Skip to Main Navigation
Statement 2018 نومبر 9

د ۲۰۱۸ کال د‌ اپریل میاشتې د سیگار رپوت په اړه د نریوال بانک مطبوعاتی اعلامیه

د ۲۰۱۸ کال د اپریل میاشتې د مطبوعاتي اعلامیې بیا خپرول

کابل، د اپریل ۲۵، ۲۰۱۸— نړيوال بانک د افغانستان د بيارغونې صندوق د فعاليتونو او  لاسته راوړنو په اړه د  افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي عمومي پلټونکي (سيګار) د تازه راپور هرکلی کوي. د سيګار وروستی راپور بې له شکه د افغانستان دولت، د ياد صندوق تمويلوونکو او نړیوال بانک ته مهم  معلومات په لاس ورکوي او  د دې فرصت برابروي چې د دې صندوق تمرکز د نتايجو او حساب ورکونې په برخو کې پياوړی کړي.

د یادنوې وړ ده چې د رپوټ ډېری موندنې تر يوه بريده پر واقعیتونو ولاړ ندي، او ډېر هغه معيارونه، چې د دغې صندوق په اړه د راپور په تقويه کولو کې مرسته وکړي، په پام کې نه دي نيول شوي. نړيوال بانک د پروژو د نتايجو کيفيت ته په ډېر جدي نظر ګوري، او هم يې عملي اړخ د مسلکي قضاوت او د هرې پروژې د ځانګړو شرايطو او پلي کېدو د مودې په نظر کې نيولو  له مخې څاري.

خپلواکې ارزونې ښيي چې د افغانستان په بې ثباته شرايطو کې د افغانستان د بيارغونې صندوق د ملي بودجې د تمویل لپاره د مرستندويو د خوښې وسيله ده، ځکه له يوې خوا يې د مديريت لګښت یې کم او له بلې خوا د شفافيت او حساب ورکونې پر معيار ولاړ دی. دا صندوق د نړيوالې ټولنې او افغان دولت تر منځ پر پاليسۍ د بحث او  د هر اړخيز توافق لپاره يوه کارنده چاپيريال برابروي او هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې ميليونونو افغانانو ته مهم نتايج لاسته راوړي.

موږ په دې باور یو چې د افغانستان د بيارغونې صندوق په تېرو ۱۵ کلو او په راتلونکې کلونو کې د افغانانو په ژوند کې ښکاره بدلونونه رامنځته کوي.‌ په دغو لاسته راوړنو کې روغتيايي خدماتو او پوهنې ته لاسرسی، د کليوالې زېربنا پراختيا او د کروندګرو توليدات او عايدات ښه کول راځي.

------------------------------

د افغانستان د بيارغونې صندوق او نړيوال بانک  په هکله اساسي معلومات

د افغانستان د بيا رغونې صندوق په اړه:

  • د افغانستان د بيارغونې صندوق په ۲۰۰۲ کال کې رامنځته شو، چې د افغانستان بودجه او لومړيتوب لرونکي پراختيايي پروژې د يوه همغږي مېکانيزم له لارې تمويل کړي. نړيوال بانک د دې صندوق مديريت پر غاړه لري.
  • تر دې مهاله ۳۴ مرستندويو څه د پاسه ۱۰،۳ميلیارده ډالر د افغانستان بيارغونې صندوق ته ورکړي، او دا يې د افغانستان د تمويل په تر ټولو سترې او یوازينۍ سرچينې اړولې. د دې مانا دا ده، چې د افغانستان د بيارغونې صندوق په کال کې ۹۰۰ ميليونه ډالر د افغانستان د غير امنيتي اړتياوو پوره کولو لپاره برابروي. له دې مالي سرچینو او امکاناتو د بېوزلۍ په کمولو او خلکو ته د پوهنې او روغتيا په څېر خدمتونو د وړاندي کولو لپاره ګټه اخيستل کېږي.
  • د افغانستان د بيارغونې صندوق د ګډو مالي مرستو لپاره د مرستندويو د خوښې او مطلوب وسيله ده، ځکه له يوې خوا يې د معاملې (انتقال) او مديريت لګښت کم دی او له بلې خوا د شفافيت او حساب ورکونې پر معيار ولاړ دی. 

