Skip to Main Navigation
Infographic 2018 می 6

د کرنې سکټور بالقوه ظرفیتونه کولاۍ شي د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټور ثابت شي

د کرنې سکټور په افغانستان کې په عنعنوي توګه د اقتصادي پراختیا لپاره یو بالقوه شاخص بلل کېږي او د دغه هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو خورا مهم او تر ټولو اغېزمن لامل په توګه پېژندل شوی. خو پڅه اقتصادي وده د دې لامل شوې څو د دغه سکتور ونډه د افغانستان په اقتصاد کې کمزورې وبلل شي. له دې سره سره، دغه سکټور د خلکو لپاره د ۴۰ سلنې کاري فرصتونو په برابرولو کې ونډه اخیستې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په کلیوالي سیمو کې د افغانانو له نیمایي څخه زیات نفوس د کرنې په سکټور کې په فعالیت بوخت دي.

د نړیوال بانک وروستۍ راپور: "د افغانستان په کرنې سکټور کې کاري فرصتونه" د دغه سکټور د ونډې او په کلیوالي سیمو کې د کارموندنې د فرصتونو د پراختیا په هکله یو عمومي انځور او هراړخیز معلومات چمتو کړي دي. دغه راپور یو شمېر وړاندیزونه لکه: د پالیسي ګانو د تدوین، د پانګونو او د بېوزلۍ په کموالي او اوږد مهاله اقتصادي وده کې د کرنې سکټور ونډه او همدارنګه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د حاصلاتو په ښه والي او د سراسري مشارکت په لارو چارو، مطرح کوي.

د دغه رېپوټ د ګرافیکی معلوماتو پښټو متن دلته ترلاسه کولای شئ


Image

Image

Image

Image

Image