Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2017 جولای 12

د افغانستان دولت د ۴۸۲،۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د نوې وړیا مرستې تړونلیک لاسلیک کړ

 کابل، د ۱۳۹۶ کال دچنګاښ ۲۱ ( د ۲۰۱۷ د جولای ۱۲ ) – د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مالیې وزارت لخوا نن د ۴۸۲،۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د وړیا مرستې تړون له نړیوال بانک سره لاسلیک کړ. په هېواد کې روانو حساسو شرایطو ته په کتلو سره، د دغې نوې مالي مرستې هدف د فقر او بې وزلۍ د پراخې لمنې د راټولولو لپاره د دولت له هڅو څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ بلل کیږي . د دغه نوي تړون لاسلیک کېدل د ټولو افغانانو لپاره د پراختیايي برنامو د تطبیق لپاره د دواړو لوریو ترمنځ د اوږد مهاله ژمنې ښکارندوي کوي.

په پام کې دي، چې د مرستو دغه نوې ټولګه د افغانستان له دولت سره په بیلابیلو برخو او ساحو، لکه د کډوالو له راستنیدو څخه رامینځته شوې ستونزې او کړکیچ، د خصوصي سکټور وده او پرمختیا، په پنځو ښارونو کې له پرمختیایي پروګرامونو څخه ملاتړ، د بریښنا رسولو شبکې پراختیا، د خوراکي مصؤنیت ښه والی او د کلیوالي سرکونو جوړولو برخې تر پوښښ او ملاتړ لاندې راولي. د دغې وړیا مرستې یوه برخه د نړیوالې پراختیايي ادارې مالي ژمنه بلل کیږي، چې تر ټولو بې وزله هېوادونو سره د نړیوال بانک  تمویل کوونکې څانګه بلل کیږي او بله برخه یې د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا، چې د مدیریت چارې یې د نړیوال بانک له لوري پرمخ وړل کیږي، برابرې شوي.

"د مرستې دغه ټولګه، زموږ د خلکو د اقتصادي او پراختیایي ستونزو او کړاوونو د حل لپاره د ګډې ژمنتېا نوې کول دي. ښه حکومتولي، کارموندنه، اقتصادي وده او د بېوزلۍ کمول هغه کلیدي موخې دي، چې د دې مرستې په پلي کېدو او اجرا‌ء سره به تر لاسه شي." دغه مطلب د افغانستان د اسلامي جمهور دولت د مالیې وزیر جلالتماب اکلیل حکیمي څرګند کړ او زیاته یی کړه: "د یادوني وړ ده چې ټوله دغه مالي مرسته به د ملي بودجې له لارې په پوره ړونتیا سره په اغیزمنه توګه مصرف شي."

د دغې مرستندویه ټولګې ستره موخه او مرام د افغانستان د دولت له هڅو څخه په داسې حال کې په ملاتړ ټینګار کوي، چې له یوې خوا دغه هیواد له یو کمزوری او ترینګلي اقتصادي حالت سره مخامخ دی او له بلې خوا په څو کلیدي برخو باندې تمرکز لري، ترڅو نه یوازې دا چې د اړ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پرمختیایي خوځښتونه پیاوړي شي، بلکه دغه خدمتونه په ډادمنه او عادلانه توګه ټولو افغانانو ته برابر شي. په ۲۰۱۱ز کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر سره په ورته مهال، کړکیچن سیاسي حالت د افغانستان اقتصادي وده کمزورې کړه. د امنیتي ګواښونو او ناخوالو زیاتوالی او د خلکو بې ځایه کیدنه له خپلو استوګنځایونو څخه د دولت په بوديجې باندې د اغیزمنې ګټه اخیستنې فشارونه زیات کړل.

"د نړیوال بانک لخوا د ننۍ مالي مرستې منظوري دا څرګندوي، چې دغه بانک په افغانستان کې د امنیتي ناخوالو او ګواښونو سره سره د پرمختیايي ستونزو او خنډونو په وړاندې د افغانانو له هلو ځلو او هڅو څخه په هراړخیزه توګه ملاتړ کوي،" د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر رییس شوبهم چوهدري د دغه مطلب په څرګندولو سره زیاته کړه: "خورا ارزښتمنه ده، چې د  افغانستان دولت په بېلابېلو برخو کې د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو او پراختیا لپاره هراړخیزه اقدامات پلي کړي، په ځانګړې توګه په ادارو او بنسټونو، د عوایدو په راټولولو او همداراز د روغتیا، ښونې او روزنې او د  کلیوالي سړکونو په رغولو کې د اصلاحاتو لړی جاري ساتلې ده ."

