Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2021 اپریل 5

نړیوال بانک: ناڅرګند سیاسي او امنیتي وضعیت د افغانستان اقتصادي رغون ځنډنی کوي

Image

کابل، د ۱۴۰۰ کال د حمل ۱۶— اقتصادي رغون د مسير ټاکنې تر عنوان لاندې نن خپور شوی څرګندوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د کرنیز سکټور پیاوړي پرمختګ وکولی شول چې یوه اندازه د دې هېواد د اقتصادي ثبات د تامین لامل شي، خو سره له دې بیا هم په دې کال کې د افغانستان اقتصادي وده شا و خوا دوه فیصده کمه شوې، چې دغه کمی تر مخکیو تخمین شویو اټکلونو یوه اندازه کم و. همدا ډول د کرنټین حالت، د پانګونې د کچې ټيټوالي او په سوداګریز جریان کې اخلال د صنایعو او خدماتو وړاندې کولو پر سکټور سخت اغېز کړی چې په پایله کې د سختو اقتصادي ستونزو او په ښارونو کې د بېکارۍ سبب شوی دی.

همدا ډول د نړیوال بانک راپور ښیي چې په افغانستان کې د نفوس د چټکې ډېرېدنې له امله ګرانه ده، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د سړي سر عاید تر کووېډ-۱۹ دمخه کچې ته وګرځي.   

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر رییس هېنري کرالي په دې اړه وایي: "د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت د دې سبب شوی چې دغه هېواد په سختۍ سره وکولی شي چې خپل اقتصاد د کووېډ-۱۹ وبا له مخربو اغېزو د بیا ځل لپاره احیا کړي. د اقتصادي وضعیت ښه‌‌والي کې سستي دا معنا لري چې د بې‌کارۍ کچه به لوړه شي، د دولت عواید به کم شي او په پایله کې به د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط سخت شي".

د سختو امنیتي شرایطو، د سولې خبرو د نتیجو اړوند تشویشونو، د بهرنیو ځواکونو د ممکنه وتلو او د نړیوالو مرستو د پام وړ کموالي له امله پر وضعیت د خصوصي سکټور باور خورا کم شوی دی. سربېره پر دې وړاندوینه کېږي چې افغانستان به ۲۰۲۱ کال کې له وچکالۍ سره مخ شي، دا به د کرنیزو فعالیتونو د کموالي سبب شي او د اقتصادي ودې په کموالي کې به یو بل عامل وګڼل شي.

د نړیوال بانک اقتصادي راپور ټینګار کوي چې د افغان دولت او نړیوالو شریکانو تر منځ دایمي او پیاوړې همکاري کولی شي چې د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي او همدا ډول د خصوصي سکټور د باور په راژوندي کولو کې رول ولوبوي. پر دې اساس د افغانستان حکومت باید د حکومتولۍ د وضعیت د ښه ‌والي لپاره د اصلاحاتو تطبیق، له فساد سره مبارزې، د عوایدو راټولؤنې او د سوداګرۍ او پانګونې پیاوړتیا ته چټکي ورکړي. په همدې حال کې مالي ملاتړي او نړیوال شریکان هم کولی شي چې د دایمي او څو کلنو مرستو په ژمنې او پر اصلاحي لومړیتوبونو هوکړې سره، چې د مالي ملاتړ د دوام سبب کېږي، د خصوصي سکټور د باور په راژوندي کولو کې بنستیز رول ولوبوي.

د افغانستان اقتصادي راپور د اسیا د جنوبي حوزې د اقتصادي پراختیا د راپور یوه برخه ده چې د نړیوال بانک له خوا کال کې دوه ځلې خپرېږي. دغه راپور  د جنوبي اسیا اقتصادي بدلونونه او د سیمې شاه لید ارزوي او هغه ننګونې تحلیلوي چې د دې حوزې هېوادونه د پالیسۍ په برخه کې ورسره مخ کېږي. د جنوبي اسیا نوی اقتصادي راپور چې د ۲۰۲۱ د مارچ په ۳۱مه د "جنوبي اسیا واکسینېږي" تر سرلیک لاندې خپور شو، ښیي چې په جنوبي اسیا کې اقتصادي فعالیتونه له سره د پیلېدو په حال کې دي. خو سره له دې په دې حوزه کې اقتصادي وده کمه وه، د اقتصادي وضعیت ښه‌والی ماتېدونکی دی او اقتصادي لرلید هم روښانه نه دی. دې راپور همدا ډول د واکسیناسیون پروسه کې د پرمختګ پر بېلا بېلو اړخونو تمرکز کړی او په دې سیمه کې د کووېډ-۱۹ واکسین د تطبیق د مصرف او فایدې تحلیل وړاندې کوي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2021

اړیکه

په واشنګتن کې:
یین داینګون
ydoignon@worldbank.org
په کابل کې:
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api