col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-8
col-lg-8
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-7
col-lg-7
  • add-style
  • font-medium
  • lp-body-content

دغه ۱۱۳ میلیونه ډالره مالي مرسته به د افغانستان له ۱۷ فیصده زیاتو اوسېدونکو ته د واکسین د تطبیق زمینه مساعده کړي

واشنګټن، ۱۳۹۹ د کب ۲۸مه ــ ن[tweetquote:[tweetText=ن د نړیوال بانک مدیره هیئت د نړیوالې پراختیایي ادارې، چې د نړۍ له خورا بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو د تیارولو څانګه ده، د افغانستان له دولت سره د کووید-۱۹ واکسین د پېر او تطبیق لپاره ۶۰ میلیونه ډالره نوې مرسته تصویب کړه.,tweetData=WorldBankSAsia,tweetHash=]] دغه نوې مالي مرسته به د افغانستان د دولت د واکسین ملي پروګرام؛ روغتیایي خدمتونو ته د خلکو چټک او مساوي لاسرسی او واکسیناسیون پیاوړی کړي.

دغه بلاعوضه مالي مرسته چې مجموعي ارزښت یې ۱۱۳ میلیونو ډالرو ته رسېږي، له کووید-۱۹ سره د چټکې مقابلې او د افغانستان د روغتیایي سېسټم د چمتووالي پروژې له لوري به مصرف شي. [tweetquote:[tweetText=دې مالي بسته کې ۵۰ میلیونه ډالر د افغانستان د بیارغونې صندوق او ۳ میلیونه ډالره د انرژۍ سکټور د مدیریت پروګرام بلا عوضه مرسته هم شامله ده.,tweetData=WorldBankSAsia,tweetHash=]] د دې مالي مرستې په واسطه به د افغانستان تر ۱۷ فیصده زیات خلک د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړي. همدارنګه به دغه مرسته افغانستان سره د اړینو روغتیایي خدماتو په ښه‌ والي او د کووید-۱۹ وایرس له منفی اغېزو د وتو لپاره مرسته وکړي.

افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هېنري کرالي په دې اړه وایی:" نړیوال بانک د افغانستان د دولت له نورو پرمختیایي شریکانو سره یوځای د کووید-۱۹ وایرس په وړاندې د اغېزمنې مقابلې، د ټېسټونو او درملنې ظرفیت د لوړاوي او د افغانستان د عامې روغتیا سېسټم د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه همکاري کړې ده. اوس دغه مالي مرسته، د افغانستان میلیونونه اوسېدونکو ته په موقع او مساوي ډول د کووید-۱۹ واکسین رسولو په برخه کې یو مهم ګام حسابېږي".

د کووید-۱۹ واکسین د تیارولو په برخه کې د افغانستان دولت د پروګرام په ټولیزه توګه له COVAX سره یو هوکړه لیک ده چې پر اساس به یې د افغانستان ۲۰ فیصده وګړو ته د کووید-۱۹ واکسین چمتو شي. [tweetquote:[tweetText=په همدې حال کې به د آسیا پراختیایي بانک نېژدې ۱۱ سلنه افغانانو ته واکسین وپېري. د نړیوال بانک د نویو مرستو پر ورزیاتېدو سره به نېژدې نیم افغانان د کووید-۱۹ واکسین ترلاسه کړي.,tweetData=WorldBankSAsia,tweetHash=]] د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د کووید-۱۹ د واکسیناسیون پروګرام د "صحتمندي" برنامې له لارې، چې فعالیت یې همدا اوس جریان لري، مخکې یوسي.

کووید-۱۹ سره د بېړنۍ مقابلې او د افغانستان د روغتیایي سېسټم د تیاري پروژه[tweetquote:[tweetText=پر دې نړیوال بانک له افغانستان دولت او نورو پرمختیایي شریکانو سره د دې ملي پروګرام د پیاوړتیا لپاره ځینې اقدامات لکه د ارتباطاتو د څانګې تقویه، د نورو واکسیناتورانو استخدام، د شفافیت ښه ‌والی، د څارنې تقویه او واکسین ته د کلیوالو سیمو د لاسرسي په برخه کې ترسره کړي دي. ,tweetData=WorldBankSAsia,tweetHash=]] د ۲۰۲۰ د اپرېل په ۲مه د ۱۰۰،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت تصویب شوه. دې پروګرام په افغانستان کې د کووید-۱۹ د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره د اغېزمنو اقداماتو او پرېکړو او د دې هېواد د روغتیایي سېسټم د تقویې په موخه خپل فعالیت پیل کړ. سربېره پر دې نړیوال بانک له افغانستان دولت او نورو پرمختیایي شریکانو سره د دې ملي پروګرام د پیاوړتیا لپاره ځینې اقدامات لکه د ارتباطاتو د څانګې تقویه، د نورو واکسیناتورانو استخدام، د شفافیت ښه ‌والی، د څارنې تقویه او واکسین ته د کلیوالو سیمو د لاسرسي په برخه کې ترسره کړي دي.

د افغانستان لپاره د ۱۱۳ میلیون ډالرو مالي مرسته یوه له هغو دریو پروژو ده چې لومړي پړاو کې په جنوبي اسیا کې د کووید-۱۹ واکسین د چمتو کولو هڅو د ملاتړ لپاره تصویبېږي. همدارنګه نن د نړیوال بانک مدیره هیئت د بنګله‌دېش لپاره د نړیوالې پراختیایي ادارې ۵۰۰ میلیونه ډالره او د نیپال لپاره ۷۵ میلیون ډالره مالي مرسته تصویب کړه. پر مالي ملاتړ سربېره نړیوال بانک د جنوبي اسیا هېوادونو لپاره د واکسیناسیون د منصفانه او مساویانه اجرا په موخه تخنیکي او روزنیز ورکشاپونه هم جوړوي.

نړیوال بانک په پرمختیایي هېوادنو کې د مالي او علمي برخو یو له تر ټولو لویو مرسته کوونکو منابعو حسابېږي. دغه بانک پرمختیایي هېوادونو کې د کووېډ-۱۹ د روغتیایي، ټولنیزو او اقتصادي اغېزو په وړاندې د هر اړخیزو او چټکو اقداماتو د تر لاس لاندې نیولو په حال کې دی. یو له دغو اقداماتو له کم او منځني عاید لرونکو هېوادونو سره د ۱۲ میلیارده ډالرو مرسته ده. دغه مرستې د واکسین د پېر او وېش، د کووېډ-۱۹ د ټېسټونو، د کووېډ-۱۹ وسایلو او درملنې او همدارنګه د واکسیناسیون اړوند سېسټمونو د پیاوړتیا لپاره کېږي. دغه مرستې د نړیوال بانک ګروپ له خوا کووید-۱۹سره د مقابلېد لوی پروګرام یوه برخه ده چې تر سلو زیاتو هېوادونو کې د روغتیایي سېسټمونو د تقوییې، د بېوزلو کورنیو ملاتړ او زیانمنو خلکو سره د ملاتړو شرایطو د ایجاد په مټ د معیشت او کسب و کار په ساتنه کې مرسته کوي.

Contacts

ین دوینګون

ydoignon@worldbank.org
په واشنګتن کې:

در کابل:

infoafghanistan@worldbank.org
در کابل:

About The World Bank

The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.

col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
  • add-style

اړوند

lp-heading-bottom-medium

OMBC

Online Media Briefing Center (OMBC) news for accredited journalists
Sign In
https://media.worldbank.org/
Register
https://media.worldbank.org/user/register
secondary
white-btn