Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2018 جون 25

د افغانستان د بیارغونې صندوق د مشرتابه کمیټې لخوا د افغانستان لپاره د دری کلنې مالي همکارئ د پروګرام چوکاټ تصویب شو

Image

د ۲۰۱۸ کال د جون ۲۵ نیټه – د افغانستان د بیارغونې صندوق چې د افغانستان د دولت د ملي بودجې یو لوی تمویلونکی سرچینه بلل کیږي، د فقر کمولو، خدماتو وړاندې کولو او هر اړخیزې ودې او پراختیا په برخو کې د دولت له هلو ځلو  ملاتړ کوي، او د یادو څانګو د لا ښه ملاتړ په موخه یې د دریو راتلونکو کلونو لپاره نن د یوې ناستې په ترڅ کې د ۲،۴۸۵ میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

د افغانستان د بیارغونې صندوق لپاره مالي ملاتړ د ۳۴ هیوادونو او بنسټونو له خوا ترسره کیږي او د نړیوال بانک لخوا یې مدیریت کیږي. د یاد صندوق د مشرتابه کمیټه د تمویلونکو هیوادونو له سفیرانو څخه جوړه شوې چې په کابل کې د مالیې وزیر جلالتمآب اکلیل حکیمی او د نړیوال بانک د رئیس شوبهم چوهدری لخوا ېې رهبري کیږي، یادې کمیټې نن په ارګ کې یوه ناسته ترسره کړه.

د یادې کمیټې د مشرتابه غړو د ۱۳۹۷-۱۳۹۹ (۲۰۲۰-۲۰۲۱۸) کلونو لپاره د افغانستان د بیارغونې صندوق د مالي همکاریو د برنامو وړاندیز شوی چوکاټ منظور کړ. دغه چوکاټ د نړیوالو مالي مرستو د مصرفولو څرنګوالی چې د افغانستان د حکومت له خوا پلی کیږي، په ګوته کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مالیې وزیر جلالتمآب اکلیل حکیمی د کمیټې غړو ته په خطاب کې یادونه وکړه چې: "د افغانستان د بیارغونې صندوق د افغانستان دولت د ملي بودجې د تمویل لپاره یو معتبر، روڼ او د وړاندوینې وړ میکانیزم دی. د مالي همکاریو د برنامې په چوکاټ کې ټولې پلان شوې پانګه اچونې به د افغانستان د مهمو لومړیتوبونو سره سم او د افغانستان د ملي سولې او پراختیا د چوکاټ پربنسټ به ولاړ وي. مونږ کولای شو د یاد صندوق له خوا د شفافیت او حساب ورکونې د مشخص میکانیزم په اساس د نړیوالې ټولنې مرستې منسجمې کړو."

د افغانستان د بیارغونې صندوق د مالی همکاریو پروګرام د چوکاټ پر بنسټ د افغانستان پراختیايي لومړیتوبونه، د ملي سولې او پراختیا چوکاټ د سند په اساس تمویلیږی، چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان لپاره د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې شوی و.  د دغو مرستو یوه لویه برخه چې تقریباْ د ټولې مرستې ۳۷ سلنه جوړوې د فقر کمښت، د خدماتو وړاندې کولو، د ښاریانو سهیم کولو چې د روغتیا، معارف او د ولسي تړون برنامې په کې شاملې دي، لپاره تخصیص شوې دي.

همدارنګه د افغانستان د بیارغونې صندوق د اقتصادي ودې، کارموندنې، حکومتولئ او د اغیزمنو خدماتو وړاندې کولو برخه کې د دولت له هلو ځلو څخه ملاتړ کوي. یاد صندوق د مالي ټیکاو په هدف د دولت د ملکي برخې له لګښټونو، چې د ملکي خدماتو معاشونه هم پکې شامل دي، ملاتړ کوي.

"د افغانستان د بیارغونې صندوق د افغانستان دولت او د نړیوالو همکارانو تر مینځ د بې سارې همکاری ښکارندویي کوي، چې د ۲۰۰۲ کال څخه را پدېخوا د دې هیواد د یوې سوکاله او روښانه راتلونکې لپاره دوام لري." یاد مطلب په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ رئیس، شوبهم چوهدري څرګند کړ، او زیاته یې کړه : " له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ کال د مالی همکاریو چوکاټ د افغانستان له دولت سره د افغانانو د ژوند ښه کیدو لپاره د  افغانستان د بیارغونې صندوق د نړیوالو تمویلونکو د ژمنې ټینګار او دوام په ډاګه کوي."

*************

د افغانستان د بیارغونې صندوق او د مالي همکاریو پروګرام د چوکاټ په هکله معلومات: د افغانستان د بیارغونې صندوق د یو مهم او معتبره مالی سرچینې په توګه چې د ۳۴ نړیوالو تمویلونکو له خوا یې ملاتړ کیږي او نړیوال بانک یې مدیریت کوي، مطرح دی. دغه صندوق د ملې بودجې له لارې د افغانستان دولت له ملي لومړیتوبونو څخه په پراختیایي او اصلاحاتي برخو کې ملاتړ کوي او د افغانستان دولت د لویو تمویلونکو څخه شمیرل کیږي. د یاد صندوق د مالي همکاریو د پروګرام چوکاټ د افغانستان د بیارغونې صندوق دریمه دری کلنه تمویلونکې ستراتیژې ده. مخکینئ ستراتیژي ګانو کې، چې لومړۍ ېې له ۱۳۹۱-۱۳۹۳ (۲۰۱۲-۱۰۱۴) پورې پلې شوه، ټولټال ۳،۶ میلیارد ډالره ولګول شوې، چې د دری کلن تمویل لپاره ځانګړې شوې وې او همدارنګه د ۱۳۹۴-۱۳۹۶ (۲۰۱۵-۲۰۱۷) کلونو په ترڅ ټولټال ۲،۴ میلیارډ دالره ژمنه او ولګول شوې.  دغه دری کلنې ستراتیژي ګانې د افغانستان د دولت له هڅو څخه په پراختیایي او اصلاحاتي لومړیتوبونو برخو کې د افغانستان د بیارغونې صندوق هراړخیز ملاتړ په لنډه توګه بیانوي. 


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/۲۰۱۸

اړیکه

په کابل کې
اجمل حمید عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت
۰۷۲۹۹۹۴۱۱۱
mediaoffice.mof@gmail.com
عبدالرووف ضیاء
نړیوال بانک
۰۷۰۱۱۳۳۳۲۸
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api