Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2019 نومبر 26

په افغانستان کې انرژۍ ته د لا زیاتې لاسرسۍ په خاطر د نړیوال بانک نوې مرسته

واشنګټن، د نوامبر۲۶، ۲۰۱۹ – د نړیوال بانک ګروپ د مدیره هیأت بورډ د افغانستان لپاره د ۵۲،۵ میلیونه امریکايي ډالرو نوې مرسته تصویب کړ. دغه مرسته به په افغانستان کې د طبیعي ګازو پروژې باندې ولګول شي چې د افغانستان په شمالي سیمو کې د برېښنا د تولید فابریکو ته دوامداره ګاز برابر کړي.

د افغانستان د ګازو پروژه په مشخص ډول د لاندې څانګو لپاره مستقیمې مالي او تخنیکي مرستې برابروي:

  •  د شبرغان – مزار شریف د ګازو د نل لیکې احداث، ګټه اخیستل، ساتنه او پالنه او همدارنګه له طبیعي ګازو څخه د سلفر او د هوا د نورو ککړوونکو توکو د چاڼولو د فابریکې تأسیسول.
  •  د ګازو د نړیوال سکتور له معیارونو سره سم د پایېدونکي اداري او حقوقي چوکاټ رامینځته کول او د قراردادونو د شفاف مدیریت د سیستم برابرول.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس، هنړي کرالي وايي: تمه کېږي چې د ګازو د تولید پر زېر بناوو او د ګازو د سکتور د قوي بنسټ او پایېدونکي حقوقي او اداري چوکاټ پر جوړولو له پانګونې سره به ژر په افغانستان کې د برېښنا د  تولید کچه کې چې اوس مهال خورا کمه دی، زیاتوالی راشي او په ورته مهال به برېښنا ته د خلکو لاسرسی ډېر شي او له بلې خوا به د بېوزلۍ د کچې په کمولو کې به هم ښه نقش ولوبوي".

دغه پروژه له افغانستان او نورو مخ پر ودې هېوادونو سره د نړیوال بانک ګروپ د اوږد مهالو ژمنو یوه برخه ده چې د دې هېوادونو اوسېدونکو ته ډاډمنه، ارزانه او پایېدونکې انرژي برابره کړي. نړیوال بانک له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه په استفادې سره انرژۍ ته د لاسرسۍ د توسعې او ښه والي د ملاتړ اوږده سابقه لري او د برېښنا انرژۍ د تولید، انتقال او توزیع، د خصوصي سکتور د ملاتړ، د تخنیکي مرستو د برابرولو او د پالیسیو په برخه کې د مشورې په وړاندې کولو سره مرسته کوي.

له داخلي منابعو څخه د ګازو د تولید او استحصال او د برېښنا انرژۍ په تولید کې له ګازو څخه د مطلوبې استفادې ملاتړ د دې سبب کېږي چې افغانان به په اوږدمهال کې د برېښنا انرژۍ شبکې ته پایېدونکی لاسرسی پیدا کړي. له مختلفو منابعو څخه د برېښنا د تولید زیاتوالی د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره آسانتیاوې برابروي او دا توان ورکوي چې د خپل کار و بار لمن پراخه کړي او د افغانانو لپاره لا زیات کارونه برابر کاندي.

په پام کې ده چې د کانونو او پطرولیم وزارت به د دولت له نورو اړوندو ادارو لکه د مایع ګازو او نفتي موادو د تصدۍ او د افغانستان د نفت او ګازو د تنظیم د ادارې په همغږۍ او همکارۍ سره د دې پروژې د رهبرۍ مسوولیت په غاړه واخلي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2019

اړیکه

په کابل کې:
infoafghanistan@worldbank.org
په واشنګتن کې:
ekaraban@worldbank.org
Api
Api