د ۴۸۲،۳ میلیون امریکایي ډالرو دغه وړیا مالي مرسته په لاندې ۷ پروژو کې ټاکل شوې، ولګول شي:

  • د ۱۷۲ میلیون ډالرو پیاوړې کوونکې مرستې څخه (۱۲۷،۴ میلیون ډالره) یی د نړیوالې پرمختیا ادارې لخوا او پاتې (۴۴،۳ میلیون ډالره) یی د افغانستان د بیارغونې صندوق له لوري د افغانستان د ولسي تړون برنامې د ملاتړ په موخه ځانګړي شوي، ترڅو له هغو څخه د دولت له هغو پرمختیایي پروګرامونو څخه په هغو سیمو کې دملاتړ له پاره استفاده وشي، چې کورني بې ځایه شوي پکې ځای پرځای شوي او همدارنګه په هغو سیمو کې، چې له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال پکې استوګن شوي دي.
  • د نړیوالی پرمختیايي ادارې له لارې ۱۰۰ میلیونه ډالره وړیا مرسته د پرمختیایي پالیسیو پروژې ته ځانګړي شوي، ترڅو چې اقتصادي فرصتونو ته د افغانانو او اړوندو زیانمن شویو بنسټونو دلاس رسۍ د پراختیا په برخو کې له اصلاحاتو او د خصوصي سکټور له پیاوړتیا او ودې سره مرسته او ورڅخه ملاتړ وشي.
  • د نړیوالې پرمختیا ادارې له لارې ۲۰ میلیونه ډالره په ښاري سیمو کې داړوندو ملي ادارو له پاره د لازمو پالیسیو دتدوین او همدارنګه دپنځو ښارونو په مرکزونو کې دخدمتونو دوړاندې کولو دتنظیم ښه والی او پیاوړتیا رامینځته شي.
  • د نړیوالی پرمخیتا ادارې له خوا ۶۰ میلیونه ډالر دهرات ولایت دبریښنا رسولو پروژې له پاره اختصاص ورکړل شوي، ترڅو، چې کورنۍ، مؤسسې، سوداګریزې ادارې او بنسټونه، په هغو سیمو کې، چې دمخه په دې ولایت کې مشخص او په نښه شوي دي، دبریښنا له انرژۍ څخه زیاته ګټه واخلي.
  • ۲۰،۳میلیونه ډالره د نړیوالې پرمختیا ادارې له خوا په افغانستان کې دغنمو د ستراتیژیکو زیرمو او دغلو دانو دزیرمو د اداره کولو د ښه والي او اغیزمنتیا له پاره دغله جاتو د ستراتیژیکو زیرمو له پاره برابر شوي دي.
  • د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا د کلیوالي سیمو دلار جوړولو له ملي پروژې سره ۱۰۵ میلیون امرکايي ډالره مرسته وکړه، د همدې پروژې موخه د کلیو او بانډو اوسیدونکوته  د اساسی خدماتو او اړیتاووته په هر ډول جوی حالاتوکې د لاس رسی لپاره د کارونې وړ سړکونو جوړول دي.
  • د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا د دولت په مټ د ښځو د پیاوړتیا لومړیتوب لرونکو برنامو د پروژې د تدوین پړاو لپاره ۵ میلیونه وړیا مرسته په پام کې نیول شوې، چې موخه یې غوره کاري فرصتونو ته د ښځو لاسرسی لرل او د غوره اقتصادي سرچینو رامنځته کول دي.

___________

د مرستو د نوې کڅوړې په هکله زیات معلومات او جزئیات:

