Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه2022 اپریل 26

نړویال بانک او د افغانستان د بيارغونې صندوق د افغانستان لپاره درې بېړنۍ پروژې منظورې کړې

واشنګټن، د جون ۳، ۲۰۲۲— د افغانستان د بیارغونې صندوق مدیره پلاوي او نړیوال بانک د افغانستان لپاره د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په مجموعي ارزښت درې پروژې منظورې کړې. دا پروژې به افغانانو ته بېړني او ضروري غذايي او معیشتي خدمتونه برابر کړي. دا درې پروژې به د ملګرو ملتو د موسسو او نورو نادولتي موسسو لخوا له بودیجې او د طالبانو له دخالت ته پرته پلې کېږي. د دې پروژو فعالیتونه به له نورو پروژو سره، چې د نورو مرستندو ادارو لخوا په دوه اړخيز يا څو اړخيز ډول تمويلېږي، په همغږۍ پلې کېږي.

دغه درې پروژې داسې طرح شوي چې افغانې ښځې او نجونې يې له فعالیتونو ګټمنې شي. همدا راز د دې پروژې خدمتونو ته د ښځو مساوي لاسرسی، د پروژو د کاري پرمختګ معلوماتو ته د افغانستان د بیارغونې صندوق د مرستندويو لاسرسی او دا چې د طالبانو پاليسۍ د ښځو ونډه په نظر کې نيسي او که نه، دا ټول په هغو شرايطو کې راځي چې د دې پروژې د مالي امکاناتو تدريجې ورکړه ورپورې تړلې ده. دا پروژې د مالي لګښتونو د خپلواکې څارنې لپاره ځانګړي مېکانيزمونه لري چې د دې ډاډ ورکوي چې مالي مرستې د ټاکلو هدفونو پر لاسته راوړلو لګېږي.

د غذايي خوندیتوب بېړنۍ پروژه به له کوچنیو افغان کروندګرو سره مرسته وکړي چې د غذایي موادو توليد بېرته لوړ بوزي، او د غذايي خونديتوب د لا خرابیدو مخه ونيسي. دا پروژه به د غنمو پر توليد د تمرکز له لارې له ۳۰۰ زرو کورنيو سره د ۲۰۲۲ کال د نومبر او همدا راز د ۲۰۲۳ کال د مارچ او نومبر د میاشتو ترمنځ د کښت په فصلونو کې مرسته وکړي. دا پروژه به د کوچنیانو او هغو خلکو چې معلولیت او یا مزمنې ناروغۍ لري د غذايي اړتيا په پوره کولو کې مرسته وکړي، او همدا راز به هغه کورنۍ چې سرپرستي يې د ښځو پر غاړه ده، د دې پروژې له لارې په کوچنیو باغچو کې د کرکيلي لپاره اصلاح شوی تخمونه او د کرکیلي ابتدايي لوازم ترلاسه کړي. دا ښځې به همدا ډول د لا ښې تغذيي او د اقليمي شرايطو سره د برابرې کرکيلي په برخو کې روزنه ترلاسه کړي. دا پروژه به همدا راز نږدې ۱۵۰ زرو افغانو ښځو ته د کښت او مناسبې تغذيې په برخه کې روزنه ورکړي. د غذايي خوندیتوب بېړنۍ پروژه به همدا راز کروندګر او افغانې ښځې چې په کرکيله بوختې دي له محلي بازارونو سره ونښلوي چې پر مټ به يې د دې جوګه شي چې خپل اضافی غنم، سبزیجات او حبوبات وپلوري. دا پروژه به همدا ډول اوبو ته د لاسرسي او د اوبو د غوره مدیریت، د خاورې د تقويې او د اقليم د بدلون پر وړاندې د مقاومت په برخو کې د آبیارۍ سیستمونو د بیارغونې له لارې د ۱۳۷ زره هکتاره ځمکې په خړوبولو کې مرسته وکړي. دا پروژه به همدا راز ۶.۲۵ میلیونه کاري ورځې، چې ۳۰۰ زره به يې یوازې د ښځو لپاره وي، رامنځته کړي. دا پروژه ۱۹۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت چې په دوو پرړاونو کې ( ۱۵۰ میلیون او ۴۵ میلیون ډالر) ورکول کیږي، به پلۍ شي.

