Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2019 فبروري 6

نړیوال بانک په افغانستان کې د اقتصادي ودې د پیاوړتیا، د خدمتونو ښه والې او د اداري اصلاحاتو د دوام لپاره د ۳۲۵ میلیونه امریکايي ډالرو وړیا مالي مرسته کوي

Image

د ۳۲۵ میلیون امریکايي ډالرو نوې وړیا مالي مرستې هوکړه لیک نن د ماليې وزارت د سرپرست وزیر او د زېربنا او ټکنالوژۍ په برخه کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکار ښاعلی محمد همایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر د رئیس ترمنځ لاسلیک شو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د دې هوکړه لیک د لاسلیک په اړه وویل: " د دریو پروژو د تمویل هوکړه لیک چې نن له نړیوال بان سره لاسلکېږي، ټولیز ارزښت یې له ۳۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات دی، چې د افغانستان د خلکو او حکومت اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو سره  د اقتصادي ودې پیاوړي کولو، د خدمتونو ښه کولو، د اداري اصلاحاتو د دوام لپاره به ولګول شي. "

نوموړي زیاته کړه، "د دې مالې بستې له جملې څخه به ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالره د کارموندنې، ۵۰ میلیونه امریکاي ډالره په ښارونو کې د پانګونې په پروژو او ۷۵ میلیونه امریکاي ډالر به  د تغییر پروژې ته ځآنګړې شي. د نړیوال بانک له ارزښتمندې مرستې څحه چې د یادو مهمو او اساسي پروژو د تمویل لپاره یې کړي مننه کوم. "

د مالي مرستو په نوې کڅوړه کې لاندې برخې شاملې دې:

  •  ټاکل شوې ده، چې د دغې وړیا مالي مرستې؛ ۲۰۰ میلیون ډالره د کارموندنې - اشتغال زایی پروژې ته ځانګړې شي، چې په ډېرو زیانمنو سیمو کې به داخلي بې ځایه شوو او راستنېدونکو اړمنو کډوالو ته د اقتصادي فرصتونو یو پیاوړی او مناسب چاپېریال رامنځ ته شي. د دغې وړیا مالي مرستې ۱۵۰ میلیون ډالره د نړيوالې پراختیا ادارې (د نړۍ تر ټولو بې وزله هيوادونو ته د نړیوال بانک د مالي سرچینو چمتوکوونکې څانګه) سهم او ۵۰ میلیون ډالره یې د افغانستان د بیارغونې صندوق سهم دی، چې د ۳۴ نړیوالو تمویل کوونکو په استازیتوب یې مشري د نړیوال بانک په غاړه ده.
  •   ټاکل شوې ده چې د دې وړیا مالي مرستې ۵۰ میلیون ډالره په ښارونو کې د پانګونې پروژې ته د دوامداره پراختیا او د ۹ ولايتونو په مرکزونو کې د ژوند لپاره د ښه چاپېریال او شرایطو رامنځته کولو په هدف ځانګړې شي، چې په ولایتونو کې د ښارواليو د ظرفیت لوړولو، د مدیریت ښه کولو او د زېر بناوو رامنځ کولو له لارې به ولګول شي. د دغې وړیا مالي مرستې ۲۵ میلیون ډالره نړیوال بانک پورې اړوند د نړیوالې پراختیا ادارې سهم او ۲۵ میلیون ډالره نورې مرستې يې د افغانستان د بیارغونې صندوق سهم دی.
  •    همدارنګه د یادې وړیا مالي مرستې پاتې ۷۵ میلیون ډالره د افغانستان دولت د بشري ځواک او اداري د اصلاحاتو ته ( د تغییر پروژه) ځانګړې کېږي، چې د وزارتونو او مربوطه دولتي ادارو د ظرفیت لوړولو په موخه به ولګول شي. د دغه وړیا مالي مرستې ۲۵ میلیون امريکايي ډالره نړیوال بانک پورې اړوند د نړيوالې پراختيا ادارې لخوا او پاتې ۵۰ میلیون امريکايي ډالره يې د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا ورکول کېږي.

