col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-8
col-lg-8
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-7
col-lg-7
  • add-style
  • font-medium
  • lp-body-content

واشنګټن؛ پنجشنبه د ۱۳۹۹ کال د سرطان مياشتې ۱۹مه- د نړیوال بانک مدیره هیات نن په افغانستان کې د کوويډ-۱۹ وبا د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو سره د مقابلې، زیانمنونکو خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او له خصوصي تشبثاتو څخه د ملاتړ په موخه، د ۲۰۰ میلیون امريکايي ډالرو په ارزښت د وړیا مالي مرستې یوه بسته تصویب کړه.

دغه وړیا مالي مرسته چې”په افغانستان کې د کوويډ-۱۹ ناورين ته د ځواب وینې له پاره د پاليسي ګانو د پراختيا پروګرام“ په چوکاټ کې مصرفېږي، ۱۰۰ میلیون امريکايي ډالر يې د نړیوالې پراختيا ادارې، چې تر ټولو بې وزله هيوادونو ته د نړیوال بانک د مالي مرستو برابروونکی اداره ده، او ۱۰۰ میلیون نور يې د افغانستان د بیارغونې صندوق چې مدیریت یې د ۳۴ هيوادونو او نړيوالو مرستندویو سازمانانو په استازولۍ نړیوال بانک په غاړه لري، له خوا ورکول کېږي.

د دې مالي بستې په برابرولو سره، تمه کېږي، چې د افغانستان دولت د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ژر ښه کېدو په موخه یو شمېر اغېزمنې پاليسي ګانې عملي کړي او د یو تعداد زیربناوو د پیاوړتیا لپاره لکه د برښنا انرژۍ د تامينولو، د څښاک اوبو ته لاسرسی او مخابراتي خدمتونو په برخه کې آسانتیاوې رامینځته کړي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ د دفتر رییس، هینري کرالي، وايي: ” په داسې حال کې چې د کوويډ ۱۹ ویروس خپرېدل د اقتصادي ودې او د افغانستان د ملي عوايدو د کمېدو لامل شوی، دغه پروګرام افغانستان ته د دې وبا د ناوړه اغېزو د مدیریت له پاره مالي سرچينې برابروي. تمه کېږي، چې د دې پروګرام په پلي کېدو سره پر زیانمنونکو کورنيو د دغه بحران منفي اغېزې له منځه لاړې شي او د چټکې اقتصادي ودې له پاره اساسي ګامونه اوچت شي. نړیوال بانک د تېر په څېر ژمن دی، چې په دې سختو شرایطو کې د افغان ولس ترڅنګ ودرېږي.“

کوويډ-۱۹ ناورین پر ټولو سکټورونو لکه د روغتيا سکټور، اقتصادي او ټولنیز سکټور باندې فوق العاده منفي اغېز کړی دی، چې په پایله کې د اقتصادي ودې او د هيواد د ملي عوايدو د کمېدو لامل شوی دی. ټاکل شوې ده، چې د دې وړیا مالي مرستې په برابرولو سره، په قوانینو او مقرراتو کې د اړینو تعدیلاتو له لارې پورونو او مالي سرچينو ته د وړو او منځنيو خصوصي تشبثاتو لاسرسی زیات شي.همدارنګه په پام کې ده، چې د روغتيايي کارکوونکو د خونديتوب په موخه اوپه ښوونځيو کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتريخوالي په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو له پاره مشخص پروګرامونه طرح او عملي شي. له بلې خوا، د دې مالي مرستې له لارې به هڅه وشي څو د ښوونځيو تر خلاصېدو وروسته ټول زده کوونکي تشویق او وهڅول شي، چې بېرته ښوونځيو ته راشي.

Contacts

په کابل کې:

infoafghanistan@worldbank.org
په کابل کې:

ين ډوینګنون

ydoignon@worldbank.org
په واشنګتن کې:

About The World Bank

The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.

col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
  • add-style

اړوند

lp-heading-bottom-medium

OMBC

Online Media Briefing Center (OMBC) news for accredited journalists
Sign In
https://media.worldbank.org/
Register
https://media.worldbank.org/user/register
secondary
white-btn