو او د دولتي لګښتونو او پانګونو د زیاتوالي او ښه والي په هدف، د اصلاحاتو لپاره یو لړ وړاندیزونه چمتو کړي.


مهمه موندنې:

  • . خو په دې برخه کې پایلو ته لاسرسي، انډولیزه او منصفانه نده. د دغه رېپوټ موندنې ښیي، چې په ۲۰۱۶ کال کې، له ټولټال ۳۴،۶۶ میلیون نفوس څخه، څه باندې ۹،۲ میلیون ماشومانو او ځوانانو په ښونځیو کې نوم لیکنه کړې ده، چې دغه وده په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د نوم لیکنې د شمیرو په پرتله، نهه ځله زیاتوالۍ په ډاګه کوي. خو په ورته وخت کې، د ماشومانو او ځوانانو د شمولیت په اړه د دغه ريپوټ د  تحلیل او اروزنه دا څرګندوي، چې د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۵ ولایتونو کې د ښونځي څخه د باندې ماشومانو کچه، په تیره بیا انجونې تر ۵۰ سلنې څخه هم زیات بلل کیږي. دغه موندنې جوتوي، چې په کلیوالو سیمو کې له ښونځي څخه د باندې ماشومانو او ځوانانو کچه د ملي اوسط د کچې په پرتله، ۱۰ سلنه زیاتوالۍ موندلۍ.
  • له بلې خوا، په ښونځیو کې د زده کوونکو د نوم لیکنې او فزیکي حضور د شمېرو ترمنځ زیات توپیر موجود دی، څرنګه چې دغه حالت دا څرګندوي، چې نږدې نیمايي زده کوونکي، چې نوم لیکنې ترسره کوي، وروسته له شمولیت څخه په منظمه توګه ښونځي ته نه راځي. د افغانستان په ښونځیو کې په معمولي بڼه د زده کوونکو د نوم لیکنې اسناد تر دریو کلونو پورې ساتل کېږي او کله چې زده کوونکۍ په دوام داره توګه غیرحاضري ولري، د نوم لیکنې ژورنال څخه ېې نوم حذف کېږي او هغه ته د "دایمي غیرحاضر" زده کوونکي خطاب کېږي. دغه موارد د زده کوونکي د نوم لیکنې او حضور په شمېرو او د هر زده کوونکي لپاره په انفرادي توګه د اړتیا وړ لګښت د اختصاص ورکولو له مخې محاسبه کېږي او د نوم لیکنې په رسمي شمیرو کې لیکل کېږي.
  • پوهنې او روزنې ته د پام وړ لاسرسي په برخه کې د خنډونو او ستونزو سربېره، د افغانستان روزنیز نظام د درسونو د زده کړې له بحران سره مخامخ ده، څرنګه چې ډیرۍ شمېر ځوانان نه پوهېږي، چې څرنګه لیک لوست وکړي. په افغانستان کې له ۱۵ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکي ځوانانو ترمنځ، یوازې نیمايي نفوس یې لوستي یا با سواد بلل کېږي. یو شمېر نور لاملونه او فکتورونه، چې د درس د زده کړې د کموالي او په پایله کې د زده کړو د بحران سبب ګرځي، عبارت دي له: د ښوونکو د تحصیلي سويې ټيټوالۍ، د زده کړو لپاره ناسم روزنیز چاپېریال او درسي خونې او د هغه شمېر ښوونکو شتون، چې اکثره ېې د تدریسي چارو پوهه او تخصص نلري او له علمي اړخه په شرایطو برابر ندي.
  • په وروستیو پنځو کلونو کې د پوهنې او روزنې په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره د اړتیا وړ مالي لګښټونو په اختصاص کې لږوالۍ راغلۍ. خو بیا هم، د دغه سکټور یو زیات شمېر مالي اړتیاوې د نړیوالو موسسو او سازمانونو لخوا تامین کېږي، څو په یوه بڼه خلکو ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر دوام ومومي. په اوس وخت کې اړینه ده، چې په متوسطه ښونځیو کې د زده کوونکو د شمېر په زیاتېدو سره، د پام وړ مالي سرچینې چمتو او تامین شي. که څه هم، چې د نوم لیکنې په شمېر کې زیاتوالۍ راغلۍ، خو په وروستیو کلونو کې د دولت لخوا د دغه سکټور د اړتیاوو د رفع کولو لپاره د بودیجې په اختصاص ورکولو کې کموالۍ راغلۍ ده. د ۲۰۱۰ – ۲۰۱۵ کلونو په بهیر کې، د اقتصادي ودې کچه په نسبي توګه زیاتوالۍ موندلۍ او د دولت ټوله بودیجه درې برابره زیاته شوې ده، خو دغه وده په پوهنې سکټور کې د روزنیزو فرصتونو د هڅونې لپاره د دولت لخوا د بودیجې پر زیاتوالي هېڅ راز اغیزه نده کړې.
