Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2018 اکتوبر 31

افغانستان د هغه هیوادونو د لست په سر کې راغلې چې د سوداګرئ ترسره کولو راپور د شاخصونو پر بڼسټ، د سوداګرئ د چاپیریال ښه والې په موخه لازم ګامونه پورته کړې


کابل، د ۱۳۹۷ کال د لړم  نهمه – د ۲۰۱۹ زېږیدیز کال د سوداګرئ ترسره کولو راپور چې نن د "د اصلاحاتو لپاره زده کړه" تر سرلیک لاندي خپور شو، ښيي چې افغانستان په ۲۰۱۷ کې د یو لړ اصلاحاتو به عملي کولو سره په هغو غوره هېوادونو په لړ کې شامل شو چې د سوداګرئ له پاره د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې یې د پام وړ ښه والی راوستی دی.

. د دغی لاس ته راوړنی په پام کی نیولو سره، افغانستان د سوداګرئ ترسره کولو په برخه کې په خپلو شمیرو کې د لسو شمیرو په زیاتولو سره خپل مقام لوړ کړی او نومرې یې له ۳۶،۱۹ څخه ۴۷،۷۷ ته پورته شوې دي.

هغه عمده اصلاحات چې د افغانستان دولت یې په دې وروستیو کې عملي کړي دي، په دې برخو کې وو: د نوي سوداګرئ پیل، پور ته لاسرسی، د وړو پانګه اچونو څخه ملاتړ، د مالیاتو ورکول، د ورشکستګۍ د ستونزې حل.

"د سوداګرئ د چاپېریال ښه کېدل د داخلي  پانګونې د هڅولو او په افغانستان کې د کاري فرصتونو د برابرولو له پاره خورا مهم دي. له جنګ او ناامنۍ څخه راولاړ شویو ننګونو ته په پام سره، دا چې دولت په هېواد کې د سوداګرئ د چاپېریال د ښه کولو په برخه کې ژمن  دی، د ستایلو وړ دي،" دا خبره د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس شوبهم چوهدری وکړه او ویې ویل: "هیله من یو چې په راتلونکو کلونو کې به هم د افغانستان د لا زیاتو پرمختګونو شاهد اوسو."

د تېر کال په بهیر کې افغانستان د جواز د ترلاسه کولو د فیس په راکمولو سره پانګه اچوونکو ته د سوداګرئ پیل آسانه کړی دی. د دې اصلاحاتو په نتیجه کې د پانګه اچوونکو له پاره د نوي سوداګرئ د پیلولو لګښت د سړي سر د عاید په حساب له ۸۲،۳ څخه ۶،۴ سلنې ته راکمه شو.

د افغانستان دولت په تېر کال کې د سوداګرئ د حقوقي چوکاټ پر اصلاح او تقویې هم تمرکز کړی دی. د پانګه اچونې د ملاتړ تګلارې په اساسي توګه غښتلي شوې چې په نتیجه کې یې افغانستان یو له هغو اقتصادونو وګنل شو چې په دې سیمه کې یې تر ټولو زیات پرمختګ کړی دی. د محدود المسوولیتو شرکتونو نوي قانون د ناقانونو ګټو د ټکر د مخنیوي او د شراکتي جوړښتونو د تقویې په برخه کې د پام وړ پرمختګ لاره هواره کړې ده. پر دې سربېره، د سوداګریزو اجراآتو قانون تعدیل شوی چې ونډوالو ته د معاملو د ننګولو په برخه کې لا زیات واکونه ورکوي. د وړو پانګونو څخه ملاتړ د افغانستان غښتلتیا ده. افغانستان د دې برخې په درېو شاخصونو کې له ۱۰ څخه ۹ نومرې اخیستې دي. شواهدو ته لاسرسی او د ونډوالو د قضایي دعوو لګښتونه، د ونډوالو حقونه او د شرکتونو په حقوقي او مدیریتي جوړښتونو کې د دوی نقش، ونډوال د شرکتونو د مدیره پلاوي له ناسم کنټرول څخه ساتي. دا هغه څه دي چې افغانستان یې د وړو پانګونو څخه د ملاتړ په درجه بندۍ کې په ۲۶ مقام کې درولی دی.

. د دې قانون له مخې اوس معتبرو پور ورکوونکو ته د دېوالي کېدو تر هرې دعوې لومړیتوب ورکول کېږي. همدارنګه افغانستان د دېوالي کېدو یا ورشکستګۍ د ستونزې د حلولو شرایط داسې آسانه کړي دي چې د دېوالي کېدو د دعوی په بهیر کې د مدعي له پاره د سوداګرئ د دوام لاره هوارېږي او د دغو دعوو په حل کولو کې پور ورکوونکو ته لا زیاته برخه ورکول کېږي.

. په ۲۰۱۷ کې د متشبثینو له خوا د مالیاتو د پرې کولو وخت پنځه ساعته راکم شو او ۲۷۰ ساعتونو ته راورسېد. حال دا چې د سویلي آسیا په هېوادونو کې دغه وخت په اوسط ډول ۲۷۵ ساعته دی. همدارنګه د مالیاتو د څار بهیر د ۲۰۷،۵ ساعتو څخه ۱۱۱ ساعتو ته را کمه شوي دي.

افغانستان د سوداګرئ د پیلولو په لحاظ په نړۍ کې ۴۹ ځای لري. سره له دې هم افغانستان په نړۍ کې د جایدادونو په ثبتولو (۱۸۶ ام ځای)، د ودانۍ د مجوز په صادرولو (۱۸۴ ام ځای)، او د قراردادونو په عملي کولو (۱۸۱ ام ځای) کې شاته پاتې دی. د بېلګې په توګه په افغانستان کې د جایداد د انتقال پړاوونه په ۲۵۰ ورځو کې ترسره کېدای شي ، حال دا چې دا کار د سویلي آسیا په هېوادونو کې په اوسط ډول ۱۱۴ ورځې وخت نیسي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2018

اړیکه

په کابل کې
په کابل کې
۰۷۰۱۱۳۳۳۲۸
infoafghanistan@worldbank.org
په واشنگتن کې
ایلینا کارابان
+۱۲۰۲۴۷۳۹۲۷۷
ekaraban@worldbank.org
Api
Api