په افغانستان کې د نړيوال بانک رییس، شوبهم چوهدري وایی: " په اوس وخت کې کاري فرصتونو ته لاسرسی او غوره خدمات د افغانستان د خلکو په تېره بیا د داخلي بې ځایه شوو او بیا راستنېدونکو افغانانو تر ټولو مهمه اړتیا بلل کېږي. دغه نوې مالي‌ ژمنه د غوره خدماتو د وړاندې کولو او د مهمو  پراختیايي پالیسیوو لپاره د پلان جوړونې او د هغوی د تطبیقي چارو په برخه کې د حکومتي‌ ادارو ظرفیت د اداري اصلاحاتو له لارې لوړوي."

د کارموندنې پروژه په پام کې لري چې د یوې ټولنيزې تګلارې په جوړولو سره په ښارونو او خورا زیانمنونکو سيمو کې داخلي بې ځایه شوو او بیرته راستنېدونکو کډوالو ته اقتصادي او د کارموندنې مناسب فرصتونه برابر کړي. تمه ده، چې هېواد ته بیرته راستنېدونکو لپاره د اړینو اسنادونو د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو، هغوی ته د لنډمهاله کارموندنې فرصتونو په برابرولو، د کار بازار د پیاوړتیا په موخه د زېر بناوو پیاوړتیا او د پانګونې د هڅونې په موخه د قوانینو او مقرراتو له اصلاحاتو څخه په ملاتړ کولو سره دغه پروژه د اړمنو خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

ټاکل شوې ده، چې د بدلون پروژه د اقتصاد وزارت، د بهرنيو چارو وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د کابل ښاروالۍ لخوا تطبیق شي. پر دې سربېره، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم د دغې پروژې د فعالیتونو یوه مهمه برخه پر مخ بوځي.د دغې پروژې د فعالیتونو یوه برخه په بهرنيو چارو وزارت کې د کونسلي خدمتونو پرظرفیت لوړولو راڅرخي، چې پر بنسټ يې په پاکستان کې به مېشت افغان کډوالو ته آسانتياوې برابر کړي، څو په افغانستان کې د هغوی د اقتصادي او ټولنیز ادغام په اړه اړینو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

 

په ښارونو کې د پانګونې پروژه د افغانستان له دولت سره د ښارواليو د نوي قانون پر بنسټ د ښاروالۍ لخوا د تشویقي پانګې د تطبیق په برخه کې تخنيکي مرستې کوي او تمه کېږي چې پر بنسټ يې د کابل ښاروالۍ وتوانېږي چې” د شواهدو پر بنسټ“ یوه داسې تګلاره  تدوین کړي چې له مخې یی د هېواد په ۹ سترو ولایتونو کې د ښاروالیو د پانګونې پلانونه په غوره توګه ترتیب او تطبیق کړي. له دې سربېره، په ښارونو کې د پانګونې پروژه په پام کې لري څو په یو شمېر مشخصو ولایتونو کې د ښاروالیو لخوا د خدمتونو د وړاندې کولو او د لومړنیو زېربناوو د رامنځته کولو لمن پراخه کړي. دا پروژه په حقیقت کې د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروګرام لپاره چې د افغانستان د بیا رغونې صندوق لخوا تمویلیږي او د ښاري پراختیا د ملاتړ پروژه چې نړیوال بانک پورې اړوند د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا یې مالي‌ ملاتړ کېږي، یوه متممه پروژه بلل کېږي.

د تغییر پروژه به د پایلو لپاره د وړتیاوو لوړولو پروژې ځای ناستې شي او تمه ده چې د افغانستان له دولت سره د وړتیاوو او تخصص پر بنسټ د دولتي کارکوونکو د شفاف استخدام او په ۱۶ وزارتخونو کې د اداري اصلاحاتو د تطبیقولو له لارې د پاليسي ګانو او د هغو پروګرامونو په تطبیق کې مرسته وکړي چې ملي لومړيتوب لري. دغه پروژه د افغانستان له حکومت څخه د ملکي خدماتو په ادارو کې د ۱۵۰۰ بستونو د رامنځ ته کولو په موخه مالي او تخنيکي ملاتړ کوي، څو د اړوند وزارتونه او دولتي ادارې به غوره توګه د خپلو هدفونو او لومړيتوبونو د تطبیقولو توان پیدا کړي. ټاکل شوې ده چې د بدلون پروژه د اداري‌ اصلاحاتو او ملکي‌ خدماتو د خپلواک کمیسیون له لوري تطبیق شي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2019

اړیکه

په واشنگتن کې
ایلینا کارابان
نړیوال بانک
+۱۲۰۲۴۷۳۹۲۷۷
ekaraban@worldbank.org
Api
Api