Skip to Main Navigation
publication 2019 جولای 14

ټولنیزې اړیکې، خوندیتوب او کاري فرصتونه هیواد ته د افغان کډوالو د پریکړې محور

Image

: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرئ د داوطلبانه راستنیدونکو په یو مرکز کې د افغان مهاجرینو د یوې کورنۍ انځور چې د پاکستان د پیښور د څمکنیو په سیمه کې افغانستان ته د راستنیدو لپاره انتظار کوي. افغانستان ته د دوی د رسیدو سره یو څه نقدې پیسې دوی ته په تولنه کې د مجدد ادغام لپاره ورکول کیږي. د دې سره دوی ته د اړتیا وړ روغتیایي خدمات، د ماینونو د شتون د ګواښونو په هکله خبرتیا او ښونیزو فرصتونو ته د لاسرسي، د اداري اسنادو طی مراحل او ځمکې ته د لاسرسئ په برخه کې خبرتیاوې ورکول کیږي.

د انځور امتیاز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرئ


په ۲۰۱۸ کال کې د یوې ټلیفونې نظرپوښتنې موندنې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرئ ارقام

د افغانستان اتباع د نړئ په کچه د کډوالو تر ټولو ستره برخه جوړوي؛ څرنګه چې ډیر شمېر افغانانو د څو لسیزو په اوږدو کې په مهاجرت کې ژوند کړی.

په هیواد کې د ټولو بد امنیو سره سره شاوخوا ۲.۴ ملیونه افغان کډوال د ۲۰۱۴ کال څخه را په دیخوا هیواد ته راستانه شوي دي. له دې جملې څخه څه باندې پنځه سوه زره ثبت شوي کډوال په داوطلبانه توګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرئ د پروګرام په چوکاټ کې هېواد ته راستانه شوي او له دې سره هم مهاله د نړیوالو بشري مرستو د اړوند ادارو له بیړنیو مرستو څخه هم برخمن شوي دي.

له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ زېږدیز کلونو په بهیر کې کله چې هېواد ته د افغان راستنېدونکو کډوالو د راستنېدو بهیر مخ په زیاتېدو وو، د مسکن د برابرولو د څرنګوالي او د لومړنیو اړتیاوو په هکله د کډوالو او کورني بېځایه شویو افغانانو د معلوماتو کچه ډیره لږ وه او نړیوال بشر دوستانه بنسټونه له دې اړخه له ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ ول.

معلوماتو او اړینو ارقامو ته د لاسرسي د نه شتون له کبله او له دې امله موجوده تشې ته په کتو سره، نړیوال بانک او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرئ د اطلاعاتو د ارزونې او شننې په هکله د همکارئ پر یو پریکړه لیک، هوکړه وکړه. د دغه پریکړه لیک ستر هدف راستنېدونکو کډوالو او کورني بېځایه شویو ته د بشري مرستو د توزیع د بهیر ښه والی او هغوی ته د مرستو د کچې د زیاتوالی لپاره د تحلیلي معلوماتو برابرول په ګوته شوی.


په همدې اساس لومړنۍ ګډ راپور په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرئ او نړیوال بانګ ګروپ پورې اړوند د فقر او عدالت تامینولو لپاره د نړیوالې مبارزې څانګې له خوا د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو رامینځته کولو، د کډوالو د ژوندانه د شرایطو څرنګوالي او هغوی ته د مسکن برابرولو د تصمیم راپور: په ۲۰۱۸ کال کې د افغان راستنېدونکو په هکله د تلیفوني نظر پوښتنې موندنې او د UNHCR ارقام، تر سرلیک لاندې ترتیب او خپور شو.

دغه رېپوټ د افغان کډوالو د هغه لوی شمیر نفوس د ژوندانه شرایط تحلیل او څیړلي؛ کوم چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راپدېخوا له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې موندنې یې د ثبت شویو راستنیدونکو کډوالو څخه د لاسرسي وړ معلوماتو او ارقامو پر بنسټ ولاړې دي. دغه موارد د افغان مهاجرینو د راستندو څرنګوالی، د لومړنیو مرستو د شاخصونه، د اقتصادي او امنیتي ملاحظاتو او افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو د ژوندانه د شرایطو د پوهېدو په هکله مرسته کولۍ شي.

