واشنګټن، د ۲۰۲۴ کال د اګست لومړۍ نېټه—ښاغلی فاریس حداد-زیروس نن د افغانستان لپاره د نړیوال بانک نوی رئیس وټاکل شو.
نوموړی د اغلې ملینډ ګوډ ځایناستی دی، چې د نړیوال بانک نوې دنده یې په غاړه اخیستې ده. ښاغلي حداد-زیروس مخکي لدې د مالدیف، نيپال او سریلانکا د هېوادونه په کچه د رئیس په توګه دنده تر سره کوله.
نوموړی د امریکا متحده ایالاتو تبعه دی، له نړیوال بانک سره یې په ۱۹۹۶ کال کې دنده پیل کړه او په نيپال، مالیزیا او بولیویا هیوادونو کې د هېواد په کچه د مدیر په توګه دندې تر سره کړي دي. هغه د خلیج همکارۍ هېوادونو سره د تخنیکي همکاریو پروګرام د مدیر، د عراق لپاره د ماموریت مشر او د لویدیځې غاړې او غزې لپاره د عملیاتي مدیر په توګه هم دندې تر سره کړي دي.
ښاغلي حداد-زیروس وویل:” زه خوښ یم چې له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړم. زما لومړیتوب دا ډاډ تر لاسه کول دي چې نړیوال بانک د بنسټیزو خدماتو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د افغانانو د هوساینې او راتلونکي لپاره خورا اړین دي لکه روغتیايي پاملرنه، ښوونه، د خوړو خوندیتوب او معیشت، په ځانګړې توګه دا ډاډ تر لاسه کول چې ښځو او نجونو ته یې ګټه ورسیږي. زه همدا راز لېواله یم تر څو ډاډ ترلاسه کړم چې موږ د خصوصي سکتور او کوچنيو، وړو او منځنیو تشبثاتو – په شمول د هغه شرکتونو چې د مېرمنو له خوا پر مخ وړل کیږي – ملاتړ زیات کړو، ترڅو خصوصي سکتور وتوانیږي اړینې دندې رامنځته کړي او د هر اړخیزې ودې د ماشین په توګه خپل پوره ظرفیت ته ورسیږي. “
نړیوال بانک د افغانستان د ثبات وجهي صندوق (ARTF) سره په ګډه، د روغتیا، ښوونې، معیشت، د خوړو خوندیتوب او اوبو په لومړیتوب لرونکو برخو کې د پروګرامونو له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي. دا ملاتړ په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ادارو او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو له لارې وړاندې کیږي. نړیوال بانک همدا راز له خصوصي سکتور سره کار کوي، د کوچنیو او وړو تشبثاتو لپاره د مالي ملاتړ زیاتولو کې مرسته کوي، په ځانګړې توګه د مېرمنو سوداګریز فعالیتونو او د غیر دولتي سازمانونو د خدمتونو وړاندې کولو وړتیا لوړوي.
دا پروګرامونه د ”اصولي تګلارې“پیروي کوي چې تمرکز یې د مېرمنو له خوا مېرمنو ته د خدماتو وړاندې کول دي. ټولې پروژې داخلي مالي کنټرول او خپلواک څارنيز ترتیبات لري تر څو ډاډ تر لاسه شي چې مالي سرچینې د ټاکل شویو موخو لپاره کارول کیږي. د نړیوال بانک ګروپ له ټولو څو اړخیزو او دوه اړخیزو شریکانو سره کار کوي تر څو د افغانانو لپاره د بنسټیزو خدمتونو مرستې همغږې کړي.
همدا راز، نړیوال بانک د افغانستان راتلونکی پروګرام ملاتړ کوي چې د افغان اقتصاد او ټولنې په اړه څېړنه او تحلیل کوي تر څو د نړيوالې تګلارې مباحثې ته معلومات ورکړي، په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه ارزوي چې څنګه کولای شي د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.
-###-
په افغانستان کې د نړیوال بانک پروګرامونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، د مهربانۍ له مخې www.worldbank.org/af څخه لیدنه وکړئ.
د افغانستان د ثبات وجهي صندوق (ARTF) د څو تمویلوونکو صندوق دی چې د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره نړیواله مرسته همغږي کوي. د نړیوال بانک لخوا اداره کیږي او اوس مهال یې د ۳۲ تمویلوونکو شریکانو له خوا ملاتړ کیږي.