Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2018 جولای 30

د اقتصادي ودې ښه کول، عامه خدمتونه او د کارونو رامنځته کول

Image

انځور: د افغانستان اسلامي جمهوریت د ماليې وزارت


د اصلاحاتو له پروسې څخه د ملاتړ په موخه د افغان حکومت او نړیوال بانک تر منځ د ۳۵۰ میلیونه وړیا مرستو هوکړه لیک

کابل، د ۱۳۹۷ کال د زمري ۸ مه (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۳۰مه) - د ماليې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس شوبهم جوهدري، نن د اصلاحاتو له پروسې څخه د ملاتړ په موخه د ۳۵۰ میلیونه ډالرو وړیا مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه اصلاحات داسې طرحه او پلان شوي، چې د خدمتونو وړاندې کولو په کړنچاره او څرنګوالي کې د دولت له خوا ښه والی راشي او اغېزمنتوب لوړ شي، څو په پایله کې د دغو خدمتونو په وړاندي کولو کې ښه والی رامنځته او عواید لوړ شي.

د وړیا مرستې د نوې کڅوړې هدف د کار او سوداګرۍ، د برېښنا سکتور او د ځمکې مدیریت چاپېریال کې له اصلاحاتو ملاتړ دی، چې بالاخره د اقتصادي ودې لوړېدو، د کارونو رامنځته کېدو او په افغانانو کې د بېوزلۍ کمېدو لامل کېږي.  

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د هوکړه لیک لاسلیکولو په اړه وویل: "له دې مرستو څخه د نړیوال بانک، موخه د سولي او پراختیا  له ملي چوکاټ سره په مطابقت او همغږۍ د اصلاحاتو ملاتړ دی، چې یاده مرسته د پایداره لوی اقتصاد د ودې، د خصوصي برخې له پانګونې څخه د ملاتړ، اقتصادي ودې، د بېوزلۍ کمولو او د عامه کړنو مالي مدیریت د ښه والي لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځ ته کولو تضمین کوي." نوموړي، د افغانستان بیا رغونې له صندوق سره د نړیوال بانک او نړیوالو مرسته کوونکو له همکاریو څخه مننه وکړه او د افغانستان اقتصادي ودې لپاره یې په بېلابېلو برخو کې د اوږدمهاله همکاریو غوښتونکی شو.

د نن ورځې په وړیا مالي مرستو کې لاندي بستې شاملې دي:

  • ٣٠٠ ميليونه ډالره وړیا مرسته د ملي بوديجې د هڅونې پروګرام د ملاتړ لپاره، (د پرمختيايي پاليسۍ وړیا مرسته) له دې څخه ٩٠ ميليونه ډالره يې د نړيوال پرمختيايي ادارې، د نړۍ د بې وزلو هېوادونو د مالي سرچينو څانګه، او ٢١٠ ميليونه ډالره د افغانستان د بيارغونې له صندوق څخه چې د نړيوال بانک لخوا د ٣٤ تمويلوونکو په استازيتوب مديريت کېږي، ورکړل شوي دي. د دغه پروګرام موخه د لوی اقتصاد لپاره د پایښت لرونکي چاپېریال او شرایطو خوندي کولو، د خصوصي سکتور له پانګونې د ملاتړ په موخه د جامع او اساسي اصلاحاتو د پالیسۍ تطبیق او تدوین، اقتصادي ودې، د بی وزلۍ کمولو او د عامه مالي مدیریت ښه والي په برخو کې د دولت د هڅو د دوام ملاتړ په خاطر د اړتیا وړ مالي سرچینو برابرول دي.
  • د عامه او خصوصي سکټور او د عامه پانګونې لپاره د مشورې ورکولو پروژې د ملاتړ په موخه د ٥٠ ميليونه ډالرو وړیا مرسته. له دې څخه موخه د عامه او خصوصي سکټور د پروژو د طرحې او ډيزاین لپاره د مالي سرچينو تامين دى. له دې وړیا مرستې څخه يې ٢٠ ميليونه ډالره د نړيوال بانک د نړيوال پرمختيا ګروپ ادارې او ٣٠ ميليونه ډالر يې د افغانستان د بيارغونې صندوق له خوا ورکړل شوي دي.

د يادونې وړده، دغه تړونونه د هارتوګ شفر په شتون کې چې په دې وروستيو کې د سوېلي آسيا حوزې لپاره د نړيوال بانک د مرستيال په توګه ګومارل شوى، ترسره شوې. هارت شفر چې اوسمهال د افغانستان په سفر راغلى، ټاکل شوې ده، د افغانستان له چارواکو او نړيوالو شريکانو سره د اصلاحاتو د پروسې او پرمختيايي پروګرامونو پر تطبيق خبرې وکړي.

د عامه او خصوصي سکټور او د عامه پانګونې لپاره د مشورې ورکولو پروژې په اړه د سوېلي آسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال هارتوګ شفر وايي: "د افغانستان د پرمختګ او بيارغونې لپاره له شته مالي سرچينو څخه په لوړه کچه د ګټې اخيستلو لپاره له شک پرته دغه پروژه يو اغېزناک اقدام دى. ياده پروژه د خصوصي سکټور پانګوال را مخې ته کول او له هغوى څخه د غټو پانګونو په توګه ګټه اخيستل، کولى شي د افغانستان د پرمختيايي چارو لومړيتوبونو کې مهم رول ولوبوي. دغه مشارکت به نه يواځې د دولت، بلکې د خصوصې سکټور او په ټوله کې د افغانستان ټولو خلکو ته ګټور ثابت شي."


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2018

اړیکه

په کابل کې
اجمل حمید عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت
۰۷۰۴۹۹۹۵۹
tamas@mof.gov.af
عبدالرووف ضیاء
نړیوال بانک
۰۷۰۱۱۳۳۳۲۸
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api