Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2018 اپریل 10

د مالیي وزارت او نړیوال بانک ترمېنځ د اقتصادي پیاوړتیا او روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه د ۶۹۱ میلیون ډالرو په ارزښټ وړیا مرستې درې تړونونه لاسلیک شول

Image

انځور: د افغانستان اسلامي جمهوریت د ماليې وزارت


د وري ۲۱مه ۱۳۹۷: مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي شوبهم چوهدري، سره چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروز الدین فیروز، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي او د جنوبي آسیا لپاره د نړیوال بانک سرپرسته مرستیالې اغلۍ ایتل سنهاوسر، هم شتون درلود، په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د ښه والي او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د ۶۹۱ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت وړیا مالي مرستې درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د یادې مالي مرستې موخه چې د ۲۰۱۸ کال مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه د نړیوال بانک د مدیره پلاوي او د ۲۰۱۸ کال مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د افغانستان د بیا رغونې صندوق د مشرتابه کمېټې لخوا منظور شوه، ښه کیفیت لرونکو روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسي، د دولتي بانکونو د عملیاتي چارو د سیستم معیاري کول، په سیمو کې د مخابراتي ټکنالوژۍ د بنسټونو نښلول، د برېښنایي حکومتولۍ له تګلارې څخه په ګټه اخیستنې د دولتي خدمتونو پراختیا او په دې برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره د آسانتیاوو برابرول دي.

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، په دې اړه وویل: "د روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړول، د بانکدارۍ بنسټونو پیاوړي کول او د دولتي سیستمونو ډیجیټلي کول، زموږ خلکو ته د غوره او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو کې زموږ پیاوړتیا زیاتوي" نوموړي زیاته کړه، دا مرستې د نړیوالې ټولنې د دوامداره ژمنو ښکارندوی دي، چې د پراختیا لپاره یې له افغان حکومت سره د لومړیتوب لرونکو اصلاحاتو پلي کولو په موخه کوي."

د یادونې وړ ده، چې د یادې وړیا مالي مرستې له بستې څخه، ۲۳۱ میلیون ډالره ېې د نړیوال بانک ګروپ د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا، چې د تر ټولو بې وزلو هېوادونو لپاره مالي سرچینه ده، ۴۲۵ میلیونه ډالر د افغانستان د بیا رغونې صندوق، چې د دې صندوق مدیریت د نړیوال بانک لخوا ترسره کیږي، او همدارنګه ۳۵ میلیون ډالره پاتې برخه یی د میندو او ماشومانو د روغتیا لپاره د پانګه اچونې نړیوال صندوق له لوري برابرې شوي. 

"اوس مهال له یوې خوا د افغانستان دولت د اصلاحاتو د یو پیاوړي پروګرام د تطبیق په هڅه کې دی ، او له بلې خوا د کورني عوایدو د کموالي له امله له بودیجوي فشار سره مخامخ دی ، که څه هم، چې د عوایدو راټولولو بهیر ښه شوی، اما د امنیتي او پراختیايي پروژو د لګښټونو د برابرولو لپاره د مالی سرچینو اړتیا په دوام داره توګه د زیاتوالي په حال کې ده،" دغه مطلب په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر مشر، شوبهم چوهدري څرګند کړ، او زیاته ېې کړه: "که څه هم وضعیت کړکېچن او ستونزې زیاتې دي، د نړیوال بانک ګروپ لخوا د مرستې د دغې نوې بستې په ځانګړي کولو سره موږ یو ځل بیا د افغانستان دولت څخه د خپل ملاتړ ټینګار کوو، تر څو د افغانانو لپاره د اړتیا وړ خدمتونو په برابرولو کې هراړخیزې هڅې جاري وساتي. د ساري په توګه، د نوې روغتیایي پروژې د پلې کېدو سره د افغانستان ټولو وګړو ته د روغتیایي او تغذي خدمتونو وړاندې کول به د افغانستان به ۳۴ ولایتو کې ښه والې ومومي

د ۶۹۱ میلیون امریکايي ډالرو دغه وړیا مرسته د لاندې درې پروګرامونو د تمویل لپاره ځانګړي شوي:

