مطبوعاتي خپرونه

د نوي رپوټ پراساس د نړیوال ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې فقر او غربت زیاتوالی موندلی دی

2017 می 8

English  |  دری

 په تیرو ۱۵ کلونو کې اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه له ګواښ او خطر سره مخامخ دي

 کابل، ۱۳۹۶کال د غویی ۱۸ –  دافغانستان اسلامي جمهوري دولت او نړیوال بانک د ګډ خپور شوي رپوټ له مخې په ۲۰۱۱ میلادي کال د نړیوالو ځواکونو د وتلو له پیل څخه  وروسته په دریو کلونوکې د ودې له کلک کمښت او نا امنۍ زیاتوالی سره غربت او بیکارۍ زیاتوالی موندلی دی. سره له دې، چې حکومت د ورو یا سستې ودې او ناوړه امنیتي حالت په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، خو داسې ښکاري، چې فقر او غربت په لوړه کچه پاتې دی. په داسې حال کې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ په کلونوکې غربت په افغانستان کې ۳۹ سلنه زیاتوالی موندلی دی. په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونوکې دغه سلنه ۳۶ ته رسیدله. دا په دې معنا دی چې ۱،۳ میلیونه افغان وګړي خپلې خوراکي او غیرخوراکي اړتیاوې نشي پوره کولی.

 د فقر او غربت د حالت نوی خپور شوی رپوټ، چې په هغه کې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو ارقام د ورستیو شمیرو څخه، چې د شننې او  تحلیل په موخه ورڅخه استفاده شوې، په دې هیواد کې د کارموندنې د فرصتونو د ډیر ناوړه حالت څرګندويي کوي، په ځانګړې توګه په هغو کلیوالی سیموکې، چې هلته له ۲۰۱۲ کال راهیسي بیکاري درې برابره زیاته شوې ده. په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونوکې تقریبا دوه میلیونه تنه  افغان وګړي بې کاره وو، چې له دې جملې څخه ۶۰ سلنه یې نارینه او د دې بې کارانو ۷۴ سلنې په کلیوالي سیموکې ژوند کاوه. ځوانان او نالوستي (بیسواده) کارکوونکي ډیر زیانمن شول. په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونوکې په درې ځوانانوکې، چې عمرونه یې له ۱۴ څخه تر ۲۴ کلونو پورې وو، یوتن یې بیکاره و، چې په ټولو بیکارانووګړو کې د ځوانانو د بیکارۍ ونډې ۴۶ سلنه جوړوله.

 "دغه رپوټ وايي، چې د افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په زیاتیدونکي ډول له ګواښ او خطر سره مخامخ دی، که څه هم هغه وروستۍ شمیرې او ارقام، چې موږ یې په لاس کې لروهغه د ۲۰۱۴ کال دي، خو بیاهم داسې بیلابیل باوري دلیلونه او لاملونه شته، چې دهغو له مخې ویلای شو، چې غربت او بیوزلۍ له پخوا ډیر زیاتوالی موندلی دي. " په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس شوبهم چوهدری، د دې مطلب په څرګندولو سره زیاتوي: "نو په همدې اساس موږ اړیو، چې د افغانانو د نفوس د زیاتی برخې  د ژوند د ښه والي له پاره د اقتصادي ودې د تامین په منظور خپلې هڅې او هلې ځلې دوه برابر ه زیاتې کړو او ډیر کارونه تر لاس لاندې ونیسو، چې د افغان کورنیو، چې د فقر او غربت له کړۍ  څخه، چې تر دوی راچاپیره شوې ده، خلاص او وژغورو او هم له هغه تاو تریخوالی څخه،  چې د طبیعي پیښو له امله  رامینځته  شوی او د دوی له کنترول څخه بهردی، تر یوې اندازې مخنیوی وکړو."

  د فقر او غربت د حالت دویم رپوټ به څرګندوي، چې د نا امنۍ د ګراف په زیاتیدو د وضعې او حالت کړکیچن کیدو اندازه زیاته شوې او د خلکو ژوند له پخوا څخه زیات د ناڅاپي خنډونو اوننګونو په وړاندې زیانمن شوی دی. دا کشمکشونه ، د دې احتمال او امکان زیاتوي، چې  فقر او غربت د افغانانو له ننني نسل څخه  راتلونکي نسل ته ولیږدي. څرنګه چې  د ماشومانو له پاره ښوونځي ته د تلو لارې چارې برابر نه دي او ډیرې زیاتې کورنې د خپل ژوند او استوګنې له سیمې څخه بې ځایه کیدنې ته اړشوې دي.

 اقتصادي  او امنیتي کړکیچ یوځل بیا د هغو افغانانو، چې له دې پدیدې سره یې د مقابلې او مبارزې وسیلې درلودې، او هغوی، چې یوازې د ژوندي پاتې کیدو له پاره یې د ژوند ټولې پانګې او  شتمنۍ له لاسه ورکړي، ترمینځ یې پراخه نابرابري رامینځته کړې ده. دا پخپله د هغو افغانانو، چې په ښارونوکې ژوند کوي، امنیت، خدمتونو او اقتصادي فرصتونو ته ښه لاس رسی لري، او هغوی، چې په کلیوکې ژوند کوي، ترمینځ یې د ښکاره توپیر انځور څرګندوي او همدارنګه د افغان نارینه او  ښځینه ‌ؤ، ترمینځ یې ځانګړی توپیر رامینځته کړی دی، چې هغوی زده کړو او روغتیايي خدمتونوته په مشکله لاس رسی پیداکوي. که چیرې د فقر او غربت نا برابرۍ دغسې حالت ته کتنه او په غورپاملرنه ونه شي، په هغه صورت کې کیدای شي په تیرو ۱۵ کلونوکې ترلاسه شوي پرمختګونه له کلک ګواښ او خطر سره مخامخ شي.

د رسنیو اړیکې
په واشنگټن کې
ایلینا کربان
ekaraban@worldbank.org
په کابل کې
عبدالرووف ضیاء
infoafghanistan@worldbank.org



د مطبوعاتي خپرونې شمیره:
SAR/2017

Api
Api

Welcome