د افغانو ټولنو د ژوندانه شرايطو د ښه والي پروژه به په ښاري او کلیوالي سیمو کې لنډمهاله معیشتي فرصتونه رامنځته کړي او دې سیمو ته به لومړني خدمتونه ورسوي. د دې پروژې هدف په ۶۴۵۰ کليو او همدا راز په بامیانو، هرات، جلال اباد، کابل، کندهار، خوست، کندز او مزارشریف ښارونو کې یو میلیون کورنيو ته معیشتي او عایداتي فرصتونه برابرول دي. پر دې سربېره به پدې سیمو کې نږدې ۹.۳ میلیونه افغانان د څښاک اوبو، حفظ الصحې او د سړکونو بیارغونې په څېر له لومړنيو خدمتونو برخمن شی. ښځو او د معلولینو او داخلي بېځايه شويو په څېر زیانمنونکي ډلې به ځانګړې مرستې ترلاسه کړي. د دې پروژې په پلي کولو کې به له کلیوالي پراختيايي‌ ټولنو چې په تېرو ۱۸ کلو کې يې خپلو کلیو ته خدمتونه وړاندې کړي ګټه واخيستل شي. په ښارونو کې به دا پروژه د خصوصي سکتور د ښکېلولو له لارې له هغې بشري قوي چې په تېرو دوه لسیزو کې يې په تدريجې ډول وده کړې ساتنه وکړي. د دې پروژې فعالیتونه به د ملګرو ملتونو له "ابادي" پروګرام سره په همغږۍ پرمخ لاړ شي. دا پروژه به د ۲۶۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت چې په دوو پړوانو (۱۰۰ میلیونه ډالر او ۱۶۵ میلیون ډالر) کې ورکول کیږي، به پلۍ شي.

د افغانستان د روغتیا د بېړني غبرګون پروژه به په هېواد کې له ضروري روغتیايي خدمتونو د استفادې کچه او کیفیت لوړ بوزي.

د دې پروژې هدف دا دی چې د ملي او نړیوالو موسسو په ملګرتیا د روغتیا، تغذیي او کووید-۱۹ په برخو کې لومړني خدمات د هېواد په کچه ۲۳۰۰ روغتیایي مرکزونو ته ورسوي. پر نورو متوقعو پایلو سربېره، دا پروژه به د ۲ میلیونو کوچنیانو د بشپړو واکسینولو او همدا راز به له ۱.۲ میلیونو زیاتو ښځو لپاره په روغتیايي مراکزو کې د ولادت شرایط برابر کړي. دا پروژه به په ټولنه او روغتیایی مرکزونو کې د تغذيي خدمتونه پیاوړي کړي. د دې تمه هم کېږي چې دا پروژه د روغتیايي سیستم کاري ظرفیت لوړ بوزي چې د ساري ناروغیو پر وړاندې غبرګون وښيي او د خپرېدو مخنیوی یې وکړي، او همدا راز په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال پروګرام په هڅو کې برخه واخلي. په ټوله کې د دې پروژې موخه د دې ډاډمنول دي چې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او کوچنیان، لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته دوامدار لاسرسی ومومي. دې پروژې ته په دوه مرحلو کې ۳۳۳ میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي شوي. په لومړۍ مرحله کې ورته د افغانستان د بیارغونې صندوق ۱۵۰ میلیونه ډالر او د روغتیا د نړیوال مالي صندوق ۱۹ میلیونه ډالر، او په وروستۍ مرحله کې ورته د افغانستان د بیارغونې صندوق ۱۶۴ میلیونه ډالر په پام کې نیول شوي.

د نړیوال بانک د پراختیا موندلې کړنلار په اړه

د نړیوال بانک پراختيا موندلې کړنلار د ۲۰۲۲ کال د مارچ په لومړۍ د افغانستان بيارغونې صندوق او نړیوالې ټولنې په غوښتنه د افغانستان له خلکو سره د مرستې په منظور تصویب شوه. د دې کړنلار په اساس له یو میلیارد امریکایي ډالرو زیاتې مالي مرستې د طالبانو له کنترول د باندې د ملګرو ملتونو او نړیوالو نادولتي موسسو په څېر درېیمګړو بنسټونو ته ځانګړې کېږي. نړیوال بانک د دې مالي مرستو د لګښت څارنه کوي. د دې پراختیا موندلې کړنلار د تصویب هدف د اساسي خدمتونو رسونه، د زیانمنونکو افغانانو خوندي کول، د بشري پانګې او مهمو ټولنيزو او اقتصادي خدمتونو ساتنه او په راتلونکي کې پر بشري مرستو تکيه راکمول دي.

د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2022

اړیکه

په واشنګتن کې
دایانا چنګ
+۱ ۲۰۲ ۸۶۷۸۰۷۹

Blogs

    loader image

WHAT'S NEW

    loader image