  • ۶۰۰ میلیون ډالره د افغانستان د روغتیا پروژې لپاره ځانګړی شوي، څو په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت، تغذي او د کورنۍ د تنظیم کولو په برخه کې ښه والی او پرمختګ رامنځته شي. په دغه وړیا مرسته کې۱۴۰ میلیون ډالره د نړیوال بانک لخوا، ۴۲۵ میلیون ډالره د افغانستان د بیارغونې صندوق د تمویل کوونکو له لوري او ۳۵ میلیون ډالره د ماشومانو او مېندو د روغتیا لپاره د نړیوالې پانګونې صندوق له خوا شاملې دي او یاده پروژه د عامې روغتیا وزارت لخوا پلي کېږي.
  • ټاکل شوې چې۵۱ میلیون ډالره وړیا مرسته د نړیوال بانک لخوا د افغانستان د ډ یجیټل کاسا۱ پروژې ته ځانګړې شي‏، څو له دې لارې په ټیټه بیه د انټرنټ خدمتونو کې زیاتوالی رامنځته شي، د خصوصي پانګوالو د تشویق لامل وګرځي او د یوې واحدې سیمه ییزې زیربنا په رامنځته کولو سره د دولت لخوا د خدمتونو وړاندې کول په برېښنایي توګه ترسره شي. د دغې پروژې د پلي کولو مسوولیت به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په غاړه وي.
  • د نړیوال بانک له دغې وړیا مرستې څخه، ۴۰ میلیون ډالره د دولتي بانکونو د نوي کولو او په دې برخه کې د حکومتولۍ د پياوړتیا او د بانکونو د عملیاتي اغیزمنتیا لپاره ځانګړې شويده . د دغې پروژې ستره موخه د دولتي بانکونو د حقوقي چوکاټ او د عملیاتي چارو پياوړتیا بلل کېږي. دغه پروژه د مالېې وزارت لخوا تطبیق کیږي، او ټاکل شوې ده چې د دغې پروژې له لارې درې دولتي بانکونه: نوی کابل بانک، افغان ملي بانک او  پښټنې بانک کې د روڼتیا، اغیزمنتیا او د بانکدارۍ په چارو کې د معیاري کولو له برخو څخه ملاتړ ترسره شي. له دې سربېره د اقتصادي ودې په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ او په دغو بانکونو کې د اوږد مهاله سوداګریز موډل رامنځته کول هم د دغې پروژې په فعالیتونو کې شامل دي.

--------------

یادداښت:

د افغانستان د بيارغونې صندوق، د افغان دولت د ملي بوديجې د مالي ملاتړ يوه وسيله ده چې مالي سرچينې يې د ٣٤ مالي ملاتړ کوونکو له لوري چمتو او نړيوال بانک د دغه صندوق د مديريت مسووليت، د مالي ملاتړ کوونکو په استازيتوب؛ پر غاړه لري.  افغان دولت د ملي بوديجې له لارې د ټولو پروژو د عملي کولو او ژمنه شوو لګښتونو مسووليت پر غاړه لري. د افغان دولت لپاره د ياد صندق ټولې ژمنې د وړاندوينې او اټکل له مخې دي او د يوه غوره او معتبر چوکاټ د پياوړتيا په موخه، ارزونه کېږي. دغه صندوق همدارنګه د دولت د اصلاحي پروګرامونو د عملي کولو څرنګوالي په اړه د نظر ورکولو او خبرو اترو د بدلون زمينې او د همغږۍ کوونکي ميکانيزم د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لوبوي.

د میندو او ماشومانو د روغتیا لپاره د پانګه اچونې نړیوال صندوق د پراختیايي شریکانو ترمنځ یو مشارکت بلل کیږي چې د روغتیا سکتو د اړتیاوو او لومړیتوبونو  پر بنسټ د یو ګډ پلان د تطبیق لپاره د هیوادونو او همکارانو ترمنځ همغږي او انسجام رامنځته کوي. دغه صندوق د هغو هیوادونو لپاره د مالي سرچینو په برابرولو کې مهمه ونډه لري، کوم چې د دغه صندوق له مرستو څخه برخمن کیږي او خپلې مرستې د نړیوالې پراختیايي ادارې او د نړیوال بانک د نړیوالې بیارغونې او پراختیا بانک او همدارنګه د نورو لیوالو سرچینو او یا هم د خصوصي سکتور له لارې برابروي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/۲۰۱۸

اړیکه

په کابل کې
اجمل حمید عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت
۰۷۰۴۹۹۹۹۵۹
tamas@mof.gov.af
عبدالرووف ضیاء
په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر
۰۷۰۱۱۳۳۳۲۸
infoafghanistan@worldbank.org
په واشنگتن کې
ایلینا کارابان
نړیوال بانک
+۱۲۰۲۴۷۳۹۲۷۷
ekaraban@worldbank.org
Api
Api