د دې رېپوټ په جوړولو کې په عمومي توګه له دریو سرچینو څخه ګټه اخیستل شوې. (i) د افغانانو د نفوسو د احوالو د ثبت ارقام، د تائیدئ نظر پوښتنې او ځواب وینې، او د یوې پراخې ساحې په کچه د کډوالو کورنیو نظرپوښتنه چې د پاکستان د دولت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرئ له خوا تر سره شوې ده (ii)  په داوطلبانه توګه د راستنېدونکو کډوالو د فورمونو د هغه معلوماتو را ټولول چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرئ له لوري د مهاجرینو د راستنېدو په وخت کې جوړ شوي ول (iii)  د نړیوال بانک له خوا په ۲۰۱۸ کال کې د یوې تازه ټلیفونې نظرپوښتنې موندنې. د ۲۰۱۸ کال د ټلیفوني نظرپوښتنې معلومات، بنسټیزو خدماتو ته د راستنېدونکو کډوالو د لاسرسئ د څرنګوالي کچه، کاري فرصتونو ته د هغوی لاسرسی او له ۲۰۱۳ کال څخه راپډېخوا د هستوګنې ځای د بدلون عوامل تر پوښښ لاندې نیسي.

اساسي موندنې:

  • د هغه افغان مهاجرینو اقتصادي وضعیت چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کال څخه وروسته افغانستان ته راستانه شوي؛ نظر هغو مهاجرینو ته چې تر اوسه په پاکستان کې ژوند کوې، څو برابره سخت ښودل شوی دی. په مشخصه توګه ویلی شو چې د افغان کډوالو یو لوی شمیر نفوس چې د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې افغانستان ته بېرته راستانه شوي، د پاکستان په یو شمېر کلیوالو سیمو کې په موقتو کمپونو کې ډیر ناسم اقتصادي شرایطو کې ژوند کاوه او د تیرو پنځو کلونو په بهیر کې یې په منظمه توګه افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.
  • ډیری افغان راستنیدونکي کډوال، هېواد ته د راستنېدو په وخت کې ترجیح ورکړې تر څو په خپل ولایت او ټاټوبي کې د خپلې کورنئ او نږدې خپلوانو سره ځای پر ځای شي؛ که څه هم چې په دې ولایاتو کې د کارموندنې امکانات ډیر کم دي او د بېوزلئ کچه هم دیره لوړه ده.
  • د راستنېدونکو کډوالو دریمه برخه خلک په ننګرهار او کابل ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي. هغه مهاجرین چې د ځینو عواملو لکه نا امنیو او طبیعي پېښو له کبله خپلو اصلي سیمو کې نه دي ځای پر ځای شوي، ډیری یې ښارونو ته تللي تر څو په یو ډول په امنو سیمو کې ژوند وکړي او په دې توګه کاري فرصتونو ته لاسرسی ومومي. د لویو ښارونو مرکزونو ته د یو لوی شمیر مهاجرینو راتګ، د خدماتو د وړاندې کولو په بهیر کې د مهاجرینو او کورني بېځایه شویو په کوربه سیمو کې، پر دولت ډیر زیات فشار راوړی.

Image


  • وروسته له هغه چې افغان کډوال هېواد ته راستانه کیږي د ماتېدونکي اقتصادي وضعیت او  بېوزلۍ د پراخې لمنې له امله، کاري فرصتونو ته د لاسرسئ په موخه ډیرې زیاتې ستونزې ګالي. په لویو ښارونو کې ټولنیزې اړیکې په کاري برخه کې ډیرې زیاتې آسانتیاوې رامنیځ ته کولۍ شي، خو که چیرې کډوال په خپلو اصلي سیمو کې بالخصوص په هغه ولایاتو کې چې ډیره پراختیا یې نه ده موندلې، او نا امنه سیمو کې ځای پر ځای شي؛ هغلته د بې کارئ او د ژوند د اړتیا وړ خدماتو د نه شتون له کبله، له بحران سره مخ کیږي.
  • کډوال افغانستان ته له راستنېدو وروسته د استخدام د فرصتونو په موندنه، د تنخواه کچه او د کاري ثبات په برخه کې له ډیرو خنډونو او ستونزو سره مخ کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په ډیری کورنیو کې یوازې یو کس کار کوي او ډیره کمه اندازه تنخواه د خپل کار په بدل کې اخلي؛ خو د دې سره سره د راستانه شویو کډوالو یو زیات شمیر کورنۍ د خپل همدې یوه کس د کار د مصئونیت او دوام په هکله اندېښنه لري.