له ټولټال ۱۷۲ پیاوړي کوونکې وړیا مرستې څخه، ۱۲۷،۷ میلیون ډالره د نړیوالې پرمختیا ادارې له خوا د افغانستان د ولسي تړون له برنامې سره مرسته شوي، چې نن ورځ لاسلیک او د نړیوالې پرمختیايي ادارې پورې اړوند د ساحوي بې ځایه شویو د بیړنۍ ځواب د سرچینو له لارې برابریږي. دغه مرسته د نوموړې پروګرام د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او پروسه پراخوي، د ( ټولګټو) په برخه کې د کارګرانو د شمیر د زیاتوالې له لارې د لنډ مهال لپاره د اشتغال زمینه برابروي او له عامه ګټو څخه وراخوا د ډله ییزو فعالیتونو له پاره په هغو ځایونو کې، چې کورني یا داخلي بې ځایه شوي پکې په مؤقت ډول ځای پرځای شوي او یا پکې راستانه شوي کډوال ځای پرځای شوي دي، هغوی ته داړتیا وړ مالي سرچینې برابروي. ددې پروګرام موخه دخلکو دپیوستون دلارو چارو پیاوړي کول او په کلیوالي او ټاکل شویو ښاري سیمو کې د زیات شمېر بېوزلو او زیانمن شویو وګړو له پاره دمرستې اړینې لارې چارې برابروي. ددې پروګرام ټوله بودیجه ۲۰۵ میلیون ډالره ده، چې دنړیوال بانک پرمرستې او ملاتړ سربیره، دافغانستان دبیارغونې صندوق له خوا ۴۴،۳ میلیونه ډالره وړیا مرسته، دالمان پرمختیایي ادارې له خوا ۵، ۲۷ میلیونه ډالره او همدارنګه د ډنمارک هېواد له خوا ۹۵،۵ ډالره مرسته برابریږي. دیادونې وړ ده، چې دولسي تړون پروګرام بودیجه، چې اوس مهال د پلي کېدو په درشل کې ده، ۶۲۸ میلیونه ډالرو ته رسیږي، چې له دې جملې څخه ۱۰۰ میلیونه ډالره یې نړیوال بانک برابرکړي، په داسې حال کې، چې ۱۲۸ میلیونه ډالره یې د دولت له سرچینو څخه او پاتې نور ۴۰۰ میلیونه ډالر یې دافغانستان دبیارغونې صندوق له خوا برابر شوي دي. ددې پروګرام د لومړي پړاو موخه دزیربېناوو تینګښت او پیاوړتیا او د ۳۴ ولایتونو په کلیوالي سیمو او څلورو ښاروالیو کې ۸،۵ میلیونه افغان وګړو ته (دڅښلو اوبو ته دټولو دلاس رسي په ګډون) دټولنیزو خدمتونو وړاندې کول دي.

د پراخو پرمختیایي پالیسیو له پروژې سره ۱۰۰ میلیونه ډالره وړیا مرسته، افغان دولت خپلو پرمختیايي موخو ته د رسیدو په برخه کې، چې د افغانستان د پرمختیا او سولې د ملي پروګرام په چوکاټ کې مشخص شوي دي، مرسته او ملاتړ کوي. دغه وړیا مرسته، چې په ورته وخت کې له بودیجې څخه د ملاتړ په نوم نومول شوې، له بودیجې څخه زیانمن شویو برخو کې اقتصادي فرصتونو ته دلاس رسۍ او دخصوصي سکټور  د ودې او پرمختیا دچوکاټ په تنظیم او دپالیسي دپیاوړتیا له پاره د پرمختیایي اصلاحاتو او سمونونو د راوستلو په برخه کې مرسته او ملاتړ کوي. په دغه اصلاحاتو کې په دې لاندې برخو، لکه دبې ځایه شویو او راستنیدونکو له پاره دپالیسۍ چوکاټ بندي، دځمکې مدیریت، سوداګرۍ او تجارت، د تجارتي جواز صادرول، ارتباطات او معلوماتي ټکنالوژي، الکترونیکي پولي معاملې او له دولتي سکټور سره د خصوصي سکټور په ګډې مرستې او هلو ځلو کې اصلاح او سمون شامل دي.

د ښاري پرمختیا دملاتړ پروژې دتمویل له پاره ۲۰ میلیونه ډالر به د کور جوړولو او ښاري پراختیا وزارت پر دې وتوانوي، چې د تطبیق وړ پالیسۍ چوکاټ رامنځته او دهېواد په کچه  د اړوندو ادراو دپالیسي جوړولو ظرفیت پیاوړی کړي. او په عین حال کې ښاري پلان جوړونه، اداره او د خدمتونو وړاندې کولو ظرفیت دپنځو ولایتونو (هرات، مزار شریف، کندهار، جلال آباد او خوست) په مرکزونو کې پیاوړي کوي.