هغه پايلې چې د افغانستان د بيارغونې صندوق په مرسته منځته راغلي

  • د افغانستان د بيارغونې صندوق وړيا مالي مرستې د پوهنې، روغتيا، کرنې، کليوالي پراختيا، زېربنا او حکومتوالۍ په شان سکټورونو کې د مهمو پايلو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي. لاندې د ډېرو ساحو مثالونه دي.
  • پوهنه اوس د افغانستان د برياليتوب يوه مهمه کيسه ده. په ۲۰۰۱ کال کې هېڅ نجونې ښوونځې ته نه تلې او له ۱ ميليون لږ هلکان په ښوونځيو کې ول. په ۲۰۱۶  کال کې ۸،۷ ميليونه ماشومان، چې ۳۹ سلنه يې نجونې جوړوي، د عمومي زده کړو لپاره ښوونځي ته تلل.
  • له ۲۰۰۳ کال راهيسي، د افغانانو روغتيا په منظم ډول ښه شوې، دا په داسې حال کې ده، چې روغتيايي خدمتونه ډېرو ناامنو ولايتونو ته هم رسېدلي دي. له پنځه کلنۍ ښکته کوچنيانو د مړينې کچه له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۵ یو په درې برخې کمه شوې، او د نويو زېږېدلو د مړينې کچه په هرو ۱۰۰۰ ژونديو زېږون کې له ۱۳۷ څخه ۹۱ ته ټيټه شوې.
  • له ۲۸ ميليونو زيات افغانان له ملي پيوستون پروګرام څخه ګټمن شوي دي. له ۱۳ ميليونو زياتو بېوزله کليوالي خلکو د څښاک اوبو او حفظ الصحي ته لاسرسی موندلی؛ شاوخوا ۵۳۰۰۰ کيلومتره کليوالي سړکونه جوړ شوي او بيارغول شوي؛ له ۶۴۰۰ زيات ټولګي، ۸۹ کلنيکونه، ۹ روغتونونه او ۵۸۰۰ ټولنيزو مرکزونه جوړ يا ترميم شوي، او ۵۴،۶ ميليونه کاري ورځې رامنځته شوي.

د افغانستان د بيارغونې صندوق بهرنۍ کتنه او اعتبارسنجي

  • بهرنۍ کتنه او اعتبارسنجي د افغانستان د بيارغونې صندوق د حساب ورکونې چوکاټ يوه مهمه برخه ده. د افغانستان د بيارغونې صندوق دا برخې کنترولوي: ۱) د ټولي عملياتي بودجې لګښت څاري څو يقيني کړي، چې مالي امکانات د دولت له قواعدو او د نړيوال بانک او دولت ترمنځ د شوې قانوني موافقتنامې له مخې لګېږي، او ۲) او د اجناسو تاييد، د کيفيت ډاډمنول، د زېربنايي پروژو نقشه اخيستنه (د موبايل ټلېفونونو، د خلکو لخوا څار، د سټلايټ انځورونو او نوښتېزي تکنالوژۍ په مرسته) ترسره کوي.
  • پر دې څارنو سربېره، له ۲۰۰۲ راهيسې د افغانستان د بېارغونې صندوق څلور خپلواکې ارزونې، چې وروستۍ هغه يې په ۲۰۱۷ کې وه، ترسره شوي. د دې ارزونې پايلو وښودله، چې په يوه ننګونکي او په چټکۍ بدلېدونکي چاپېريال کې، د افغانستان د بيارغونې صندوق د ګډ تحليل، بحث او پرېکړې لپاره يوه جدي ساحه ده؛ د لارښوونکي او لومړيتوب لرونکي ګډ عمل لپاره يو مېکانېزم دی؛ د دولت د لومړيتوبونو لپاره د مالي او تخنيکي مرستو رسولو يوه ارزانه وسيله ده؛ او د افغانستان له راتلونکي سره، چې مهمو ارزونو ته لار هواروي، يوه اوږدمهاله ملګرتيا ده.

د افغانستان د بيارغونې صندوق او د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څیړونکي دفتر:

  • د امريکا کانګرس د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څیړونکي دفتر رامنځته کړی، چې د افغانستان د بيارغونې پروژو او فعاليتونو په اړه يوه خپلواکه او هدفمند څېړنه تر سره کړي. سيګار مالي پلټنې او نورې څېړنې ترسره کوي، چې: ۱) د بيارغونې پروګرامونو موثريت تقويه کړي او ۲) د مالی سرچینو ضیایعه کول، دوکې، درغلۍ او  ناوړې استفادې موارد تشخيص کړي.
  • د افغانستان د بيارغونې صندوق په اړه د سيګار لومړی راپور په ۲۰۱۱ کې خپور شو. او دوهم راپور يې د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۲۵مه راووت.
  • هغه سپارښتنې چې د سيګار په راپور کې راغلي افغان دولت،‌ د افغانستان د بيارغونې صندوق مرستندويو او نړيوال بانک ته دا فرصت په لاس ورکوي، چې پر نتايجو او شفافيت خپل تمرکز زيات کړي. 

اړیکه

کابل
عبدالرووف ضیاء
د عامه اړیکو مسؤول
نړیوال بانک
۰۷۰۱۱۳۳۳۲۸
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api