Image

 


  • تحصیلي او ښونیزو آسانتیاوو ته آسانه لاسرسی د راستنېدونکو کورنیو د هلکانو او نجونو د ژوندانه له ښه کېدو سره مرسته کوي. د راپورونو موندنې څرګندوي چې د هغه کورنیو شمیر مخ په ډیرېدو دی؛ کومې چې خپلې لوڼې ښونځیو ته لیږي. په دې توګه په ښونځیو کې د نجونو  شتون ډیر شوی او په پایله کې یې په ښونیزو او تحصیلي بنسټونو کې جنسیتي تشه ډکه کړې ده.

Image

  • د کارموندنې فرصتونو لپاره د آسانتیاوو د رامینځ ته کولو سربېره؛ روغتیایي او ښونیزو خدماتو ته د کورنیو بې ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو لپاره د زمینې برابرول د دې ټولنو له اساسي اړتیاوو څخه شمیرل کیږي. نه یوازې دا چې کورني بې ځایه شوي او راستنېدونکي له دې خنډ سره مخ دي، بلکه کوربه سیمې او ښارونه هم له دې ستونزې څخه ځوریږي.

هغه ستونزې او ګواښونه چې باید ورته رسیدنه وشي

  • دغه رېپوټ د افغان کډوالو اقتصادي شرایط او پریکړې، په اوسنیو حساسو شرایطو کې د راستنېدونکو مخ پر ودې شمیر ته په کتو سره، تر څېړنې او شننې لاندې نیسي. د مجدد ادغام او په دریم هېواد کې د هستوګنې د ستونزو او ناخوالو سره سره، په اوږدمهال کې د کډوالو داوطلبانه راستنېدل کولۍ شي په هېواد کې د اجباري بې ځایه شویو د ستونزو له حل سره مرسته وکړي.
  • ښارونو ته د زیان منونکو سیمو د بېځایه کېدونکو خلکو اغېزمن مدیریت کولۍ شي چې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي هوساینې په تامین کې مرسته وکړي. د اغېزمنو تګلارو د تدوین او پلي کولو په موخه اړینه ده چې د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو، اقتصادي – ټولنیز وضعیت په هکله د دولتي ادارو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو سره یو ژور درک او پوهاوی شتون ولري. د دې ټولو سربېره؛ د کورنیو بې ځایه شویو د اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو په هکله تر اوسه هم د ډاډ وړ معلوماتو او ارقامو ته لاسرسی یو ستر خنډ بلل کیږي.
  • په ټوله کې د وخت په تېرېدو سره؛ د راستنېدونکو کډوالو د ټولنیزو او اقتصادي پایلو او کړنو په هکله د معلوماتو او ارقامو تحلیل او د کډوالو د مجدد ادغام د فرصتونو پېژندنه د افغانستان د اقتصادي جوړښتونو د پراختیا لپاره ګټور تمامېدای شي. اړینه ده چې په یوه مشخصه سیمه کې د ډیرو ستونزو باوجود د راستنیدونکو د یوې وړې ډلګئ د بریالیتوب لاملونه وارزول شي او د هغې پایلې د راستنېدونکو له نورو ډلو سره د هیواد په نورو سیمو کې شریک شي.
  • اړینه ده ترڅو په دې رېېوټ کې ارزونې او تحلیلونه د پخوانیو نظر پوښتنو سره په پرتلیزه توګه تر ارزونې لاندې ونیول شي او په همدې اساس د راستنېدونکو پر وړاندې د ټولنیزو او اقتصادي ګواښونو د حل په موخه د دوی له هڅو او زیار څخه یو مشرح درک تر لاسه شي.

******

دغه ټلیفوني نظر پوښتنه د نړیوال بانک له خوا تر سره شوې چې مالي ملاتړ یې د انګلستان د نړیوالې پراختیایي ادارې(DFID)  له خوا شوی دی. د دې نظرپوښتنې اساسي هدف دا و  تر څو په ورستیو کلونو کې د کورنیو بې ځایه شویو په هکله دقیق او د ډاډ وړ معلومات او ارقام تر لاسه شي. د انګلستان د نړیوالې پراختیایي ادارې مالي ملاتړ په دې برخه کې ارزښتناک ارزول  کیږي.