  • که څه هم په افغانستان کې د پوهنې او تحصیلي فرصتونو د ملاتړ او تشویق لپاره د اړتیا وړ لګښټ منځنۍ کچه د یو شمېر پرتلې وړ هېوادونو د روزنې لګښتونو سره، د سرچینو څخه د ناسمې ګټه اخیستنې له امله زیاته بلل کیږي، خو بیا هم د بودیجې د اختصاص ورکولو اوسنۍ بهیر د نوم لیکنې د کچې ودې ته په کتلو سره، به تیره په ابتدایه او متوسطه زده کړو کې په هېڅ بڼه بسنه نکوي. د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د اړتیا وړ بودیجې د تامین لپاره اوس مهال یو شمېر ستونزې د هېواد په کچه شتون لري، چې اړتیا لیدل کېږي، څو دولت په دې برخه کې په خنډونو او ستونزو برلاسۍ شي. د هېواد د پوهنې او تحصیلاتو په برخه کې اوسنۍ لاسته راوړنې د تازه مالي سرچینو په نه اختصاص ورکولو او له شته سرچینو څخه د ناسمې ګټه اخیستنې په صورت کې ماتېدونکې دي او اوسنۍ روزنیز سیستم به دا ځواک ونلري، چې د متعلمینو او محصلینو له ( متوقعه) ودې څخه هر اړخیز ملاتړ ترسره کړي.
  • د پوهنې د بېلابېلو واحدونو او په ټولیزه کچه د هېواد د ټول تحصیلي سیستم تحلیل او تجزیه دا څرګندوي، چې موجوده تشې او ستونزې یوازې په یو مشخص واحد پورې منحصر او متمرکز کېدلۍ نشي. خو په ورته مهال، دا مهمه ده، چې په یاد ولرو، چې د زده کوونکو د نوم لیکنې او حضور ترمنځ یو پراخ واټن موجود ده. د دغه واحد د اړتیا وړ لګښت د تنظیم چارې که چېرې د زده کوونکو د نوم لیکنې د شمېر په ځای د هغوی د حضور د شمېر پر بنسټ ترسره شي، نو د لګښټ د سپما کچه به د ناخالصه کورني تولید (GDP) له مخې ۲۵ سلنه وي. د دغه رېپوټ موندنې دا په داګه کوي، چې د دغه واحد لګښت د نورو لږ عاید لرونکو هیوادونو د شمیرو په پرتله، خورا زیات ده. له بلې خوا، د  افغانستان د لوړو زده کړو واحد لپاره د اړتیا وړ لګښټ د لږ عاید لرونکو هیوادونو د اوسط حد ته نږدې ده: یعنې په افغانستان کې د سړي سر عاید پرتله ۱۴۱ سلنه  ده، په داسې حال کې چې په بل لږ عاید لرونکي هیواد دغه کچه ۱۲۵ سلنه بلل کیږي. یو شمير نور شاخصونه او سرچینې، چې د ظرفیت نه ښکارندويي کوي، عبارت دي له: د بودیجې په تطبیق کې کمزورتیا، په تیره بیا د تدارکاتي پروژو په برخه کې، بې ځایه او ګزاف اقتصادي لګښټونه او په پایله کې د روزنیزو فرصتونو لپاره مالي او تخنیکي سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې.
  • د شمولیت د ګټو په هکله تحلیل او ارزونه دا په ډاګه کوي، چې په ټولو تحصیلي ډګرونو کې د دولت د لګښټونو کچه، له ابتداییه ښوونځي څخه نیولې تر لوړو زده کړو پورې، زیات شمېر ګټې د ټولنې هغه شمېر ماشومانو ته متوجه کوي، چې کورنۍ یي تر نورو زیاته کچه عاید لري. د ابتداییه ښوونځي د زده کوونکو ترمنځ، د زیات عاید درلودنکي ماشومانو ډله د ټولو زده کوونکو یو په څلورمه برخه رانغاړي، په داسې حال کې، چې د تر ټولو لږ عاید لرونکو ماشومانو ډله، یوازې د ټولو ماشومانو ۱۵ سلنه برخه جوړوي. د زده کوونکو هغه ډلې، چې د کورنۍ د عاید د ترلاسه کولو له مخې په ټیټه او منځنۍ کچه کې ځای لري، په ښوونځیو کې د زده کوونکو ۲۶ سلنه برخه جوړوي ( د پورته ډلې د هغه زده کوونکو په پرتله، چې کورنۍ یی زیاته کچه عاید لري او تقریبا د زده کوونکو یو په دريمه برخه جوړوي). هغه ډله زده کوونکي، چې د عاید کچه ېي له منځنۍ اندازه پورته دي، یوازې ۵ سلنه او د پوهنتون په کچه، ۱۲ سلنه برخه جوړوي. د یادونې وړ ده، چې له نیمايي څخه زیات محصلین چې په پوهنتونونو کې زده کړې کوي، له هغه شمېر محصلینو له ډلې څخه دي، چې د عوایدو کچه یې پورته بلل کیږي.

