Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2019 جولای 7

په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر نوي رییس خپل کار پېل کړ

کابل، د ۲۰۱۹ کال د جولای ۷مه ښاغلی کرالي د ښاغلي شوبهم چوهدري ځای ناستی دی چې په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ دفتر د رییس په توګه یی کاري ماموریت پای ته ورسېد.

هنري کرالي د اوګاندا هېواد اوسېدونکی ده چې په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې یې په نړیوال بانک کې په کار پېل وکړ او په دې موده کې یې د څو مهمو دندو مشري په غاړه اخیستې ده. وړاندې له هغې چې نوموړی په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړي، په ګانا، لیبریا او په سیرالئون کې د نړیوال بانک ګروپ دفتر د رییس په توګه کار کول.

"د ویاړ ځای دی چې ماته په افغانستان کې د نړیوال بانک د رییس په توګه مسوولیت را سپارل شوی ترڅو د افغانستان له خلکو سره د یوې سوکاله راتلونکې په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړم." په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ د دفتر رییس؛ هنري کرالي د دغه مطلپ په څرګندولو سره زیاته کړه: " له خپلو نړیوالو همکارانو سره په ګډه همغږی؛ موږ ژمن یو څو په اوسني حساس وضعیت کې د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شو او د بېوزلۍ د کچې په راکمولو او خلکو ته د یو هوسا او سوکاله ژوند په برابرولو کې خپلې مرستې جاري وساتو."

ښاغلي هنري سربېره په دې چې په گانا، لیبریا او سیرالیون کې د نړیوال بانک د دفترونو د رییس په توګه دنده ترسره کړې، همدا رنګه نوموړی د سویلي قفقاز سیمې اړوند په ګرجستان کې هم د نړیوال بانک د سیمه ییز رییس په توګه کار کړی. د نوموړي د کاري تجربو او موندنو تمرکز د نړی به بېلابېلو سیمو کې؛ په ځانګړې توګه د لاتینې امریکا سیمه، افریقا، ختیځه او سویلي آسیا، اروپا او مرکزي آسیا کې د پام وړ بلل کېږي.

مخکې له هغه چې ښاغلي هنري په نړیوال بانک کې خپل کار پیل کړي، نوموړی د انګلستان په برمینګهم پوهنتون کې د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په برخه کې په تدریسي چارو بوخت وو. نوموړي خپل د لیسانس سند د Makerere له پوهنتون څخه او خپل د ماسترۍ او دوکتورا زدکړو سندونه یې د انګلستان له برمینګهم پوهنتون څخه ترلاسه کړي دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ د مرستو او ملاتړ په هکله لنډیز

اوس مهال د افغانستان لپاره د نړیوال بانک ګروپ مرستې د هیوادني ګډون چوکاټ له مخې چې  د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ زېږدیز کلونو لپاره د نړیوال بانک ګروپ د ستراتیژۍ او مرستو تنظیم کوونکی میکانیزم بلل کیږي، ترسره کیږي. نړیوال بانک د ۳۴ هېوادونو او تمویل کوونکو نړیوالو موسسو په استازیتوب د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مدیریت چارې؛ چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت ترمینځ د ګډې همکارۍ یو میکانیزم دی او د افغانستان د دولت د عادي او پرمختیايي بودیجې د ملاتړ تر ټولو ستر مالي صندوق  بلل کېږي، په غاړه لري.

د نړیوالې پرمختیا اداره چې د نړی خورا بېوزله هېوادونو ته د نړیوال بانک ګروپ د مالي مرستو برابرولو برخه بلل کېږي او د افغانستان د بیا رغونې صندوق اوس مهال په ګډه توګه ژمن دي څو د افغانستان لپاره د اړتیا وړ مالي مرستې چمتو کړي. د نړیوال بانک ګروپ د نړیوالې پرمختیا ادارې  او د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مالي ژمنو سقف هر کال په وار سره ۲۰۰ میلیون ډالرو او ۹۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي؛ چې د افغانستان د عادي او پرمختیايي بودیجو د تمویل یو ستره مالي سرچینه بلل کېږي.

سربېره پر دې، نړیوال بانک پورې اړوند د  نړیوالې مالي ادارې د مالي ژمنو سقف ؛ چی د خصوصی سکتور د پراختیا په برخه کې د نړیوالې پرمختیا تر ټولو ستر بنسټ بلل کېږي، له ۵۴ میلیون ډالرو څخه ۸۰ میلیون ډالرو ته د ۲۰۱۷ – ۲۰۲۰ کلونو لپاره زیاتوالی موندلی. د نړیوال بانک د څو اړخیزو پانګونو د تضمین اداره چې د سیاسي ګواښونو لپاره د نوموړي بانک لخوا د بیمې آسانتیاوې برابروي، هوډ لري څو د مالي سکتور د پرمختګ، د تولیداتو د ودې، د کرنیزو محصولاتو تجارت او په افغانستان کې د خدماتو او د زېربناوو د پراختیا په برخه کې پانګونه وکړي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2019

اړیکه

په کابل کې
infoafghanistan@worldbank.org
په واشنګټن کې:
الینا کارابان
+1 (202) 473-9277
ekaraban@worldbank.org
Api
Api