مطبوعاتي خپرونه

سربېره په دې چې په افغانستان کې د روغتیا سکتور پرمختګ کړئ، په ورته مهال له یو شمېر ستونزو سره هم مخامخ دی

2017 جون 1


د نا امنیو سربېره اساسي شاخصونه چې یو شمېر نوي معیارونه ټاکي ښه والئ موندلئ

د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون لومړۍ نیټه، کابل - نن نړیوال بانک د روغتیا سکتور په هکله د هغو څېړنو پاېلې خپرې کړې چې په ترڅ کې یی له ۲۰۰۳ کاله تر ۲۰۱۷ پورې په افغانستان کې د روغتیا سکتور د لاسته راوړنو موندني او پاېلې رانغاړي. د دغې څیړنې پربنسټ چې د نړیوال بانک د متخصصینو او د تورنتر پوهنتون د یو خپلواک بنسټ لخوا ترسره شوې، دا جوتیږي چې په افغانستان کې اکثره اساسي روغتیايي شاخصونو د نړئ د نورو هېوادونو په پرتله چې ورته پراختیايي کچه لري، د پام وړ ښه والئ ترلاسه کړئ.

له پېنځو کلونو څخه د لاندې عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچه په هر زرو ماشومانو کې له ۱۳۷ (۶۰ سلنه) پيښو څخه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې، ۵۵ پیښو ته په ۲۰۱۶ کې لږوالئ رامینځته شوئ.  په ورته مهال د مسلکي روغتیايي کارکوونکو په مرسته د ولادتونو شمېر له ۱۴،۳ سلنې څخه، ۵۸ سلنې ته زیاتوالئ موندلئ.

په داسې حال کې چې د نړیوال بانک د روغتیا؛ تغذي او نفوس د څانګې لوی رئیس داکټر تمودي ایوان لخوا نن د دغې څیړنې پایلې د افغانستان د روغتیا سکتور د چارواکو په غونډه کې وړاندې شوې، نوموړي داسې وویل: " په افغانستان کې د روغتیا سکتور لاسته راوړنې د پام وړ دي، په تیره بیا په داسې شرایطو کې چې دغه هېواد د یوې لسیزې امنیتي ستونزو له کړکیچ سره لاس او ګریوان دی. له دې سره سره افغانستان یو نوئ معیار ته لاس برئ وموند چې د هغه پر بنسټ موږ د پرمختګ دغه قضاوت په هغه شمېر هېوادونو کې چې جګړه ځپلي دي او یا د عوایدو کچه یی ټيټه ده، خو امنیتي ستونزې نلري، ترسره کوو."

د دغي څیړنې موندنې په ډاګه کوي چې ښه والئ  ډیرو شاخصونو کې لکه د کیفیت څه رنګوالئ، د عرضه کولو انډول ، خدمتونو ته لاسرسئ او د روغتیايي مرکزونو د شمېر زیاتوالي سره هراړخیزه مطابقت لري. د فعالو روغتیايي مرکزونو شمېر تقریبا پنځه برابره زیاتوالئ ښکاروي، په داسې حال کې چې په دغو روغتیايی مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر هم له ۲۲ سلنې نه ۸۷ سلنې ته زیاتوالئ موندلئ. همدا راز دغه څیړنه دا په ډاګه کوي چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د غیر حکومتي موسسو د استخدام کچه په یو شمېر مهمو سیمو کې د دې خدماتو د کیفیت د ښه والي لامل شوئ، په تیره بیا هغو سیمو کې چې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي. دغه حالت دا ثابتوي چې په دغه هېواد کې روغتیايي سیستم انعطاف منونکئ او د خلکو لپاره په رښټینې توګه د لاسرسي وړ ده.

د دغي څېړنې د پایلو د راپور له اورېدلو څخه وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس جلالتمآب اشرف غني د غونډې ګډون والو ته په خطاب سره ،داسې ټینګار وکړ: " د روغتیايي خدمتونو د عرضې لپاره د غیر حکومتي موسسو لخوا د استخدام کچه په بېلابیلو سیمو کې ډيرې مهمې لاسته راوړنې درلودلي او په دې توګه دا په داګه کیږي چې د امنیتي ستونزو او ګواښونو سربېره، د روغتیايي خدمتونو عرضه ممکنه ده. موږ له نړیوالو همکارانو سره په ګډه توګه په دې بریالي شوي یو چې د میلیونونو افغانانو د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره یوه اوږده لار وهلې ده." جلالتمآب جمهور رئیس د روغتیا سکتور د لاسته راوړنو په هکله پوهاوئ نه یوازې په افغاني ټولنه کې بلکه د نړئ په نورو ټولنو کې هم اړین او مهم وباله.

په داسې حال کې چې لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي، خو د روغتیا سکتور له یو شمېر جدي ستونزو سره هم مخامخ دی. دغې څېړنې یو شمېر ستونزې او خنډونه یی رابرسېره کړي دي. د کورنئ پلان جوړونې په اړه له مصؤنه تګلارو څخه ګټه اخیستنه ټیټه کچه لري چې په پاېله کې د نفوس شمېر کې زیاتوالئ راغلئ او دا حالت کیدلئ شي چې د هیواد کې د اقتصادي پراختیا د موخو په وړاندې، خنډ رامینځته کړي. خوارځواکي (ناسمه تغذي) اوس هم له مهمو ستونزو څخه ګڼل کیږي، دا په داسې حال کې ده چې دغه ستونزه ماشومانو ته د مور له شېدو څخه د خورا لږې ګټه اخیستنې او همداراز د ناسمې تغذیه له امله خورا بد وضعیت رامینځته کړئ. د ولادت په مهال د میندو د مړینو د کچې په هکله هم ضد او نقیص شمېرې وړاندې کیږي، اما ټولیزه هوکړه په دې هکله چې دغه کچه ډیره لوړه ده، شتون لري. دغه حالت دا جوتوي چې اوس هم د افغانستان په ځینو سیمو کې روغتیايي خدمتونه ندي برابر شوي. د دغې څیړنې  مالوماتو په اساس، په ځينو روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت خورا ټیټ پاتې دی.

همداراز داکټر ایوان زیاته کړه: " افغانستان له یو شمېر روغتیايي ستونزو سره مخامخ ده، خو دا وضعیت د زیاتې اندیښنې  وړ ندی. مونږ ( کورني او نړیوال همکاران)، باید د لاسته راوړنو لمن پراخه کړو او د دغو ستونزو د حل لپاره اړینو سرچینو ته د لاسرسي لپاره خپلې هڅې ګړندئ او په هراړخیزه توګه جاري وساتو."

د رسنیو اړیکې
د عامې روغتیا وزارت کابل
داکټر نجیب هوشنګ
تیلفون: ۰۷۰۰۵۰۸۱۸۸
moph.sehat.coordination@gmail.com
نړیوال بانک کابل
عبدالرووف ضیاء
infoafghanistan@worldbank.org



د مطبوعاتي خپرونې شمیره:
SAR/ 2017

Api
Api

Welcome