وړاندیزونه:

د پوهنې او تحصیلي برخو د اجراآتو د ښه والي او د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره، اړتیا لیدل کیږي، څو افغانستان یو شمېر بنسټیز اصلاحات په پالیسي ګانو او خپل سکټوري سیاستونو کې او همدارنګه د دغه سکټور د ودې لپاره د مالي سرچینو د تامین په برخه کې طرح او عملي کړي. اړتیا لیدل کېږي، څو افغانستان د پوهنې او تحصیلاتو د یو متوازن نظام د پیاوړي کولو لپاره په پراخه کچه پانګونه ترسره کړي. دې ته په پام سره چې کمزوري روزنیز او تحصیلي امکانات او شرایط د ټولنیز نظام د خرابېدولو، له منځته تللو او حتی سقوط لامل ګرځي، نو ځکه جدي اړتیا لیدل کېږي، ترڅو افغانستان د زیاتو پانګو او لګښټونو په اختصاص ورکولو باندې تمرکز وکړي، چې په پایله کې یې د روزنې او تدریسي چارو کیفیت ښه شي او د اړتیا وړ درسي مواد چمتو او تامین شي.

په هېواد کې د شته امکاناتو او فرصتونو په ړنا کې روزنیزو پروګرامونو کې د متعلمینو د حضور لپاره د لاسرسي د آسانتیاوو برابرول، په تیره بیا په کلیوالو او نا امنو سیمو کې چې هلته د زده کوونکو تګ ښونځي ته د هغوی د ژوند لپاره یو ستر ګواښ بلل کیږي. په ورته مهال، بېلابیلو تګلارو او اړوندو لګښټونو ته ېې په پام سره، په جامع او خورا همغږي توګه د یوې خدماتي ټولګې طرحه باید د دولت او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو لپاره یو لومړیتوب وبلل شي.

. اړتیا لیدل کېږي، چې افغانستان د څو پرله پسې کلونو لپاره د یوې بودیجې په طرحه کار وکړي، چې هغې کې د هېواد د راتلونکو روزنیزو او تحصیلي اړتیاوو او فرصتونو په پام کې نیولو سره د مالي اړتیاوو کره ارزونه شوي وي. له هغه ځایه چې تمه کیږي، څو په راتلونکې کې د هغه ماشومانو په شمير کې چې د ښونځي په سن کي دي، کموالي راشي، نو داسې اټکل کيږي، چې په ملي کچه به د ښوونځیو د ودانیو او نورو اړوندو زیربناوو جوړښت باندې فشار به راکم شي، نو ځکه په اوږد مهال کې د بودیجې د اختصاص ورکولو پلانونه باید تر ډیره کچه په ښونځیو کې د ساتنې او پالنې په برخو او همدارنګه په ښوونځیو کې د زده کړو لپاره د اړینو وسایلو او توکو په برابرولو متمرکز شي.

د اوسنۍ بودیجې له جوړښټ څخه د ګټې اخیستنې لپاره د هڅو دوام او د دولتي سرچینو څخه د ګټه اخیستنې په مهال د حساب ورکونې او تخصیص په برخو کې د ړونتیا او شفافیت د تامین لپاره د معلوماتي سیستمونو رامنځته کول. د پوهنې او تحصیلي سیستمونو د اجراآتو او تګلارو تحلیل او ارزونه او د اړتیا وړ مالي سرچینو تامین، هراړخیزو ارقامو او موندنو ته لاسرسۍ او اړتیا، چې د څو اړخیزه معلوماتي سیستم د رامنځته کولو له لارې ترلاسه شي. د اروزنو او پایلو د ترلاسه کولو لپاره د راپور ورکولو د یو واحد معلوماتي سیستم مدیریت.