Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2021 جولای 1

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر نوې مشرې خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه

کابل، د ۲۰۲۱ کال د جولای لومړۍ نېټه – ملیندا ګووډ چې په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر نوې مشره ټاکل شوې، نن یې په رسمي توګه په خپل کار پیل وکړ. مېرمن ملیندا د هېنري‌ کرالي ځای ناستې ده چې په تېرو دوه کلونو کې یې په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفترمشري پر غاړه درلوده.

ملیندا ګووډ چې د امریکې د متحده ایالتونو اوسېدونکې ده په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې له نړیوال بانک سره خپله دنده پیل کړه او د جنوبي آسیا په ګډون د نړۍ په بېلابیلو سیمو کې یې د رهبرۍ په بستونو کې له دې بانک سره کار کړی.

مخکې له هغې چې ملینډا ګووډ له نړیوال بانک سره خپله دنده پيل کړي، په مانیلا او فېلیپین هېوادونو کی یې د آسیا له پراختیايي بانک او په واشنګټن ډي سي‌ کې یې له (Millennium Challenge) کې یې هم دندې ترسره کړي دي. مېرمن ملینډا خپل مسلکي کار په نیویورک او سنګاپور کې د خصوصي سکتور له وکالت څخه پیل کړی و. نوموړې همدارنګه په سویلي آسیا، د آسیا ختیځ، مرکزي آسیا، د آرام سمندر او شمالي امریکا اړوند هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې کار کړی.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر مشره، ملینډا ګووډ د خپل کار په لومړۍ ورځ وویلې:" زما لپاره د ویاړ ځای ده چې په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشري دنده راسپارل شوې او له دې لارې ماته دا فرصت برابر شوی چې د افغانستان خلکو ته د خدمت جوګه شم. افغانستان د کرونا ویروس د خپریدو او د کړکېچنې سیاسي اوضاع له امله له سختو شرایطو سره مخامخ ده او له همدې امله اړتیا لیدل کېږي‌ څو د نړیوالې ټولنې مرستې خلکو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو او د تیرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره دوام ومومي. له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې نړیوال بانک د افغانستان د خلکو یو مهم ملاتړی پاتې شوی او له دې هېواد سره یې د پراختیايی پایلو او پرمختګونو په ترلاسه کولو کې د ستایلو وړ رول لوبولی ده. موږ له خپلو پرمختیايي شریکانو سره ګډ هوډ لرو څو د اوضاع د ښه کېدو، د ځان بسیاینې او د یوې سوکاله او هوسا راتلونکې لپاره د افغانستان د خلکو او دولت ترڅنګ ودریږو”.

 

په افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو لنډیز:

اوس مهال په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ پراختیايي پروژې او مالي مرستې د هېوادني چوکاټ له مخې چې د ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۲۱ کلونو لپاره د نړیوال بانک د استراتیژۍ تدوین کوونکی ده، تنظیم شوې دي. د افغانستان د بیارغونې صندوق د مدیریت چارې چې د افغان دولت د عادي او پرمختیايي بودیجې د تمویل تر ټولو ستره سرچینه ګڼل کېږي د نړیوال بانک لخوا ترسره کېږي. نړیوال بانک ترننه پورې په افغانستان کې ۵.۳ میلیارډ ډالره پر یو شمېر پراختیايي او د بیارغونې بیړنیو پروژو باندې مصرف کړي چې په دې برخه کې د بودیجې د ملاتړ ۸ عملیاتي بستې هم شاملې دي. له دې جملې څخه ۴.۸ میلیارډ ډالره یې وړیا مالي مرسته او ۴۳۶.۴ میلیون ډالره یې د بې ګټې پور په توګه سپارل شوي دي. نړیوال بانک اوسمهال د نړیوالې پراختیا ادارې له لارې ۱۲ فعالې پروژې د ۹۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت تمویلوي. همدارنګه ۱۵ نورې پراختیايي پروژې د افغانستان د بیارغونې صندوق په مرسته او د نړیوالې پراختیا ادارې د ۱.۲ میلیارد ډالرو په خالصه ژمنې سره د تطبیق په حال کې دي. نړیواله مالي اداره چې د نړیوال بانک ګروپ د خصوصي سکتور د پراختیا برخه ګڼل کېږي د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د مرستې ژمنه لري څو د خصوصي سکتور د پياوړتیا او پانګونې چاپېریال د اصلاحاتو په برخه کې ولګوي. نړیواله مالي‌ اداره ژمنه ده څو د تخنیکي او مشوره ورکولو خدماتو په برخه کې ۱۱.۳ میلیون ډالره پانګونه ترسره کړي. د نړیوال بانک د څو اړخیزې پانګونې د تضمین اداره په افغانستان کې د لبنیاتو او د کشمېرې د تولید پر دوه پروژو باندې د ۱۱۶.۵ میلیون ډالرو په ارزښت پانګه اچونه کوي. په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د افغانستان د بیا رغونې صندوق د افغانستان دولت د بودیجې د ملاتړ او په دې هېواد کې د پانګونې د ملي‌ پروژو د انسجام او د همغږی د پياوړتیا په هدف رامنځته شو. د دغه صندوق د کار له پېل راهیسې، د ۳۴ نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو او هېوادونو لخوا ۱۲.۹ میلیارد ډالره دې صندوق ته سپارل شوي؛ چې دا په خپل وار سره د دې لامل شوی څو دا صندوق د افغانستان د دولت د عادي او پراختیايي بودیجې د تمویل واحده سرچینه وګڼل شي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2021

اړیکه

په کابل کې:
infoafghanistan@worldbank.org
په واشنګتن کې:
ین دوینګون
ydoignon@worldbank.org
Api
Api