- add-style
- font-medium
- lp-body-content
کابل، د ۱۴۰۰ کال د حمل ۱۶— [tweetquote:[tweetText=د افغانستان په اړه د نړيوال بانک د اقتصادي ودې تازه شپږ میاشتنی راپور وايي چې د کوویډ-۱۹ وبا له امله د افغانستان زیانمن شوي اقتصاد به د ناڅرګند سیاسي او امنيتي وضعيت له کبله په ځنډ ورغېږي.,tweetData=WorldBankSAsia,tweetHash=]]
د نړیوال بانک اقتصادي راپور چې [tweetquote:[tweetText=د نړیوال بانک اقتصادي راپور چې اقتصادي رغون د مسير ټاکنې تر عنوان لاندې نن خپور شوی څرګندوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د کرنیز سکټور پیاوړي پرمختګ وکولی شول چې یوه اندازه د دې هېواد د اقتصادي ثبات د تامین لامل شي،,tweetData=WorldBankSAsia,tweetHash=]]اقتصادي رغون د مسير ټاکنې تر عنوان لاندې نن خپور شوی څرګندوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د کرنیز سکټور پیاوړي پرمختګ وکولی شول چې یوه اندازه د دې هېواد د اقتصادي ثبات د تامین لامل شي، خو سره له دې بیا هم په دې کال کې د افغانستان اقتصادي وده شا و خوا دوه فیصده کمه شوې، چې دغه کمی تر مخکیو تخمین شویو اټکلونو یوه اندازه کم و. همدا ډول د کرنټین حالت، د پانګونې د کچې ټيټوالي او په سوداګریز جریان کې اخلال د صنایعو او خدماتو وړاندې کولو پر سکټور سخت اغېز کړی چې په پایله کې د سختو اقتصادي ستونزو او په ښارونو کې د بېکارۍ سبب شوی دی.
[tweetquote:[tweetText=وړاندوینه کېږي چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې یو فیصد اقتصادي وده ولري او په ۲۰۲۲ کال کې، په هغه صورت کې چې د کووېډ-۱۹ ناورین کمرنګه شي، د ودې دغه کچه شا و خوا ۳ فیصدو ته پورته شي.,tweetData=WorldBankSAsia,tweetHash=]] همدا ډول د نړیوال بانک راپور ښیي چې په افغانستان کې د نفوس د چټکې ډېرېدنې له امله ګرانه ده، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د سړي سر عاید تر کووېډ-۱۹ دمخه کچې ته وګرځي.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر رییس هېنري کرالي په دې اړه وایي: "د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت د دې سبب شوی چې دغه هېواد په سختۍ سره وکولی شي چې خپل اقتصاد د کووېډ-۱۹ وبا له مخربو اغېزو د بیا ځل لپاره احیا کړي. د اقتصادي وضعیت ښهوالي کې سستي دا معنا لري چې د بېکارۍ کچه به لوړه شي، د دولت عواید به کم شي او په پایله کې به د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط سخت شي".
[tweetquote:[tweetText=د افغانستان د اقتصادي وضعیت پوره ښه والی به زیاتو ننکونو سره مل وي ځکه چې زیات شمېر کارخانې او شرکتونه تړل شوي او ډېری کسب و کارونه له منځه تللي. ,tweetData=WorldBankSAsia,tweetHash=]]د سختو امنیتي شرایطو، د سولې خبرو د نتیجو اړوند تشویشونو، د بهرنیو ځواکونو د ممکنه وتلو او د نړیوالو مرستو د پام وړ کموالي له امله پر وضعیت د خصوصي سکټور باور خورا کم شوی دی. سربېره پر دې وړاندوینه کېږي چې افغانستان به ۲۰۲۱ کال کې له وچکالۍ سره مخ شي، دا به د کرنیزو فعالیتونو د کموالي سبب شي او د اقتصادي ودې په کموالي کې به یو بل عامل وګڼل شي.
د نړیوال بانک اقتصادي راپور ټینګار کوي چې د افغان دولت او نړیوالو شریکانو تر منځ دایمي او پیاوړې همکاري کولی شي چې د اقتصادي وضعیت په ښهوالي او همدا ډول د خصوصي سکټور د باور په راژوندي کولو کې رول ولوبوي. پر دې اساس د افغانستان حکومت باید د حکومتولۍ د وضعیت د ښه والي لپاره د اصلاحاتو تطبیق، له فساد سره مبارزې، د عوایدو راټولؤنې او د سوداګرۍ او پانګونې پیاوړتیا ته چټکي ورکړي. په همدې حال کې مالي ملاتړي او نړیوال شریکان هم کولی شي چې د دایمي او څو کلنو مرستو په ژمنې او پر اصلاحي لومړیتوبونو هوکړې سره، چې د مالي ملاتړ د دوام سبب کېږي، د خصوصي سکټور د باور په راژوندي کولو کې بنستیز رول ولوبوي.
د افغانستان اقتصادي راپور د اسیا د جنوبي حوزې د اقتصادي پراختیا د راپور یوه برخه ده چې د نړیوال بانک له خوا کال کې دوه ځلې خپرېږي. دغه راپور د جنوبي اسیا اقتصادي بدلونونه او د سیمې شاه لید ارزوي او هغه ننګونې تحلیلوي چې د دې حوزې هېوادونه د پالیسۍ په برخه کې ورسره مخ کېږي. د جنوبي اسیا نوی اقتصادي راپور چې د ۲۰۲۱ د مارچ په ۳۱مه د "جنوبي اسیا واکسینېږي" تر سرلیک لاندې خپور شو، ښیي چې په جنوبي اسیا کې اقتصادي فعالیتونه له سره د پیلېدو په حال کې دي. خو سره له دې په دې حوزه کې اقتصادي وده کمه وه، د اقتصادي وضعیت ښهوالی ماتېدونکی دی او اقتصادي لرلید هم روښانه نه دی. دې راپور همدا ډول د واکسیناسیون پروسه کې د پرمختګ پر بېلا بېلو اړخونو تمرکز کړی او په دې سیمه کې د کووېډ-۱۹ واکسین د تطبیق د مصرف او فایدې تحلیل وړاندې کوي.
یین داینګون
په کابل کې:
About The World Bank
The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.
- add-style