col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-8
col-lg-8
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-7
col-lg-7
  • add-style
  • font-medium
  • lp-body-content

واشنګټن، د ۱۳۹۹ کال د ثور میاشتې ۱۹ مه – د نړیوال بانک مدیره هيات په اقتصادي او مالي برخو کې د اصلاحاتو له بهیر د دوام په موخه او د کوویډ ۱۹ ناورین د خطرونو او ګواښونو د مدیریت په برخه کې له افغانستان دولت څخه د ملاتړ له پاره د ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالرو وړیا مالي مرستې بسته تصویب کړه.

دغه مرستې په افغانستان کې د "د مشوقو پالیسۍ د پراختيا پروګرام" په چوکاټ کې لګول کېږي. د دغه مالي مرستو ۱۶۰ میلیون امريکايي ډالره د نړيوالې پراختيايي ادارې مرسته ده، چې د نړۍ تر ټولو بې وزله هیوادونو له پاره د نړیوال بانک ګروپ مالي ملاتړ برابروونکي څانګه ده، او ۲۴۰ میلیون امريکايي ډالره يې د افغانستان د بیارغونې صندوق مرسته ده، چې د دغه صندوق مدیریت د ۳۴ ملاتړکوونکو هيوادونو او نړیوالو تمویل کوونکو په استازولۍ نړيوال بانک کوي.

ټاکل شوې ده، چې دغه نوې مالي مرستې د مشوقو پالیسۍ د پراختيا پروګرام له لارې، په کلیدي برخو کې لکه د سوداګرۍ قوانینو او مقرراتو کې ښه والی، د خصوصي پانګې اچونې تشویق او هڅونه، د ټولنیزو خدماتو پراختيا او د ملکي خدمتونو په برخه کې د اصلاحاتو پلي کول، له طبيعي پېښو سره د مبارزې په موخه د تدابیرو او امکاناتو پیاوړي کول، د مالي مدیریت ښه کول او د دولتي ادارو اقتصادي مدیریت او مالي ثبات په برخه کې لا ډېرې آسانتیاوې او امکانات برابر کړي.

"د دغه نوې مالي بستې تصویب د دې ښکارندويي کوي، چې نړيوال بانک د کوويډ ۱۹ خپرېدو په دې سختو شرایطو کې او تر دې ور هاخوا له افغانانو څخه په دوامداره توګه ملاتړ کوي". په افغانستان کې د نړيوال بانک د دفتر رییس، هينرالي کرالي، د دې مطلب په څرګندولو سره وايي: "د دې وړیا مالي مرستې په برابرولو سره تمه کېږي، چې د افغانستان دولت په دې سختو شرایطو کې په بېلابېلو سکټورونو کې د اصلاحاتو د دوام په موخه مالي امکاناتو او سرچينو ته په اسانه بڼه لاسرسی ومومي او له دې لارې وکولی شي د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په کورنيو عوایدو کې راغلی کموالی په ښه توګه مدیریت کړي".

افغانستان په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې له ډېرو پېچلي وضعیت سره مخ دی. د کوويډ ۱۹ ویروس ناروغۍ نړیوال ناورین د افغانستان پر وضعیت هم ناوړه اغېز کړی دی. د پولو تړل کېدل، د ټرانسپورټي خدمتونو او د سوداګريزو توکو ټرانزیټ درېدل د عوایدو د کمېدو لامل شوی دی او همدارنګه د بشپړ قرنطین د مقرراتو وضع کول او د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه وقايوي کړنې د هيواد په اقتصادي وضعیت منفي اغېزې درلودی شي. پر دې سربېره، د فقر او بې وزلۍ کچه په ژوره او پراخه توګه یو ګواښ بلل کېږي او همدارنګه سیاسي او امنيتي ابهامونه هم په هيواد کې دوام لري.

Contacts

ایلینا کارابان؛

ekaraban@worldbank.org
په واشنګتن کې:

په کابل کې:

infoafghanistan@worldbank.org
په کابل کې:

About The World Bank

The World Bank Group has a bold vision: to create a world free of poverty on a livable planet. In more than 100 countries, the World Bank Group provides financing, advice, and innovative solutions that improve lives by creating jobs, strengthening economic growth, and confronting the most urgent global challenges. For more information, please visit www.worldbank.org, www.miga.org, and www.ifc.org.

col-xs-12
col-sm-12
col-md-1
col-lg-1
col-xs-12
col-sm-12
col-md-3
col-lg-3
  • add-style

اړوند

lp-heading-bottom-medium

OMBC

Online Media Briefing Center (OMBC) news for accredited journalists
Sign In
https://media.worldbank.org/
Register
https://media.worldbank.org/user/register
secondary
white-btn