۶۰ میلیونه ډالره دهرات برېښنا رسولو پروژې د تمویل له پاره د افغانستان برېښنا شرکت د پیاوړتیا د ملاتړ او مرستې ته  منظورشوي دي، ترڅو چې دغه بنسټ او اداره ۲۳۰۸۰۰ تنو او ۱۶۰۰ مؤسسو او سوداګریزو بنسټونو ته، چې دهرات په ولایت کې مشخص شوي دي، دبریښنا انرژي برابره کړي. دغه پروژه په مشخص ډول په دې لاندې برخو کې له پانګونې څخه ملاتړ کوي : (۱) دیو ۱۱۰ کیلو واټه ترانسمیشن تمدید، څلور سب سټیشنه د ۲۲۰ /۱۱۰ کیلوواټونو په ظرفیت او دهرات ولایت په څلورو ناحیو کې دمنځني او لوړ ولټاژ دویش دشبکو رامینځته کول، (۲) دموجوده شبکې پراختیا، پیاوړتیا او نوې جوړونه، دولایت په نورو برخو کې دبریښنا خدمتونو ته دښې او زیات لاس رسي په منظور او په پای کې په هغو کلیو کې، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې پکې دبرېښنا شبکو تاسیسول امکان نه لري، د لمریزې برېښنا دکوچنیو ازمایښتي شبکو جوړول. دغه پروژه د افغانستان بريښنا شرکت لپاره د دغې پروژې د مدیریت  او تدارکاتي چارو لپاره او همدا راز د اوبو او انرژۍ وزارت کې د بریښنا د ویشنې شبکو د ادغام په موخه د حقوقي چوکاټ د جوړښټ لپاره مالي مرستې برابروي.

۲۰،۳ میلیونه امریکايي ډالر، په افغانستان کې دغلو دانو دستراتیژیکو زیرمو درامینځته کولو دپروژې دتمویل له پاره، چې له امله به یې دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وکړای شي، چې دغنمو زیرمې رامینځته کړي، ترڅو چې دافغانانو کورنۍ دناپیش بیني شوي بیړنیو حالاتو څخه وروسته دخپلو اړتیاوو دپوره کولو له پاره له هغو څخه ګټه واخلي او په عین حال کې به دغنمو دزیرمو بهیر هم په اغیزناک ډول تنظیم کړي. ددې پروژې ټوله بودیجه ۳۰ میلیون ډالره ده، چې دنړیوال بانک پرمرستې او ملاتړ سربیره، د جاپان دټولنیزې پرمختیا صندوق هم د دې پروژې له پاره ۹،۷ میلیونه ډالر برابروي. د دې پروژې له لارې دغلو دانو دوه موجودې زیرمې بیارغول شوي، څلور نوې جوړې شوي او د زیرمو دچارو دتنظیم له پاره لازم جوړښتونه طرحه او عملي کیږي. په پام کې دي، چې د دې پنځه کلنې پروژې په پای کې به دزیرمو ظرفیت ۲۰۰۰۰۰ متریک ټنو ته زیات شي، چې دغه اندازه به د دوو ملیونو افغانانو اړتیاوې دشپږو میاشتو له پاره پوره کړي.

د کلیوالي لارو د جوړولو له ملي پروګرام سره د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا د ۱۰۵ میلیون امریکايي ډالرو وړیا مرسته دولت ته دا وړتیا ورکوي، چې د دغې پروژې د پوښښ ساحه پراخه کړي. د دغه پروګرام اصلي بودیجه ۳۳۲ میلیون امریکايي ډالر و، چې له هغې ډلې ۱۲۵ میلیون امریکايي ډالر یې نړیوال بانک او ۲۰۷ میلیون امریکايي ډالر یې د افغانستان د بیارغاوونې د صندوق له خوا ورکړل شوي دي. دا پروګرام د ۲۰۱۲ کال د اګسټ له میاشتې را پدیخوا جریان لري.

د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا د پروژې د تدوین پړاو په خاطر ۵ میلیونه امریکايي ډالر وړیا مرسته د ښځو د پیاوړتیا د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي. له همدې وړیا مرستې څخه موخه غوره کاري فرصتونو او غوره اقتصادي سرچینو ته د هغوۍ د لاسرسي لرل دي. دا به د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوند همکارانو تر منځ د همغږۍ د راوستلو او د پروګرام د یوه مناسب چتر د رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي، تر څو وکولای شي د دې پروګرام لاندې په دې او نورو ټولو وزارتونو او دولتي اړوند ادارو کې تخنیکي مرستې، د ظرفیت جوړولو پروګرامونه  او تحلیلي مطالعات  تر سره کړي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/۲۰۱۷

اړیکه

کابل
اجمل حمید عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت
۰۷۲۹۹۹۴۱۱۱
mediaoffice.mof@gmail.com
عبدالرووف ضیاء
نړیوال بانک
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api