Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2020 سپتمبر 28

د افغانستان د مالي سکتور د پیاوړتیا او د اقتصاد د بیا رغونې لپاره د نړیوال بانک لخوا د ۱۰۰ میلیون ډالرو نوې مالي مرسته

واشنګتن، د ۱۳۹۹ کال د تلې میاشتې ۸مه – د نړیوال بانک د مدیره پلاوي لخوا په افغانستان کې د مالي سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالره نوې مالي مرسته په داسې حال کې تصویب شوه چې اوس مهال دغه هېواد د کوويډ-۱۹ ویروس د ناوړه اقتصادي اغېزو څخه راوځي.

دغه وړیا مالي مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا چې د نړۍ له خورا بېوزلو هېوادو سره د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه ده، چمتو شوې او ټاکل شوې چې "د افغانستان د مالي سیستم د پیاوړتیا پروژې" له لارې د افغانستان بانک د ظرفیت لوړونې او د مالي مقررارتو په تطبیق کې د دې بانک څارونکی رول پياوړی کول او په دې برخه کې د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې ولګول شي. دا پروژه به په ځانګړې توګه له افغانستان سره مرسته وکړي څو د بیمې لپاره د تضمین سیستم، یو شمېر مالي سیستمونه لکه د پورونو او عامه اعتباراتو ثبت، د وثایقو او رهني حقوقو ثبت تقویت کړي او په د افغانستان بانک کې د معلوماټی تکنالوژی سیستم په یو پرمختللي او مدرن سیستم واړوي. د دې پروژې تطبیق به د افغانستان د مالي‌ نظام ثبات پياوړی کړي‌ او د مالي مینځګړیتوب په برخه کې به یو شمېر آسانتیاوې رامنځته کړي.

دا پروژه به له مالیې وزارت سره مرسته وکړي‌ څو د کوچنیو او منځنیو شرکتونو لپاره یو شمېر آسانتیاوې د پورونو او مالي سرچینو په برخه کې رامینځته کړي او په دې توګه به له هغوی سره تخنیکي مرستې زیاتې شي. اوسمهال په افغانستان کې له نیمايي زیات کوچیني او منځني تشبثات او سوداګریز کسب او کارونه د کمزوري اقتصادي سیستم، د کوويډ-۱۹ ویروس د شیوع له امله د قرنطین د اقدامونو او د کړکېچن امنیتي او سیاسي وضعیت له کبله تر فشار لاندې دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس، هینري‌ کرالي وايي: "په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د کوویډ-۱۹ ویروس د منفي‌ اغېزو څخه غواړي ځان راباندې کړي، د دې هېواد د مالي سکتور پياوړتیا د دغه بهیر په چټکتیا کې مهمه ونډه لوبولۍ شي. دا نوې مالي مرسته به د مالي سکتور د ثبات د ساتنې او تقویت له پاره د افغانستان بانک ظرفیت لوړ کړي او همدا رنګه به له مالي بنسټونو او بانکونو څخه ملاتړ وکړي‌ څو له خصوصي تشبثاتو سره په تیره بیا هغه شمېر شرکتونو ته د پورونو په ورکولو کې مرسته وکړي چې د ښځو لخوا یې مشري او یا چارې پر مخ وړل کېږي".

د نړیوالو مرستو دوام په ځانګړې توګه د افغانستان د بیا رغونې صندوق مالی‌ مرستو د افغانانو په ژوند خورا مثبت بدلون رامینځته کړی او دغه مرستې د افغانستان د پراختیايي لاسته راوړنو په ساتنې او پراخېدو کې له حیاتي ارزښت څخه برخمنې دي. د افغانستان د بیا رغونې صندوق له ۲۰۰۲ کال را په دېخوا د عامه هوساینې، ټول شموله او یوې سولیرې راتلونکې لپاره په افغانستان کې خپلې پانګونې ترسره کړي دي. www.worldbank.org/afghanistan/results


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2020

اړیکه

په واشنګتن کې:
ین دوینګنون
ydoignon@worldbank.org
په کابل کې:
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api